دوهمه څپرکي
موخي: زده کونکي به وکولاي شي:
· دشپږم ګروپ ځاي په دوره يي جدول کي تشريح کړي
· د شپږم ګروپ د هر عنصرفزيکي اوکيمياوي خواص تشريح کړي
· د شپږم ګروپ د مرکباتوخواص پرتله کړي.
· په طبيعت کي د اکسيجن ،سلفراوسيلينيم په ارزښت اواهميت باندي وپوهيږي
· وکولاي شي چي دعناصروداکسيديشني نمبرونه په مختلفو مرکباتوکي وټاکي
· د دي ګروپ عناصرو په باره کي معلومات ورکړي.
د دي ګروپ عناصرو خواص اوداستعمال ځايونو په هکله معلومات ورکړي
د VI A گروپ عناصر:
په VI A ګروپ کي لاندي عناصرو شامل دي: اکسيجن، (8 O ) سلفر (16S ) ، سلينيم (34Se ) ، تيلوريم (52Te ) او پو لو نيوم (84Po ) ددې ګروپ اکسيجن په پراخه پيمانه وجود لري ، پولونيوم د راډيوم عنصر دي آو د راديو اکتيفي تجزيې محصول دي.
د VI A ګروپ عناصر الکتروني ويش په لاندي ډول دى.
8 O 1S2 2S2 2P4
16S 1S2 2S2 2P6 3S2 3P4
34Se 1S2 2S2 2P6 3S2 3P6 3d10 4S2 4P4
52Te 1S2 2S2 2P6 3S2 3P6 3d10 4S2 4P6 4d10 5S2 5P4
84Po 1S2 2S2 2P6 3S2 3P6 3d10 4S2 4P6 4d10 4f14 5S2 5P6 5d10 6S2 6P4
څــــــرنګه چـــــي پورته ليـــــدل كيــــږي ددوي اخــــري الكتــروني ولانسونه 5p4 4p4 3p4 2p4 او 6p4 دى . په نوموړو قطارو كي دايو نيزيشن انرژي كميږي ولي داتومونو او آيونو جسامت لويږي . O غيرفلزي او Po فلزي عنصر دى
پولونيم : هغه راديو اكتيف عنصر دى چي دراديم دتجزيي په نتيجه كس منځ ته راځي
Po 210 يواځي 138/ 7 نيمه عنصر دى .
پورته دالكتروني ترتيب څخه معلوميږي چي نوموړي ګروپ عناصر يواځي 2e لږ لري چي نجيبه ګاز ته ورسيږي
دغه عناصر نسبت و هلو جنو نو ته کمتر فعاليت لري، پخپل خارجي مدار کي د غه عناصر ٦ الکترونه لري او ددوې ولانسي ظرفيت د په صورت کي دي.
نوموړي عنصار د هر اتم په مقابل کي دوه الکترووه اخلي آيوني ترکيبونه جوړوي او نجيبه غازاتو الکتروني ترتيب ته رسيږي او x2 انيون تشکيلوي دغه عناصر کولاي شي کو ولانسي اړيکه تشکيل کړي او دنجيبه غازونو الکتروني ترتيب ځانته غوره کړئ.
H-Se-H
ددې عناصرو عمومي خواص د 1-2 په جدول کي راکړ شويدي.
(1 – 2 ) جدول : د VI A ګروپ عناصر ځيني فزيکي او کيمياوي خواص
|
شميره |
ماليکولي فورمول |
F2 |
Cl2 |
Br2 |
I2 |
|
1 |
دعنصر اتومی عدد |
9 |
17 |
35 |
53 |
|
2 |
دعنصر اتومی کتله |
19 |
35,5 |
80 |
127 |
|
3 |
رنگ (دگاز په حالت کي) |
ژيړ |
ژيړشين بخنه |
قرمز قهوه اي |
بنفش |
|
4 |
فزيکي حالت ( دخوني په تودخه) |
غاز |
غاز |
مايع |
جامد |
|
5 |
د ولانسي مدار الکتروني ويش (ns2 او np6) |
2s22p5 |
3s23p5 |
4s24p5 |
5s2 5p5 |
|
6 |
کوولانسي شعاع ( pm ) |
64 |
99 |
114 |
133 |
|
7 |
ايوني شعاع( pm ) |
136 |
181 |
1951 |
216 |
|
8 |
ايونيزيشن انرژي (kJ/mol)E1 |
1680 |
1254 |
1139 |
1113 |
|
9 |
الکترون غوښتونکي انرژي (X(g) x+(g) + e-) |
1680 |
1254 |
1139 |
1113 |
|
10 |
دويلي کيدو ټکي Co |
220- |
101- |
7.3- |
114 |
|
11 |
دايشدو ټکي Co
|
-118 |
-34 |
58.8 |
184 |
|
12 |
د الکترودي پوتانسيل استندرد(v)Eo
X 2+ 2e- 2X-(aq)
|
2.87 |
1.8533 |
1.087 |
0.535 |
|
13 |
ديو مول لپاره د تفکيک انرژي Kj/mol X-X
(X2 2X) |
160 |
240 |
195 |
150 |
|
14 |
د استندرد پوتانسيل |
87 او +2 |
36 او +1 |
07 او +1 |
615او +0 |
|
15 |
بيلول د .... په واسطه |
مواسان |
شيل |
بالارد |
کولوواز |
|
16 |
د بيلولو نېټه |
1886 |
1774 |
1826 |
1811 |
|
17 |
د O2 خا لص سره تعامل |
O2F2 |
- |
- |
- |
|
18 |
د H2O سره تعامل |
HF,O2,O3 |
HCl,HOCl |
HOBr,HBr |
HI,HOI |
|
19 |
د N2 سره تعامل |
نلري |
نلري |
نلري |
نلري |
|
20 |
د H2 سره تعامل |
HF |
HCl |
HBr |
HI |
په دي څپرکي(فصل) كښي د هايدروجن اوهلوجنونو(اووم ګروپ) کيميا د بحث اوڅيړني لاندي نيول کيږي
2-1 اکسيجن:
2-1-1 طبيعي سرچيني (Occurrence) :
اکسيجن د مځکی پرمخ فراوانترینه عنصر دی . آزاد اکسيجن د فضا 21% مجموعی برخه يا 23% کتلوي برخه تشکيلوي. د کانونو ډيري مرکبونه ، پخپل ترکيب کي اکسيجن لري. سليکا SiO2 په ډيري کانونو کي وجود لري .
په طبيعت کي د اکسيجن درې ايزو توپه وجود لري 0.204% 18O,) (99.8%) 16O او ( 0.037%) 17O .
دیادونی وړ ده چي 19O, 15O, 14O او 20 O ایزوتوپونه په مصنوعي ډول ترلاسه سوي دي خو عمر او ژوند يي لنډه او ناپداره دى. دوه اتومه اكسيجن ( O2 ) ترټولو باثباته دى. د اکسیجن صنعتی اصلی سرچینی هوا دی.
چی د ریگ او مټ اصلي جز تشکيلوي، اکسيجن د ګياهانو او ځانورانو د جوړونکو ترکيبونه اصلي جز دي. دانسان بدن 60% اکسجن لري H2O او SiO2 او سلیکاتونه د اکسيجن مهم مرکبونه دی چي په طبيعت کي په ډير پريمانه وجود لريپ.
د اتومو سفير په لوړو طبقو کي اکسجن د اوزو (O3) به شکل کی وجود لری. O3 اوزون دريم شكل داكسيجن دٰٰٰٰى چي يو (1V) ولانسه مركب دي. دkm 22 په ارتفاع کی د اوزون اعظمی کثافت موجود دی.
2-1-2 خواص: Properties
اکسيجن بیرنګه غاز دي مايع اکسيجن آسماني رنګ لري د اکسيجن مهم الو تروپي (Allotropy) اوزون (O3) دی
اوزون تيره آبي رنګه غاز دي او تيز بوي لري . مايع اوزون تيره آبي رنګه او جامد اوزون تور رنګ لري.
اکسيجن فعال کيمياوي غاز دي چي د ټولو عناصرو د Ar, Ne, He) په غير ) سره تعامل کوي .دغه تعاملونه ډيري د تودوخي په موجوديت کي ترسره کيږي. اكسيجن په ډير مشكل له اوبو سره حليږي . ( 5 حجم O2 له 100 او بوپه Oc ) مايع او جامد اكسيجن د مقنا طيس په وسيله جذبيږي
د اکسيجن ځييني مهم خاصيتونه د (2-1) په جدول راکړ شويدي.
ازون OZONe (O3)
ځيني عناصرلکه C ، SاوP دځانه الوتروپي (يوشان فزيکي حالت او څوشکله لري ) ښکاره کوي . اکسجن هم الوتروپي پديده دo2 ، O ، O3 په شکل ښکاره کوي داوزون ماليکول ديامقناطيسي دي اوزاويوي اوزون يوابي کم رنګه غازاوځانګړي بوي لري چي دايشدوټکي يي اوويلي کيدوټکي يي -193co دي په اوبوکي دهغه انحلاليت پذيري د O2 په نسبت لږډيردي .زهري ياسمي اغيزه يي کانګي ، سرخوږ ي ، پزي څخه دويني بهيدل ، دسترګوپړسيدل ، دساده ايستلوستونزمن کيدل اوداښکوتحريک کيدل دي . چي اوزون باندي مسموم شوي شخص ته بايدلومړني مرستي يعني ازاده هوا،بشپړاستراحت ، تودوخه اواکسجن ورکړل شي . (3)
ازون دخالص اکسجن څخه جوړشوي دي . اوداکسجن يوالوتروپيک دي چي ماليکول کتله يي (48) اواتومي کتله يي (16) ده . داوزون ماليکول ددري اتومه اکسجن څخه جوړشوي دي . (O3)
په تخنيک کي دارام برقي ديشن چارج له عمله څخه په اوزوناتورکي اوزون ترلاسه کيږي .
اوزوناتور: هغه اله ده چي داوزون داستحصال لپاره په کاروړل کيږي اوزون په عادي شرايطوکي دغازپه حالت وي اوپه ((-111,9co کي په مايع بدليږي داکسجن په نسبت په اساني سره دحليدوقابليت لري .چي ١٠٠ حجمه اوبه په 50co کي د 49 حجمه اوزون دحليدوقابليت لري . اوزون کولاي شوداکسجن څخه په لاندي ډول لاسته راوړو.
3O 2O3 ΔH= -285KJ
دپورته معادلي څخه معلوميږي چي دري ماليکولي اکسجن څخه دوه ماليکوله اوزون لاسته راځي .
اوزون يوه غښتلي تحمض کوونکي ماده ده چي ټول فلزات غيرفلزات په استثتادسروزرواوپلاتين اکسيدايزکوي . په دي تعاملاتوکي اوزون داکسجن اتومي شکل په ماليکولي شکل بدلوي . داکسجن دماليکولونوڅخه دبريښـناجريان دتيريدوپه صورت کي داوزون ماليکولونه منځ ته راځي . دغه تعامل په لاندي ډول ترسره کيږي .
½ O2 O ΔH = +247Kj
O + O2 O3 ΔH = - 105Kj
داوزون استحصال په عمومي توګه اګزوترميک دي يعني
3/2 O2 O3 ΔH = +142kj
داپيښه هغه وخت صورت نيسي چي فضا کي سخت (شديد) رعد وبرق (بريښـتااوتندر) منځ ته را ځي . نوترهغه وروسته داوزون تنداوتخريش کوونکي بوي چي عبارت دي . دايوزهري غاز دي دغلظت په زياتيدوسره يي زهريت هم زياتيږي . اوزون داکسجن په پرX – Rays ماشين يا بريښنادقوي فابريکوتر څنګ حس کيداي شي داوزون څخه تله ډيرفعال دي خوپايداري (ثبات) يي داکسجن په
نسبت ډيرکم دي . د 300Co څخه په پورته درجوکي منفجرکيږي .اوزون دغاښونوپه پريمنځلو او دسپينوزروپه سپينولوکي هم استعماليږي اوزون داتموسفيردپاسه تقريباً 15 – 24km پوري يوه طبقه جوړه وي . چي ابي رنګ لري داطبقه دماورابنفش وړانګي فلترکوي اوپه ترتيب سره دځمکي پرمخ دژوندامکان برابروي . اوزون ډيرتعامل پزيري دي دځينوهايدروکاربنونوسره ترکيب کوي اوعضوي اکسجن لرونکي مرکبونه جوړوي دغه تعامل اومحصول دلمردرڼاپه اثرپيل کيږي ځکه دوي ته فوتوکيمياوي محصولونه وايي . دغه مواد شيمي اوزهري دي چي دسترګوپوست اوتنفسي دستګاه دسوزس سبب ګرځي اودفوتوکيمياوي ( مه – دود) په نوم وکرني مځکي ته تاوان رسوي . په طبعي شرايطوکي اوزون داتوموسفيري اکسجن څخه شديد رعدوبرق دلس زروڅخه ترديرش زروکليومترو( 10 – 30x103km) پوري دماورابنفش وړانګي ترتاثيرلاندي تشکيليږي . دلمر دماورابنفش وړانګي چي دژوند دپاره خطرلري .د O3 پواسطه جذبيږي اودهغه دساړه کيدوڅخه مخنيوي کوي . نوځکه (( اوزوني کمربند)) دمځکي پرمخ دژوند دتعمينولودپاره عمده رول لري .
اوزون غيرثابت اوپياوړي اکسيدايزکوونکي دي داوزون داکسيديشن ځيني تعاملات په لاندي ډول ګورو.
2KI + H2O + O3 I2 + 2KOH + O2
2HCl + O3 H2O + Cl2 + O2
I2 + H2O + 5O2 2HIO3 + 5 O2
H2O2 + O3 H2O + 2 O2
Pbs + 4 O3 + PbsO + 4 O2
Ag + O3 Ag 2 O + O2
Hg + O3 Hg 2 O + O3
2-1- 3 د اکسيجن استحصال Preparation
په عمومي توګه اکسيجن په دوي طريقي لاسته راځي:
لومړي : لابراتواري طريقه Laboratory Preparation
په لابراتوار کي اکسيجن معمولا د اکسيجن لرونکي ترکيبونو له تودوخيزي تجزيي خخه لاسته راوړي.
متداوله روشونو پدي ډول دي:
1 – د لږ فعاله فلزونو له اکسايدونوڅخه: که چيري د سپسن زراکسايد ( Ag2O ) ،دسيماب اکسايد ( HgO) اود سره زر اکسايد (Au2O ) ته تودوخه ورکړل شي اکسيجن اوازاد فلز لاسته راځي.
2HgO 2Hg + O2 (g)
2 - له پراکسايدونوڅخه:
2Na2O2 2Na2O + O2
2BaO2 2BaO + O2
3 – له نيتراتونواوکلورايتونو څخه
2NaNO3 2NaNO2 + O2
4 – که چيري پتاشيم کلوريت د منګانيزداي اکسايد د 1:4 په نسبت سره تودوخه ورکړشي اکسيجن لاسته راځي
2kClO 3 + MnO2 2Kcl + 3O2 (g)
دلته MnO2 د کتلست په توګه عمل کوي
5 – د اوبو اوسوديم پراکسايد له تعامل څخه
2Na2O2 + H2O 4NaOH + O2
دويم : صنعتي طريقه Commercial Preparation
-1 له مايع هواڅخه: مايع هوا د مايع اکسيجن، مايع نايتروجن او مايع نجيبه غازونو دمخلوط څخه عبارت دي.که چيري مايع هوا جز په جز تقطيرشي اکسيجن لاسته راځي.پدي محصول کي وچ اوپاکه هوا چي له CO2 څخه جلاشويدي ,دتراکم اويخوالي په اثر په مايع شکل باندي تبديليږي.دنوموړي مايع د جوښ ټکي سره مختلفي دي.د نايتروجن لپاره ( -1960C ) د اکسيجن لپاره ( -1830C ) دي چي سره جلاکيږي. نجيبه غازونو په مکرره توګه تقطير کيږي او د نايتروجن او اکسيجن له پوښونوڅخه جلاکيږي.
2 – له اوبو څخه :د اوبو له الکتروليزڅخه ډيرخالص اکسيجن په لږ مقدار چي ګران بيه هم دي ترلاسه کيږي.
الکتروليز
2H2O 2H2 + O2
2 – 1 -4 کيمياوي تعاملونه Chemical Reaction
داكسيجن تعاملونه اكثرآ ډير آهسته يا كرار صورت مومي ځکه چي د اكسيجن د رابطي ( O=O) انرژي ډيره لوړه ده يعني(494 Kj/mol). نو ځـــكه دهغـــه دمـــاتولو لپاره دتودوخي لوړه درجي ته ضرورت پيداكيږي تر څو وکولاي شي د اکسيجن اړيکي په آساني سره مات کړي. اكثــرآ دغه تعاملــونه ايګزوترميك Q+ دي يعني تودوخه توليديږي . دفلورين نه وروسته (4.0) دویم الکترونگاتیف(3.4) عنصر دی.
1- I A عناصر داتوموسفير په فضاكي له اكسيجن سره تركيب مومي او پر اكسايدونه توليده وي
Cs + O2 CsO2
2Na + O2 Na2O2
Li + O2 Li2O
2- IIA عناصر له اكسيجن سره تعامل کوي اونورمال اكسايدونه توليده وي
2Mg + O2 2MgO
4Al +3O2 2Al2O3
3- V11 A ګروپ عناصر بيله نجيبه غازاتو ، ټول غير فلزونه داكسيجن سره تركيب مومي
2C + O2 2CO
C + O2 CO2
S + O2 SO2
4- نايتروجن د اکسيجن سره د تودوخي په لوړو درجو کي تعامل کوي د ډک انرژي الکتريکي په قوس کي لاندي تعاملونه صورت نيسي
N2 + O2 2NO
همدارنګه N2O5, NO2, SO3 هم لاسته راځي.
5- سپک اکسايدونه د اکسيجن سره ترکيبوي او درانده اکسايدونه لاسته راوړي
2Cu2O + O2 2CuO
2CO + O2 2CO2
6- غير اکسيجني مرکبونه د اکسيجن سره تعامل کوي او اکسيجني مرکبونه منځته راوړي
2H2S + O2 2H2O + 2SO2
CS2 + O2 CO2 + 2SO2
2CC2H2 + SO2 4CO2 + 2H2O
C2H6O + 3O2 2CO2 + 3H2O
2ZnS + 3O2 2ZnO + 2SO2
7- د هايدروکاربن محصول د اکسيجن د تعامل څخه د اکسيجن په مقدار پوري اړه لري. په هوا کي د طبيعي غاز(ميتان CH4 ) د سوځيدلو په نتيجه کي CO, C, H2O او CO2 توليديږي.
8- هايدروجن د اکسيجن سره تعامل کوي سربيره پر اوبو هايدروجن پر اکسايد(H2O2) هم توليدوي. H2O2يوه بيرنګه مايع ده چي 150.2 OC د جوښ ټکي او -0.41 OC د ويلي کيدو ټکي لري
2 – 1 – 5 :مرکبونه او اکسیدیشنی نمبر
اکسیجن پخپل مرکبونو کی په 2-، 1- ، 2+ او 1+ اکسیدیشنی نمبرونه عمل کوی. د آيون په شکل مرکبونه وجود نلري. فعال فلزی عناصر لکه Na2O اوCaO په کرستال اکسايدونو کي د اتمي اکسيجن موثر چارج 1- دي. د دويم پريود P عناصر په شان د اکسيجن اعظمي ولانس مساوي په څلور دي.
دا ډول اکسايدونه وجود لري چي په هغه کي د اکسيجن کواردينيشن عدد د 4 څخه تجاوز کوي د مثال په توګهMgO د په کرستل کي 6 او د Na2O په کرستل کي 8 کواردنيشن عددونه لري.
د اکسيجن اتومونه د ټولو فلزونه د اتومونو سره د څلور مرکزه اړيکو په نتيجه کي ټينګيږي. لکه په Na2O ډوله (,Li2O K2O , Rb2O ) اکسايدونه کيFeO, Cu2O, MnO اکسايدونه نيمه هادي دي. Ti3O ,Cr3Oفلزي مرکبونه دي.
د اکسيجن تر ټولو مهم اکسايد د هايدروجن اکسايد(H2O) څخه عبارت دي چي د اوبو په نامه ياديږي. دغه مرکب د ژونديو اجسامو د ارګانيزم %99-50 برخه جوړوي. د انسان په وينه کي 5/4 برخه، په عضلاتو کي %35 او په هډوکو کي %28 اوبه موجود دي.
د انسان په متوسطه عمر 70 کاله کي تقريبا 25 ټنه اوبه مصرفيږي. ماليکولي اکسيجن يو ښه تعامل کوونکي غاز دي. له اکثره موادو سره مستقيما تعامل کوي او دوه ګوني مرکبونه جوړوي. او د هغه د تعامل محصول د اکسايد په نامه ياديږي چي په هغه کي د اکسيجن اکسيديشن نمبر 2- دي.
هغه اکسايدونه چي په هغه کي يو فلز د عالي نمبر اکسيديشن حالت ولري. پدي صورت کي کيداي شي چي تيزاپي خاصيت له ځانه وښي.
|
Fe3O4 |
Na2O |
MgO |
Cr2O3 |
Al2O3 |
CrO3SiO2 |
P2O5 |
SO3 |
Cl2O7 |
|
قلوی |
امفوتیر |
تیزابی |
او برعکس کله چي يو فلز د کښته نمبر اکسيديشن حالت ولري. الکالي فلزونه له اکسيجن سره يو لړ په زړه پوري بنيادي مرکبونه جوړوي. غير فلزونه له اکسيجن سره تعامل کوي کووالينت اکسايدونه توليدوي. او د هغو اکثره يي تيزابي خواص لري.
د مثال په توګه د کاربن احتراق د اکسيجن په موجوديت کي CO2 آو د S احتراق د اکسیجن په موجوديت کي SO2 او SO3 حاصليږي.
قلوي او تيزابي اکسايدونه د اوبو سره تعامل کوي.
Na2O + H2O 2NaOH
P2O5 + 3H2O 2H3PO4
مختلف اکسایدونه پخپل منځ کي متقابل عمل ترسره کوي او ددوي خواص پدي توګه معلوميږي.
3 CaO + P2O5 Ca(PO4)2
امفوتري اکسايدونه د اوبو سره تعامل نکوي. اما کولاي شي چي د تيزابونو او د القليو سره تعامل وکړي.
2Al2O3 + 6HCl + 9H2O 2[Al(OH)6] Cl2
6NaOH + Al2O3 + 3H2O 2Na3[Al(OH)6]
دغه تعامل د هغه مذابي د القليو او تيزابو څخه هم ښکاړه کيږي. دG298oΔ د قيمت له مخي کولاي شو چي د اکسايدونو قلوي او تيزابي خاصيت سره مقايسه کړو. په لاندي تعاملونو کي د G298oΔ منفي قيمت کميدل ښودل شويدي.
Na2O + H2O 2NaOH ΔGO = -147 kJ
MgO + H2O Mg(OH)3 ΔGO = -27 kJ
½ Al2O3 + H2O 2/3 Al(OH)3 ΔGO = +6 kJ
پورته تعاملونه د Al2O3 , MgO , Na2O په سلسله کي د قلوي خاصيت ضعيف کيدنه او د اوبو سره ددوي متقابل عمل ښئ.
د Cl2O7 , SO3 , P2O5 په سلسله کي:
1/3 P2O5 + H2O 1/3 H3PO4 ΔGO298 = 52 kJ
SO3 + H2O Mg(OH)3 ΔGO298 = -76 kJ
Cl2O7 + H2O 2HClO4 ΔGO298 = -331 kJ
برعکس د ΔGO298 منفي قيمت زياتوالي په سترګو کيږي چي دتيزابي خاصيت قوي کيدنه ښي.
د اکسيجن د ماليکولونو د الکترونونو اخيستلو ميل 0,8ev او ايونايزشن انرژي 12,2ev دي د کيمياوي تغيراتو په اثر د اکسيجن ماليوکول کولاي شي الکترونونه جذب کړي يا له لاسه ورکړي او د O2-2 , O2-1 او O2+2 په شان ايوني ماليکولونه توليدوي .
O2-1 سوپراوکسايد ايون دي O2-2 پراکسايد ايون دي O-2 اکسايد ايون دي او O3-2 آزونيد ايون دي .
د O2-2 , O2 , O2+ او O2-2 به سلسله کي د اکسيجن د اتومو نو تر منځ فاصله زياتيږي او د اړيکو متوسطه انرژي کميږي .
1A ګروپ فلزونه ډيرتعا مل پذيره عناصر لکه K , Rb , Cs د Mاتوموسفير په فشار کي د اکسيجن سره ترکيب کوي او سوپراکسايدونه توليدوي .
Cs + O2---------> CsO2
K + O2---------> KO2
2Na + O2 --------> Na2O2
تر ټولو مهم سوپراکسايدونه د هايدروجن پراکسايد H2O2 څخه عبارت دي چي ډير عملي ارزښت لري د هغه جوړښت د ( ) په شکل کي ښودل شوي دي د رسم ځاي
د O-O اړيکي انرژي د O-H د اړيکي د انرژي په نسبت ډير دي د H2O2 ماليکول قوي قطبي ( پولار ) دي (µ= 2,1b ) د هايدروجن پراکسايد د ماليوکولونو تر منځ ټينګه هايدروجني اړيکي تشکيل شوي دي چي دهغي د اسوسيشن ( Assocition ) سبب ګرځي په دي علت په عا دي شرايطو کي H2O2 بيرنګه مايع ده د هغي د ويلي کيدو ټکي – 0,410 c او د يشيدو ټکي 150, 2 0c دي او يو ښه ايونايز کونکي محلل دي (-0,49 0c تو دوخي لاندي هايدروجن پراکسايد جامد کيږي. د اوبو سره په هرتناسب کي مخلوطيږي ځکه د دوي تر منځ هايدروجني اړيکه موجود دي د دوي له محلول څخه غيرثابت هايدررايت کرستل (H2O2 . 2H2O ) د ايشيدو ټکي کي – 52, 30c لاسته راځي په لاپراتوار کي اکثراً دري فيصده د هايدروجن پراوکسايد په محلول څخه استفاده کيږي د هايدروجن پراکسايد اوبلن محلول ضغيف تيزابي خاصيت ( K10n = 2,24* 10-12 ) لري .
H2O ....... H2O2 < --------> OH3+ HO2
په کيمياوي تعا ملونو کي د پراکسايدو راډيکال کولاي شي چي دهغه په نورو مرکباتو باندي تبديل شي .
H2O2 + 2NaOH -------> N2O2 + 2+ H2O2
Ba O2 + H2SO4 -----------> BaSO4 + H2O2
وروستي تعامل د هايدروجن پراکسايد د استحصال لپاره پکاريږي په پراکسايدونو کي تعاملونه د (O – O ) د اړيکي د تخريب او يا د O2-2 د ايون چارچ د تغير سره صورت مومي .
اکسايد کونکي O-22 + 2e = 2O-2
ارجاع کونکي O-22 – 2e = O2
نوموړي پراکسايد په لمړني حالت کي اکسديشني او په دوهمي حالت کي ريډيکشني خاصيت له ځانه ښکاره کوي
2KI + Na2O2 + 2H2SO4 = I2 + Na2SO4 + K2 SO4 + 2H2O
2KmnO4 + 5H2O2 + 3H2SO4 = 2MnSO4 + 5O2 + K2SO4 + 8H2O
د پراکسايدونو اکسيديشني خاصيت د دوي د ارجاعي خاصيت په نسبت سره قويتره ده
H2O2 + 2H+ + 2e = 2H2O2 Eo 298 = 1/71v
H2O2 – 2e = O2 + 2H+ Eo298 = 0/68v
چنانچه پر کاغذ او يا نورو ګرمو موادو باندي د غليظ هايدروجن پراکسايد د عمل په اثر دوي اور اخلي ( شعله ور مي شوند ) د هايدروجن پراکسايد ارجاعي خاصيت يواځي د ډير قوي اکسيدانت لکه MnO4 د عمل په مقابل کي پيداکيږي د هايدروجن پراکسايد د تجزيي تعامل په لاندي توګه معمول دي .
د تجزيي عمليه د نور (رڼا ) يا نورو موادو مخلوط او تودوخي په موجوديت کي چابک او تسريع کيږي او په هغه کي د انفلاک امکان ليدل کيږي % 60 – 30 د هايدروجن پراکسايد مرکب محلول ډير ثبات نه لري د هايدروجن پراکسايد په مرکب او د هغه په محلول اکثرآُ په تيارو او ساړه ځايو کي ساتل کيږي .
د دوي د ثبات لپاره په دوي کي انهيباتور Enhebator علاوه کوي د هايدروجن پر اوبلن محلول د ډيرو موادو د بيرنګ کولو لپاره استعماليږي د راکتونو د سون په موادو کي هايدروجن پراکسايد د اکسيدانت په توګه استفاده کيږي په دي ورستيو کي پوهان په دي توانيدلي دي چي H2O3 او H2O4 استحصال کړي نوموړي مرکبونه غيرثابت او ژر تجزيه کيږي د تودوخي تقريباْ 70- درجه لاندي څو ساعته موجود او دوام کيداي شي سپکتروسکوپي څيړني ښئ چي د دوي ماليکولونه زيګزاک ماننده ځنيرلري .
O O
H O H ( H – O – O – O – H ) H2O3
O O H
H O O ( H – O – O – O – O – H ) H2 O4
هغه تيزاب چي په هغه کي O2-2 ايون وجودلري دسوپراسيد په نوم يادوي .
H O H
O – O – N – O O – O O
HNO4 سوپرنايتريک اسيد S
H – O O
H2SO4 سوپرسلفوريک اسيد
په صنعت کي له دي مرکبونودهايدروليزپه نتيجه کي هايدروجن پراکسايد ترلاسه کوي .
دقوي سوپراکسايدونه هم وجو دلري لکه
Na – O – O – OH NaHO2 سوديم هايدروپراکسايد
دفلورين سره داکسيجن مثبت اکسيديشني نمبرمرکبونه هم لاسته راځي
دمثال په توګه NO2F , ClO4F , O2F2 , OF2 ددي مرکباتوساده نماينده OF2 دي چي په لاندي ډول ترلاسه کيږي
2F2 + 2NaOH = OF2
داي فلورواکسايدزهري اوکم رنګه زيړ غازدي .
د فلورين يوتعداداکسجن لرونکي مرکبونه په (2- 2 ) جدول کي راکړل شويدي .[ 2 - 96 ]
|
ΔHo298KJ/mol |
ا ګريګاتي حالت |
د ايشيدو ټکي |
د ويلي کيدو ټکي |
.Dµ |
مرکبات |
|
24, 2
18
77
10,5 |
ژيړګاز
ژيړنارنجي ګاز
چاودونکي بي رنګه ګاز
چاودونکي بي رنګه ګاز |
-145
-57
-15,9
-45,9 |
-224
-154
-167
-175
|
0,30
1,44
|
OF2
O2F2
ClO4F
NO2F |
همدارنګه داکسجن دمرکباتوله ډلي څخه پولي اکسي فلورايدونه د O6F2 , O5F2 , O4F2 په شان ډولونه په -190Co تودوخي کي ترلاسه کيږي .
د O+22 مشتقات په لاندي ډول ترلاسه کيږي .
O2F2 + PF2 = O2 [ PF6 ] + ½ F2
O4F2 + 2BF3 = 2O2 [ BF4 ]
اسيدفلورايدونه
داکسجن CLO4 F او NO3F هم وجودلري چي دفلورين اوغليظ محلولونه لکه HClO4 او HNO3 ياجامدمالګي لکه KclO4 او KNO3 دتعامل څخه لاسته راځي .نوموړي مرکبونه په اوبوکي تجزيه کيږي اواکسجن توليدوي .
داکسجن مرکبونه په مثبت اکسيديشني نمبرکي قوي اکسيدانت دي . دغه ډول مرکبونه دراکتونودسون موادودموثراکسيدانت په ډول استعماليږي .
2 – 1 – 6 : داكسيجن استعما ل په صنعت كي Commercial uses
-1 دژوند ادامه داكسيجن هغه توانايي ده چي دموادو دسوزولو اپاره استعما ليږي.
-2 داكسيجن په موجوديت كي دتعاملونو سرعت او ميل زياتيږي.
-3 په ټولو فولادجوړولو په صنايعوكي. (55 Sine) Para.
- 4 دفلزي شيانو دجوړولو لپاره .
-5 ديو قوي دكشف سوي ماده په حيث دموشــــك ( راكټ ) دسون ماده لپاره .
-6 داوكسي استيلني دمشعل لپاره .
-7 ټول توليدي مركبونه چي اكسيجن لري .
-8 د بيولوژيكي نصفيه دفاضلاب لپاره .
-9 په طب كي دژوندد سيسټم دساتلو لپاره لكه په هواكي سفرونه او يا په دريا بو كي دننه.
سلفر (Sulfur) :-
.
طبيعی سرچینی:-
سلفردځمکی په کره کی د 5x10-20 % په اندازه موجوددی . په بحرونوکی د 9x10-20 % په اندازه وجودلری خالص سلفردمعدن په شکل وجودلری مهم مرکبات ئی ( Na2SO4 . 10H2O) ، ګیپس سلفاید(CaSO4. 2H2O) ، FeS2 پایرایت ، PbS او ZnS اوداسی نوردی .
خواص :-
سلفرپه خپله په څوالوتروپی شکلونوموجوددی . ∞ سلفردکوټی په حرارت درجه کی ثابت دی زیړرنګ لری اودرومبیک ساختمان لری . دβسلفرپه (119,3Co – 95,4Co ) حرارت کی ثابت دی اورنګ ئی تت یاخاپ دی اودمونوکلین کرستلی ساختمان لری. د ∞ او β مودیفیکشن څخه د S8 مالیکولی شکل په لاس راځی . په 140co زیات حرارت کی سلفردلزوجیت سره مخامخ کیږی په تورنصواری رنګ بدلیږی په 1870co حرارت کی ئی لزوجیت زیاتیږی خووروسته کموالی مومی . اود 300co څخه لوړه درجه کی په سیال مایع بدلیږی ددعلت دادی چی د S8 مالیکول په کوچینیومالیکولو S4 , S6 او S2 تبدلیږی.
دغه عنصرد 1S2 2S2 2P6 3S2 3P4 الکترونی ساختمان لری .
استحصال :-
سلفرله معدن څخه دبخار، ګرمواوبواوفشارپه مرسته رایستل کیږی همدارنګه سلفرد H2S او SO2 ګازاتوڅخه هم تولیدیږی .
1 – دفراش طریقی : په دی طریقه کی سلفردمځکی دلاندی څخه د (۱ – شکل ) له مخی استخراج اوترلاسه کیږی .
2 – دسلفیداومعدنی سلفایدونوڅخه :
SO2 + C S + CO2
H2S + CaS + H2O + CO2 CaCO3
2H2S + O 2S + 2H2O
3 – له غازی ذغال څخه : غازی ذغال د H2 لری چی نوموړی د Fe2O3 په موجودیت تودوخه ورکول کیږی ترڅوFe2S3 او FeS ترلاسه شی . نوموړی مخلوط مصرفی اکساید (Spent Oxide) په نوم یادوی . داوبواوهواپه موجودیت دنوموړی مخلوط څخه په لاندی توګه سلفرترلاسه کیږی .
Fe2O3 + 3H2S Fe2S3 + 3H2O
2Fe2S3 + 3O2 + 2H2O 2Fe2O3 + 2H2O + 6S
4 – له بکتریائی عمل څخه : ډیری بکتریاګانی پخپله سلفایتونوکی ازاد سلفرلری دفرسوده شوی بکتریا څخه چی کلسیم سلفیت لری په مصنوعی طریقه سلفرترلاسه کوی .
کیمیاوی تعاملونه :
لاندی په عمومی توګه دسلفرتعاملونه بلل کیږی .
۱ – دH2 سره تعامل :
سلفرپه مستقیمه توګه د H2 سره ترکیب مومی او H2S تولیدوی .
S + H2 H2S
۲ – د غیرفلزونوسره تعامل :
سلفرپه مستقمه توګه دغیرفلزونوسره لکه Cl2 , C اوداسی نوروسره ترکیب کوی .
C + 2S = CS2
۳ – دفلزونوسره تعامل : سلفردفلزونوسره لکه Al , Zn او Fe سره دتودوخی په موجودیت کی تعامل کوی اوسلفیدونه جوړه وی .
Zn + S ZnS
Fe + S FeS
دغه د S داکسیدایزعمل ښی .
۴ – دارجاع کوونکی معیارونوسره :
الف :- د O2 سره تعامل : سلفرد هوایاداکسجن په موجودیت کی په ابی لمبه سوځی SO2 او SO3 (3 – 4 %) تولیدوی .
S + O2 SO2
2SO2 + O2 2SO3
که چیری S په نمناکه هواکی قرارونیسی په H2SO4 باندی تبدلیږی .
2S + 2H2O + 3O2 2H2SO4
ب :- دهلوجنونوسره : سلفردهلوجنوسره ترکیب مومی اویوسلسه هلوجنی مرکبونه جوړه وی .
S + Cl2 S2Cl
S + Br2 S2Br2
ج :- دتیزابونوسره :
S + 6HNO3 H2SO4 + 6NO2 + 2H2O
S + 2H2SO4 3SO2 + 2H2O
۵ – داوبوسره تعامل :-
S + 2H2O 2H2S + SO2
۶ – دالقلی سره تعامل :- که چیری S په القلی کی جوش ورکړل شی دواړه سلفایداوتیوسلفات تشکیلیږی.
4S + 6NaOH NaS2O3 + 2NaS + 3H2O
سلفرله معدن څخه دبخار، ګرمواوبواوفشارپه مرسته رایستل کیږی همدارنګه سلفرد H2S او SO2 ګازاتوڅخه هم تولیدیږی .
مرکبات آوآکسيديشني نمبر
سلفرپه خپلومرکباتوکی په دغواکسیدیشنی درجوپه (-2) لکه (Na2S2O2 , 5H2O , H2S) په (+4) لکه (H2SO3 , SO2) په (+6) لکه ( H2SO4 ، پیړوسلفوریک اسید H2S2O7 ، پیراوکسی دای سلفوریک اسید H2S2O8 ، پراوکسی دای سلفیت Na2S2O8) اوداسی نورواکسدیشینی درجوکی عمل کوی
سلفرمختلف ډوله مرکبات جوړ وی. سلفرپه خپلومرکباتوکی په (-2) اکسدیشنی درجه داکسجن سره ورته والی لری دمثال په ډول اکسایدونه دسلفایدمرکباتوپه شان دی هایدرواکسایدونه ئی دهایدروسلفایدونوپه شکل اوکسی تیزابونه دتیزابی سلفایدی مرکبات تولیدوی . لکه
تیزابی تیزابی تیزابی امفوتیر قلوی قلوی طبعی کیمیاوی
Na Mg Al Si P S مرکبات
Na2S MgS Al2S3 SiS2 P2S5 - سلفاید
Na2O MgO Al2O3 Si SO2 P2O5 SO3 اکساید
NaSH Mg(SH)2 Al(SH)3 His S4 H3PS4 - هایدروسلفاید
NaOH Mg(OH)2 Al(OH)3 H3Si O4 H3PO4 H2SO4 هایدرواکساید
دسلفرعنصرد IAګروپ عناصروسره تعامل کوی اوپه اوبوکی منحل وی اودهایدرولیزپه اثرقلوی محیط جوړه وی .
Na2S + HOH NaSH + NaOH
سلفایدونه دغیری فلزی عناصراکثراً په غیررجعی شکل هایدرولیزکیږی اومربوطه تیزاب تولیدوی اوبناپردی دانهایدراید سلفایداودتیوانهایدراید په نوم یادیږی .
Si S2 + 3H2O H2SiO3 + 2H2S
امفوتیرسلفایدونه ( داکسایدپه شان) په اوبوکی غیرمنحل وی ولی یوشمیردهغی لکه : At(III) ، Fe (III) او Cr (III) په کامله توګه هایدرولیزکیږی .
Al2S3 + 6H2O 2Al (OH)3 + 3H2S
له سلفایدونوڅخه قلوی اوتیزابی مالګی (تیومالګی) لاسته راځی . دمثال په توګه :-
Na2S + CS2 Na2CS3
زیاتره تیوتیزابونه غیرثابت وی اوپه غیررجعی شکل په H2S اومربوطه سلفایدونوتجزیه کیږی .
Na2CS3 + H2SO4 Na2SO4 + H2CS3
H2CS3 = H2S + CS2
چه دکاربونیک اسیدوله تجزئی سره ورته والی لری سلفایدونه ئی دمشخصورنګونولرونکی دی دمثال په ډول PbS , NiS , CuS او MnS ګوشتی رنګ اوZn سپین رنګ لرونکی دی . د H2S زایوی مالیکولی ساختمان < H – S – H مساوی په (dSH = 1,33Ao , 9Zo ) سره دی اوقطبی (µ = 1,02D) دی . دهایدروجن رابطودتولیدقدرت په H2S مالیکول کی داوبوپه مقایسه ضعیفه ده بناء په دی هایدروجن سلفایدپه عادی شرایطوکی دغازپه حالت ( m.p = -85,6co او bp = -60,75o) دی اود H2S اویونایزیشن په مایع حالت کی په دی ډول دی .
H2S …. H2S SH+ + SH-
دهایدروجن سلفاید دایونودغلظت حاصل ضرب مساوی [SH3]+ [SH]- = 3x10-33 دی . اوپه اوبوکی ایونایزکیږی H2O…. + H2S OH+3 + SH- اوبلن محلول ئی ضعیف تیزاب دی . K1 = 1x10-7 خراب بوی لری اوزهری خاصیت درلودونکی دی زیاتره هایدروجن سلفاید د HCl درقیق عمل په اثراو FeS استحصالوی . غیرمنحل سلفایدونه دتعویض په اثرحاصلیږی .
MnSO4 + Na2S = MnS + Na2SO4
CuSO4 + H2S = CuS + H2SO4
سلفایدونه خصوصاً هایدروجن سلفایدقوی ارجاعی خاصیت لری په مختلفوشرایطوکی ئی داکسدیشن محصول سلفردای اکساید ، سلفر اوسلفوریک اسیدوی .
KMnO4 + 5H2S + 3H2SO4 = 2Na2SO4 + 5S + K2SO4 + 8H2O
H2S + 4Br2 + 4H2O = H2SO4 + 8HBr
دسلفایدونوفزیکی خواص داکسایدونوپه شان ډیرتوپیرلری له همدی امله TiS2 دبرق هادی ZrS2 , نیمه هادی او HFS2برقی عایق دی . دسلفرعنصردزنځیری مرکباتودتولیدمیل له ځانه ښکاره کوی . چی دپراکسایدونومرکبات دهغه د Mn2Sn په ډول څیړل کیږی دغه ډول مرکبات دسلفردمتقابل عمل په اثردسلفایدونوغلیظ قلوی محلول حاصلوی .
Na2S + (n-1) = Na2 Sn
دزیات مقدارسلفررنګ دپرسلفایدونوله زیړ S
-22 څخه په سور
S
9-2 تغیرکیږی . دپرسلفایدونوایونی ساختمان زنځیری وی
دهایدروجن نوعه پرسلفایدونه (n = 2-23) H2Sn دسلفان په نوم یادیږی . اویوزیړروغن ډوله مایع مرکب (m.p = -50 -> - 90co) دی . دسلفانومخلوط دتیزابی عمل په اثرپه پولی سلفایدونوامونیااویاسودیم حاصلیږی .
Na2Sn + 2HCl H2Sn + 2NaCl
هایدروجن پرسلفاید H2S2 د H2O2 سره مشابه دی او BaS2 مشابه د BaO2 سره دی د BaS3 , CS2S6 او BaSO4 نوعه مرکبات هم معلوم دی . پرسلفایدونه دپراکسایدونوپه شان ارجاعی اواکسیدانی خاصیت لری اودسپروپورسیونیشن عمل سرته رسوی .
Na2S2 + SnS = SnS2 + Na2S
4FeS2 + 11 O2 = 2Fe2O3 + 8SO4
Na2S2 = Na2S +S
دسلفرمرکبات په +2 اکسدیشن نمبردسلفردپاره کم دی ثبات ئی داکسجن دمرکباتوڅخه زیات دی دمعلومومرکباتوله جملی څخه دهغه S – Ha1 دی چی کم ثبات لری .
ددغومرکباتودزنځیراوږدوالی کولی شی چه تر ( S100 – Cl2) پوری ورسیږی . د Sn – Hal2 اویوشمیرمربوط ایونونه په بحث رسیږی .
[SF5]- [SO2F]- [SO3]-
SF4 , SO – Hal2 , SO2
په ټولومالیکولونواوایونونوکی چی کامپلکس وی S (IV) دسلفراتوم جوړه ازاد الکترونونه په نظرکی نیول کیږی . دکیمیاله نظره ددوه اتومه سلفر (S) (IV) دتیزابی خاصیت لرونکی وی چه دغه تیزابی خاصیت داوبوپه مقابل کی ښکاره کوی .
SO2 + H2 H2SO3
SF4 + 3H2O H2SO3 + 4HF
SOCl2 + 2H2O H2SO3 + 2HCl
لیدل کیږی چه دهایدرولیز دټولی عملی څخه ئی سلفورس اسیدتولیدیږی . دسلفردمرکباتوله جملی څخه (IV) چه زیات اهمیت لری هغه سلفردای اکسایددی . د SO2 مالیکول دحرارت په مقابل کی مقاوم دی د SO2 مالیکول ساختمان د (O3) سره مشابه دی . په عادی شرایطوکی SO2 بی رنګه غازدی اوتیزبوی لری (bp = -37co m.p = -121co ) لرونکی دی . په تخنیک کی ئی دسلفردسوځیدواومعدنی سلفادونوڅخه استحصالوی .
4FeS2 + 11 O2 8SO2 + 2Fe2O3
په عمومی صورت دسلفردای اکساید د انحلالیت قابلیت زیات دی . په عادی شرایطویک تقریباً 40 حجمه SO2 په یوه حجم اوبوکی حل کیږی . د SO2 ابی محلول دسلفورس اسید په نوم یادیږی . د SO2 زیاته منحله برخه په محلول کی په هایدرایتی شکل وی . چی د SO2 . nH2O په شکل قرارلری . چه دی محلول دسړیدوڅخه دهایدریت کرستل دکلاترات نوعه SO2 . 7H2O تولیدوی . په کمه اندازه منحل مالیکولونه داوبوسره په لاندی ډول تعامل کوی.
SO2 + H2O H2SO3 H+ + HSO3- 2H+ + SO3-2
اوسنی څیړنی ښیئ چه H2SO3 په دی ډول محلولونوکی یاخوموجودنه دی اویاخوپه ډیره کمه اندازه ده . کیمیاوی تعادل د SO3= , HSO3 د ایونو د تولید له جهته د قلوی موجودیت مساعد کیږی چه په نتیجه کی دهغه څخه ترای اکوسلفات (IV) دوه نوعه Mn2SO3 (سلفایت) او MASO3 (هایدروسلفایت) تولیدوی .
NaOH + SO2 NaHSO3
NaHSO3 + NaOH Na2SO3 + H2O
په اوبوکی یوازی د S لمړی ګروپ مالګی جوړونکی عناصراوهایدروسلفایتونه M(H5O3)2 منحل دی غیرمنحل سلفایتونه دتعویضی تعامل په اساس تولیدیږی .
Na2SO3 + Cu SO4 CuSO3 + Na2SO4
څرنګه چی H2SO3 غیرثابت دی بناء پردی پرسلفايتونو باندي د تیزابونو له عمل څخه SO2 غاز تولیديږی .په همدغه طریقه SO2 په لابراتوارکی استحصالوی دسلفایت ایون SO3-2 ترای ګونال پیرامیدساختمان لری .
یوه جوړه ازاد الکترونونه د سلفر په SP
3 اربیتالونو کی موجود دی . بناء پردی SO
3-2 فعال دونار جوړه الکترون د ي. په اسانی سره د SO
4-2 , HSO
3- په تترایدری ایونو تبدلیږی د HSO
3 ایون دوه توتومیری رجعی شکل لرونکی دی .
د SO3-2 ایون په اسانی سره په SO4-2 ایون تبدلیږی چه دهغی علت دذکرشوی ایون دارجاعی قوی خاصیت دی . بناء پردی سلفایتونه په هغومحلولونوکی خنثی داکسجن پواسطه په تدریج سره اکسدایزکیږی .
2Na2SO3 + O2 2Na2SO4
د SO2 ارجاعی خاصیت دلمردنورپه مجودیت کی د Cl2 پواسطه صورت نیسی .
SO2 + Cl2 SO2Cl2
سلفردای دقوی ارجاع کوونکی خاصیت په خپله اکسدایزکیږی .
SO2 + 2H2S 3S + 2H2O
دحرارت ورکولوپواسطه سلفایدونه دسپروپورسیونیشن کیږی .
4Na2SO3 = 3Na2SO4 + Na2S
د SO2 څخه دسلفوریک اسیدپه تولیداوهمدارنګه په صنعت کی دکاغذ په تولید ، دانساجوپه بی رنګه کولواودکانسرویشن په حیث کاراخیستل کیږی مایع (SO2) غیرابی محلل دمختلفوعملیودپاره په کاروړی ددغه مقصد دپاره سلفراوکسی دای کلوراید SOCl2 استعمالیږی . په +6 اکسدیشنی نمبرسلفرپه SF6 ، SO3 SO2 – Hal2 همدارنګه دمربوطه کامپلکس ډوله لکه [SO3 – Hal]- , [SO4]-2 اویوشمیرنوردی په عادی شریطوکی دسلفراوکسی هلایدونه اوفلورایدونه مایع یا دغازپه حالت وی لکه سلفرترای اکساید SO3 په غازحالت اودهغه مرکبات تیزابی خاصیت لری یعنی تیزابی دی . اوپه اسانی سره هایدرولیزکیږی اوتیزاب تولیدوی .
SO3 + H2O H2SO4
SO2Cl2 + 8H2O H2SO4 + 2HCl
سلفرهګزافلوراید SF6 مالیکول متناظرشکل لری چی سلفرئی په مرکزکی په فضائی ډول قرارلری دغه مرکب دکیمیا له نظره زیات ثبات لری له همدی کبله پرهغه باندی قلوی اوتیزاب تاثیرکوی . په مشترکوعملیوکی SF6 دپوتنشیل ایزوبارقیمت منفی دی .
SF6 + 3H2O SO3 + 6HF
ΔGo = -460KJ/mol
په دی ترتیب د SF6 مالیکول د 19,37 ایونایزیشن پوتنشیل لرونکی دی .
دمختلف جوړښت له مخی د SO3 مالیکول څوډوله مودیفیکشن موجوددی چی ددوی عموی نوم دسلفوریک اسیدانهایدرایدڅخه عبارت دی . SO3 ګازتراکم کوی اومضره مواد ( b.p = 44,8co تولیده وی . په تخنیک کی SO3 د SO2 له اکسدیشن څخه د Pt یا Vo کتلست په موجودیت کی ترلاسه کوی . سلفوریک اسید ( دهایدروجن تترااسوسلفیت (VI) ) یوتیل ماننده مایع دی چی په 10,4co کی جامدیږی چی دخالص سلفوریک اسید یخ کولوپه نتیجه کی لاسته راځی . په اوبلن محلولونوکی H2SO4 یوه دوقیمته اسیددی چی په هغه کی ( H+ . 2H2O ) O2H5+ , OH3+ اوداسی نورایونونه تشکیلیږی . که چیری رقیق (نری) H2SO4 سړه شی H2SO4 . 2H2O , H2SO4 . H2O او H2SO4 . 4H2O هایدرایدکرستالونه تولیدیږی چی د H2SO4 هایرنیشن سره یوځای دتودوخی ډیرمقدارمنځته راځی نوځکه کله چیH2SO4 داوبوسره مخلوطیږی بایدداحتیاط څخه کارواخستل شی له دی سببه په اوبوباندی سلفوریک اسید باید څاڅکی – څاڅکی علاوه شی . غلیظ سلفوریک اسید داوبوبخارات جذبوی نوځکه دخشک کننده ماده په توګه استعمالیږی . که چیری درقیق H2SO4 سره SO3 حل شی نوغلیظ H2SO4 (98%) ترلاسه کیږی . کم غلیظ تیزاب ( 75% ) په لاندی توګه ترلاسه کیږی .
SO2 + H2O + NO2 H2SO4 + NO
یعنی په اوبلن محلول کی SO2 د NO2 په شتون کی اکسیدیشن شویدی د (VI) سلفیتونه ډیری په اوبوکی ښه منحل دی ولی Sr (II) , Ba (II) او Pb (II) په مشکل سره حلیږی . دسلفیت (VI) اوبلن محلولونه اکثرا دهایدریت کرسپتل په ډول تولیدیږی . لکه C4SO4 . 5H2O ، FeSO4 . 7H2O . هغه سلفیتونه چی اوبه نلری په تیزابی محیط کی د SO3 اوکلورایدونوله تعامل څخه منځته نه راځی .
C4Cl2 + 2SO3 = C4SO4 + SO2Cl2
دتیوسلفیتونوله ډلی څخه دسودیم تیوسلفیت مرکب Na2S2O . 3H2O په فوتوګرافی اوطب کی ډیراستعمال ځای لری . دکیمیاوی خواصوله نظره دای سلفیتونه دمونوسلفیتونوپه شان عمل کوی چی ددوی له جملی څخه H2S2O8 ډیراستعمال لیږی . H2O2 چی په تخنیک ډیرداستعمال ځای لری په لاندی توګه ترلاسه کیږی
H2S2O8 + 2H2O = 2H2SO4 + H2S2
H2SO5 + H2O = H2SO4 + H2O2
په اوکسواسیدونو کولای شی چی کاغذ ، بوره اوپارافین په ذغال تبدیل کړی . سلفوریک اسید یوقوی الکترولیت دی . دغه اسید دوه ډوله مالګی جوړوی : نارمل مالګی ( لکه Na2SO4 ) اواسیدی مالګی ( لکه NaHSO4 ) داچی دسلفوریک اسید دجوش ټکی ( تجزیه تودوخه ) یاتودوخه لوړه دی نوځکه هغه د HNO3 , HCl , HF داسحصال دپاره پکاروړی . ګرم اوغلیظ سلفوریک اسید یوقوی اکسیدکوونکی دی . کولای شی چی ډیری فلزونه اکسایدکړی .
C + H2SO4 CO2 + 2SO2 + 2H2O
دسلفوریک اسيداستحصال
سلفوريک اسيد مهم صنعتي کيمياوي مواد دي چي د تماس محصول ( ) په استفاده سره ترلاسه کيږي. پدي ډول ډول چي د SO3 بخار د H2SO4 په داخل کی وراچول کيږي او پيروسلفوريک اسيد توليدوي.
SO3 + H2SO7 H2S2O7
دوروسته پيروسلفوریک اسید ته اوبه ورعلاوه کوی . اوپه ټاکلی غلظت سلفوریک اسید ترلاسه کوی .
H2S2O7 + H2O 2H2SO4
ددی طریقی کنترول چی سلفوریک اسید تشکیلیږی اسانتره ده نسبت وهغه تعامل ته چی په مستقیمه توګه SO3 اواوبوترمنځ صورت مومی . سلفوریک اسید روغنی مایع اوبی رنګه ده چی په 290co په حدودکی په جوش ورځی اوهمزمان په اوبه سلفوریک اسید باندی تجزیه کیږی . کله چی سلفوریک اسید په اوبوباندی واچول شی نوډیرتودوخه تولیدوی . سلفوریک اسید داوبوسره په ښه توګه تعامل کوی او H2SO4 . H2O ، H2SO4 . 2H2O او H2SO4 . 4H2O اب پوشونه جوړوی . په دی ترتیب دسلفوریک اسید څخه دنیم ګرام ماده په توګه استفاده کوی . هغه ګازونه چی دسلفوریک اسید سبره تعامل نکوی کولای شی چی دسلفوریک اسید پواسطه وچی شی . سلفوریک اسید په ښه توګه اوبه جذبوی دغه قدرت په لاندی تعامل کی په سترګوکیږی چی دهغه په موجودیت کی کاربوهایدرایت په ذغال بدلیږی .
C12H22O11 H2SO4 12C + 11H2O
سلفوریک اسید په دوه مرحله کی ایونایزیشن کیږی .
H2SO4 H+ + HSO-4
HSO-4 H+ + SO
سلفوریک اسید یو قوی الکترولیت دی . دغه تیزاب دوه ډوله مالګی جوړه وی نورمال مالګی (لکه Na2SO4) اوسودیم بای سلفات (NaHSO4) ډیرسلفاتونه په اوبوکی حلیږی ولی د Ba ، Sr ، Pb او Hg سلفایتونه په اوبوکی عملاً انحلال ناپذیری دی . د Ca او Ag سلفاتونه لږڅه انحلال پذیردی . د SO-4 ایون -2 پیژندلودپاره په لابراتوارانوکی د غیرانحلال پذیری سپین رنګه باریم سلفیت BaSO4 څخه استفاده کیږی . داچی دسلفوریک اسید دجوش (تجزیه) ټکی لوړدی نوځکه دهغه څخه دنوروتیزابونولکه HNO3 , HCl , HF داستحصال لپاره ګټه اخیستل کیږی .
په [ ] جدول کی دسلفوریک اسید ، سلنیک اوتلوریک اسید دستندردپتانشیل الکترود راکړشویدی
|
استاندردالکترود پوتنشیل |
تعامل |
|
H2SO3 + H2O εo = + 0,177
H2SeO3 + H2O εo= + 1,157
TeO2 4H2O εo= + 1,27 |
2e- + 4H+ + SO-2
2e- + 4H+ + SO- 4
2e- + 2H+ + H6TeO |
استعمال:
1. H2SO4 مهم صنعتی اسیدپه فابریکوکی استعمالیږی .
2. SO2 په صنعت کی دسفید کاری مقاصدودپاره
3. سلفر د CS2 محلل دتولید دپاره پکاروړل کییږ
4. په باروتی ټوپکانو، باروتی لولی کی اصلی ترکیبی جزد سلفردی
5. دګوګړوپه جوړولوکی اصلی ترکیبی جزدسلفردی .
6. دشین رنګه غوړیوپه استحصال کی لوی مقدارS استعمالیږی
د سیلینیم (se) فرعی ګروپ
پدی ګروپ کی د سیلینیم (se) Te, او پولونیم عناصر شامل دی .
طبیعی سرچینی :
د سیلینم مقدار په طبیعت کی 9*10-6 فیصده د ځمکی پوستکی تشکیلوی . د سیلنیم جزیی مقدار د سلفر په ځینو مخزنونو کی په نادره معدنونو لکه CU2,Se, PbSe, Ag2Se او لږ مقدار د NI, Pb, Fe, Cu په سولفیدی معدنونو کی پیداکیږی د تیلوریم مقدار په طبعیت کی 2*10-7 فیصده د ځمکی پوستکی تشکیلوی د تیلوریم جزیی مقدار د سلفر په ځینو مخزنونو کی په نادره معدنونو کی لکه AuTe2, PbTe, Ag2Te, Au2Te, Cu2Te او په لږ مقدار په Cu او Fe سولفیدی معدنونو کی پیدا کیږی.
Po رادیو اکتیف عنصر دی چی د یورانیم له تجزیی څخه تر لاسه کیږی د Se او Te د منرالونو مقدرا لږ دی نو ځکه صنعتی اهمیت نلری. د دوی منرالونه په مخلوطی ډول د سلفایدونو سره موجود دی.
دSe او Te اختصاصی منرالونه ډيرلږ لیدل کیږی طبیعی Se شپږ او Te اوه ثابت ایزوتوپونه لری. Po ثابت یا مستقر ایزوتوپ نلری د هغه د پاره په تقریبی ډول 20 رادیو اکتیفی ایزوتوپونه پیژندل شوی دی اکثراً وختونه Se او Te خالص سلفر سره یو ځای دی او د سلینیادونو او تیلورایدونو په شکل د سلفایدی په منرالونو کی وجود لری .
خواص :
د Se, Te, Po په لړ کی فلزی خاصیت زیاتیږی سلفر د بریښنا هادی ندی ولی Se او Te نیمه هادی دی. Po د فزیکی خواصو له نظره په Bi او Pb سره شباهت لریږ د دی ګروپ ټول عناصر زیاتر تر یو الو تروپی شکلونه لری. د Se خاکستری ډوله الوتروپی ډیر باثباته دی. ( د ایشدو ټکی یی 685 c0 دی او د وویلی کیدو ټکی یی 219C0 ) سیلنیم همدارنګه تور او سور رنګه موډیفکشن هم لری Se8 د S8 په شان مالیکولی جوړښت لری
Se, Te, Po په سلسله کی ارجاعی خاصیت زیاتیږی. او بر عکس د تحمض خاصیت کمیږی. د Se بی شکله فورمونه هم تصویب شوی دی Te معمولاً دفلزی شپږ ضلعی بلورونو په صورت کی لیدل کیږی چی سپین نقریی رنګ لری د Te یو بی شکله توره فورم هم وجود لری. امورف Te (نصواری رنګ) بی ثبات دی او په 25 C0 تودوخه کی په کرستلی تبلور کی تبدلیږی.
Po نرم نقریی سپین رنګه فلز دی او فلزی بریښنا یی هدایت لری.
لاسته راوړنی :
د Se او Te د استحصال اصلی سر چینی د مس الکترولیتی تصفیه ده چی په انودی لجن کی تر لاسه کیږی همدا رنګه Se او Te د دوی د 4+ مرکبونو څخه د SO2 د ارجاع په واسطه هم لاسته راځی. دغه تعامل د HCl په غلیظ اوبلن محلول کی تر سره کیږی سلفر د معدنونو څخه د Fresh Froces پواسطه اسخرجیږی پدی ډول د اوبو پواسطه تر 170 C0 پوری تودی دی د فشار پواسطه د Po 20 ایزوتوپ په اتومی بټیو کی د Bi د شعاع ورکولو چی د نیوترون پواسطه تر سره کیږی لاسته راوړی.
+ 1n0 +1e-
Chemical Reactions کیمیاوی تعاملونه :-
دسلفر، سلینیم او تیلوریم ځینی تعاملونه په لاندی ډول دی:
په همدی توګه Se او Te د فلزونو سره (د نجیبه فلزونو بغیر)تعامل کوی.
|
د s او Te لپاره n له و څخه تر 5 پوری او د se لپاره n له یو څخه تر څلور پوری قیمت دی . |
1):- nS+mM MmSn
2):- nS+S2- Sn2- +1
لپاره دتودوخی لوړدرجی ترلاندی دی ۰S
|
3):- S+H2 H2S
S>Se2 او NO2 په مخلوط سره آسانتره دی. |
4):- S+O2 SO2
TeF4 ,Se, S په غیر مستقیم صوت سره (TeF6+Te) تر لاسه کیږی
|
5):- S+3F2 SF6
6):-S+2F2 SF4
سره Br2د X2 = cl , Se , S |
7):-2S+X2 S2X2
Te , Se , S د اضافی Te, Se, Cl2 د اضافی Br2 او Te د اضافی T2 سره
|
8):-S+2X2 SX4
TeBr2 , TeCl2(فقط دبخارپه حالت ( SeBr2 , SeCl , ندی پیژندل شوی SBr2 او SCl2 فقط
ددرانده هلایدونودتودوخیز تجزیی څخه لاسته راځی |
9):- S
2Cll
2 + Cl
2 2SCl
2
10):-S+4HNO3 SO2+4NO2+2H2O
S ګرم او غلیظ نایتریک اسید یو مخلوط له So2 او SO4-2 , Se یو مخلوط له H2SeO3 (SeO2 . H2O ), او Te یو مخلوې له TeO2HNO3 تولیدوی . |
استعمال
Se ، Te او Po عمده استعمال ځايونه په لاندي ډول دي:
Se د فوتو سلونو په جوړولو کي استعماليږي. همدارنګه له Se څخه نيمه هادي جوړيږي چي د آپتيکي او اشاره ورکوونکي سامان آلاتو په بطرييو کي پکاريږي. سلينيم د رنګه ښيښي، سرامک، رنګدانو، الياژونه، فولاد او د لاستيک د ولکانش په توليد کي استعمالوي
Te ددی گروپ د عناصرو په مقايسي لږ د استعمال ځايونه لري. لکه Se د دي ګروپ د عناصرو په توليد کي استعماليږي.
د ایزوتوپ(زيړ T1/2 = 138.4) د الفا ذری د سرچینی په توګه په کار وړي.
کلیدی مفاهیم
:Allotropyآلوتروپي د يو عنصر دوه يا څو شکله څخه عپارت دي چي يو شان فزيکي حالت ولري.
Contact Process: (د تماس عملیه) هغه عملیه ده چی د سلفوریک اسید په توليد کي پکاريږي چي په هغه کي SO2 د یو کتالیزاتور په مجاورت کی SO3 بخار په H2SO4 کي حليږي. تر لاسه شوي H2S2O7 د اوپو پواسطه رقيق کيږي او H2SO4 لاسته راځي.
Frash Process: د فراش عمليه چي په هغه کي ويلي شوي سلفر د معدن څخه استخراجيږي.
:Peroxy acidپر اکسي اسيد، هغه اسيد دي چي د هغه د ماليکول په يوځاي کښي پر اکسي ګروپ() وجود ولري.
Photochemical Pollutants :د هوائی تعاملونو په جریان کی د لمر د رڼا په وسيله توليديږي.
د فصل لنډيز
په عناصرو کي اکسيجن تر ټولو په طبيعت کي په پراخه پيمانه وجود لري. اکسيجن په صنعتي ډول د هوا د مايع جوړولو د تقطير څخه توليديږي او لږ مقدار د اوبو له الکتروليز څخه هم لاسته راوړي. په لابراتوار کي اکسيجن د هغو ترکيبآتو چي ډير مقدار اکسيجن لري(د لږ فعاله فلزونو اکسايدونه، پراکسايدونه، نيترانونه او کلورايتونه) د تودوخي په ورکولو سره لاسته راځي.
اکسيجن څلور مختلف آيونونه توليدوي. د اکسايد آيون ( ) سوپراکسايد آيون( ) پراکسايد آيون( ) او زونيد آيون( ). ټول فلزونه(بيله Ag, Au او لږفعال فلزونه ) د اکسيجن سره ترکيبيږي. ټول غير فلزونه مستقيما د اکسيجن سره ترکيبيږي(بيله هلوجنونو او نجيبه غازنو څخه).
اکسيجن په دوه آلوترپي حالت کي وجود لري يعني O3 او O2.
د سيلنيم او تيلوريم مشابه مرکبونه هم وجود لري.(که څه هم تر اوسه خالص تيلور اسيد ندي ترلاسه شوي)
د سلفر +6 مهم ترکيبونه د H2SO4, SO3 څخه عبارت دي چي په صنعت کي ډير د استعمال ځاي لري.
Se او Te هم کولای شی +6 اکسی اسیدونه او ترای اکسایدونه تولید کړي. +6 ولانسه پيروسلفوريک اسيد، پراکسايدونه، تيوسلفاتونه هم د سلفر ترکيبونه مهم ګروپونه دي. په همدي ترتيب د Te, S او Se استعمال ځايونه هم په ګوته شويدي.
دفصل پوښتنی :
1. داکسجن خواص تشریح او ولیکی چی څرنګه عنصردی اودهغه کوم اوربیتالونه دکیمیاوی په رابطوجوړولوکی برخه اخلی ؟
2. دشپږم ګروپ په عناصروکی داکسیدیشن نمبرڅه قسم دی ؟
3. دسلفراوسیلینوم مالیکولی فورمول ولیکی اوهم په شپږم ګروپ کی عناصروکی کوم یویی رادیو اکتیف خاصیت لری ؟
4. د Na2O2 مرکب په کوم نوم یادیږی اود O2 اکسیدیشن نمبرڅودی ؟
5. داکسجن اودالکالی فلزاتودتعامل کولومحصول کوم مرکبات به وی . دکیمیاوی معادلوپه ترڅ کی یی وښیی ؟
6. دلاندی مرکباتوداکسیدیشن نمبر، دمرکب نوم اوالکترونی جوړښت ولیکی ؟
SO3 , SO2 , SCl2 , S2CL2 , S8 , H2S
7. داوزون یا O3 الکترونی جوړښت ولیکی ؟
8. دسودیم کاربونات Na2CO3 اوسلفردتعامل کولوداوبوپه موجودیت اوداوبوپه نه موجودیت کی کوم مرکبات تولیدیږی دهغودتعاملاتومعادلی ولیکی ؟
9. که چیری کوم سلفایت دمالګی له تیزابوسره معامله شی ، دهغه د تعامل معادله ولیکی ؟
10. که چیری سلفرته 445C0 حرارت ورکړل شی په هغه کی به کوم تغیرات رامنځ ته شی ؟