ازموینه د زده کوونکوله انده

ليکونکي :   پوهندوي ديپلوم انجينر رکن الدين (مشکانى)

) ساحوي څيړنيزه مقاله)

لنډیز:

       دا یو څرګند واقعیت دی چی  ازموینه یو با ارزښته پدیده ده چی د ازمویني وروسته زده کوونکی د امتیاز خاوند ګرځی او خاص قیمت اخلی د ازموینی په هکله داسی تعریف شویدی ( ازموینه هغه وسیله ده چی مونږد هغه په کومک د زده کوونکو زده کړی ترارزوني لاندی نيسو ) یا په بل عبارت ټول هغه وسیلی او ابزاروته چی د اطلاعاتو د راټولولو په خاطر په کار وړل کیږی ازموینه ویل کیږی.

    د یوي ازموینی سوالونه  هغه وخت ښه وی چی ښوونکی د زده کړی د اهدافو د ترلاسه کولو او د ځان ارزونی په باره کی مناسب او په زړه پوری طریقی غوره او دهغه په هکله په د قیقه او ژوره توګه فکر وکړي او په هراړخيزه توګه د زده کړی او ازمویني تر منځ چی کومي اړیکی وجود لری په نظر کی ونیسی.

     واضح خبره ده چی د ازموینی څخه مخکی بايد ازموینه اخستونکی د ازموینی لپاره ځینی ټکي د ازموینی ورکونکو (شاګردانو) د توصیی لپاره ولري .

     د مثال په توګه زده کوونکی دي وهڅوی چی خپل د استراحت کړنلاره سمه کړی ،مناسبه غذا وخوری د ازموینی لپاره آماده ګی ولری، د ازموینی په مقرراتو ځان پوه کړی، خپل وخت بیځایه مصرف نکړی ،د ازموینی د اخستلو په څرنګوالی کي معلومات ولری او داسی نور. پورته ټکی کولای شی چی مونږ لاندی دوو اساسی هدفونو ته ورسوی:

·         د زده کړی هدف ( زده کړیز هدف) – د زده کولو طریقی ته انکشاف ورکوی

·         په مختلفو سویو کی د زده کونکو پرمختګ او ارتقاء هدف ټاکل او برياليتوب تر لاسه کولو او دزده کوونکو اوښوونکو د کارد پايلو محصول .

کلیدی کلمات :

·         د ناهيلی او شخړی کمول .

·         انتخابی ازمویني.

·         انشایی یا تشریحی .

·          مقابله یی او اضطراب .

سريزه :

   یو له هغه طریقو څخه چی کولای شی مونږه خپل ټاکل شوی اهدافو ته ورسوي ساحوی څیړنه ده . دا څیړنه د ښوونی او روزنی پوهنځی په دووبيلوبيلوټولګیو او دوو مختلفو رشتو کی ځما ( پوهندوی د یپلوم انجینر رکن الدین (مشکانی) ) له خوا تر سره شویدی . د ازموینی په باره کی او د تر لاسه شوی نمری د اخستلو څرنګوالی ما د کیمیا په څلورم ټولګی کی د څلورو تنو محصلانو سره شریکی کړی چی د څو سوالونو د طرحی کولو په ترڅ کی لاندی پايلي تر لاسه شوي:

·         لمړی محصل په ټولګی کی اول نمره دی چی خپل د حاصله نمروڅخه راضی او خوشحاله معلومیده او ۹۰٪ تر لاسه شوي نمری خپل د زيار او توانایی نتیجه بولی او وایی چی فقط یوازی پخپل زور او مټ می دا نمری تر لاسه کړیدی.

·         دوهم محصل دوهم نمره و چی په دی امتحان کی پنځم نمره شو . چی تقریباً 86٪ نمریي ترلاسه کړیدی چی خسته معلومیږی. خپل مشکل د استاد په غاړه اچوی او ادعا لری چی  زماپه صنفی پروژه او کنفرانس په ارائه کی چندان توجه صورت ندی موندلی او زه پخپلو نمرو  قناعت نلرم.

·         دریم محصل چی په تیره ازمونه کی دیارلسم نمره و او په دی امتحان کی 78٪ نمری اخستی دی او شپږم نمره کڼل شویدی د امتحان د څرنګوالی څخه کاملاً راضی و

·         ځلورم محصل چی په امتحان کی 67٪ نمری تر لاسه کړیدی ډیر ناراض و او په دوو مضمونونو کی کریدت شوی ندی او ادعا لری چی زمونږ په صنف کی عدالت تامین ندی او نمري د لیاقت او استعداد پر اساس ندی راکړل شوی همدا رنګه  د اداري او ممیز بیځایه خشکی او پټکی زما اعصاب را خراب کړی او حتي زماحافظه یی راګډوډه کړيده .

 دويم :د بیولوژی رشتي په څلورم صنف کی د 6 تنو محصلانو سره مطرح شوی سوالونو نتیجه په لاندی ډول ده:

·         هغه محصل چی د حاضری په 3 شمیره کی لیکل شویدی د امتحان د څرنګوالی او د خپل ترلاسه شویو نمراتو څخه کاملاً راضی دی ځکه چي ده له 96 ٪ څخه زیاتي نمری تر لاسه کړیدی .

·         یو بل محصل چی آتم نمره دی وایی : ما په دی امتحان کی ډیری خواری وکښلی چی باید 3 ویا 4 درجی ته ورسیږم ولی متاسفانه و 9 درجه  ته می تنزیل وکړ او تقریباً 70 ٪ نمری می ترلاسه کړیدی دي دا علت د استاد په بی توجهی او د نمره ورکولو په عدم شفافیت کی وینی او همدا ډول انګيري. همدارنګه وایی چی انتخابی سوالونه ډیر سره نږدی شباهت لرله او د ځوابونو تفکیک ډیر مشکل و نو ځکه ومی نشوای کولای چی ښه نمری ترلاسه کړم چی نمره مي 70٪ شوه.

·          بل محصل چی د حاضری په 20شميره کی ثبت دی د امتحان له طریقی څخه کاملاً راضي دی او وايي :هغه کسان چی د لوړو نمرو ادعا لری باید ډیر زیار وباسی ترڅو ښه نمره تر لاسه کړی که نه زه پخپله د امتحان څخه راضی یم اوا متحان په شفافه توګه اخيستل شویدی.

·         يوبل محصل چی د حاضری په 30 شمیره کی ثبت دی د 20 شمیره محصل ادعا تائیدوی او علاوه کوی هغه کسان چی زیار نه باسی په طبيعی ډول د دوی د امتحان نتایج ضعیف دی او وروستی محصل چی د حاضری په 40 شمیره کی ثبت دی د خپل د نمراتو له وضعیت څخه ناراضی دی او شدیداً انتقاد لری ځکه دي په 3 مضامینو کی  عدم کریدت شوي دی .

او د خپل دعدم کریدت موضوع د استادانو غاړی ته اچوی او وایی چی استادان ډیر زیار نه باسی او کافی اماده ګی نه نيسی . ځکه ما ونشوای کولای  هغه نمری تر لاسه کړم چی می غوښتلی.  هیله کوم چی ځینی استادان د محصلانو د غه مشکلاتو ته توجه وکړی تر څو دغه لوی کموالی او نقيصه لیری شی .

په دی مقاله کی کوشش شویدی چی اصلی سوال ته، چی په امتحان کی د محصلینو شخړی دی همه جانبه بررسی او قناعت بخښوونکی ځواب ورکړل شی .

       او دا د تعجب ځای ندی چی زده کوونکی ازموینی او ارزونی ته ډیر اهمیت ورکوی. زده کوونکی په مختلفو دلائلو مینه لری چی لوړی نمری تر لاسه کړی. لوړی نمری په ځینو ځايونو کی دوی ته خاص امتیازات په لاس ورکوی خصوصاً په غربی نړی کی د ځینو شیانو په رانیولو کی تخفیف ورته ورکول کیږی او داسی نور . خو متاسفانه زمونږ په ځوړیدلی او بد بختی ټولنه اوهیواد کی دا ډول ّهڅونه او تشويقونه وجود نلری .

 

 

 

د زده کوونکو ( محصلینو) د ناهیلی او شخړی کمول:

     اکثره تازه کاره او نوی استادان د امتحان د اخيستلو نه وروسته د محصلینو( شاګردانو) تر شخړی لاندی نیول کیږی دغه امر په ټولگي کی داستاد د اعتماد د کمی باعث ګرځی او په نتیجه کی د زده کړي د جریان د اختلال سبب کیږی. بناً د شخړی د مخنيوی لپاره د اصولو او ارزښتونو طریقی پیژندل ډیر ضروری دي.استاد باید ډیر کوښښ وکړی څوتر ممکنه  حده پوری د شخړی مخه ونيسی. داسی کار دی ونکړی جی زده کوونکی عصبانی او په غوسه شی، ځکه په دی صورت کی دهغه موقعیت د یو پیدا ګوک په حیث تر سوال لاندی راځی . د دغه مشکل روښانه حل به دا وی چی د امتحان د اخستلو په وخت کی، شاګرد ته لارښوونه وشی او هغه امید وار کړی . باید تاکیدو شی چی په صنف کی مشارکت شاګردو خپلو اهدافو ته ښه رسولای شی ،همدا رنګه شاګرد ته د امتحان د اخيستلو طریقی وښودل شی دکورس دشروع څخه دمخه په کورس پاليسي کي  دا کار بايد ترسره شي .که چیری یوازمایښتی ازموینه چی نمره ونلری واخيستل شی په دی برخه کی یو ښه لارښود دی .

     دوامداره ارزونی شاګرد ته کومک کوی تر څو خپل پرمختګ وسنجوی او کومک کوی چی مشکلات وپیژنی او په نتیجه کی د امتحان په وخت کی د شاګرد سره نا امیدی اواضطراب لږ کړی .

    (( شاګردانو ته ووایاست چی د امتحان د اخيستلو لپاره مختلف د لائل وجود لری .او یواځی د شاګردانو د نمره اخستل ندی بلکی امتحان د یادولو او د اشتباهاتو  د اصلاح لپاره یوه وسیله ده تر څوشاکردان په راتلونکی کی دغه اشتباه ګانی تکرار نکړی او د دوی د زده کړی او یادو لوسطح پورته لاړ شی او همدا رنګه امتحان د شاګرد دارزونی یوه وسیله ده . د شاګردانو د فعالیتونو مسیر  د امتحانونو پواسطه ټاکل کیږی 4/51 په دی صورت له دوی نه داسی امتحان واخلی چی جزیات یی حفظ کړی او په امتحان کی هیڅ ډول تجزیه او تحلیل پکاريو نه سی البته دا یو مسلم واقعیت دی چی داډول  امتحان بی ارزښته دی ځکه شاګرد یواځی مطلب یی بی لدینه چی پوه شی او درک کړی حفظ کوی اوڅه مودي نه وروسته یی هیره وی ، اما که چیری له شاګردانو څخه ډیر انتطار لری شي خپل اهداف ښه واضح کړی او اطمینان تر لاسه کړی. چی ددی امتحان پواسطه دغه اهداف ارزیابی کوی اود هر امتحان نه مخګی دغه اهداف شاکرانو ته یادونه وکړی شي د امتحان دستور العمل باید دغه موارد وښیی چی دامتحان وخت څومره دی؟ هغه شاکردان چی څو جوابه امتحان ورکوی حق لری پوه شی چی دغه امتحان صنفی نمره لری او کنه  ؟

      پدی معنی چی که چیری کوم سوال چی دهغه په جواب باندی نه پوهیږی په چانسی ډول یو جواب انتخابوی او هغه هم اشتباه وی پدی صورت  کي ايا د دوی نمری کمیږی یا خیر ؟

       کله چی شاګرد په دستور العمل باندي ښه پوه شی نو ددوی دغه اضطراب او پریشانی لری کیږی. ماته پخپله دا په اثبات رسیدلی چی ښه کار دادی چی دامتحان نه یوه ورځ مخکی شاګردانو ته دامتحان په هکله معلومات ورکول شی اودامتحان د اخستلو څرنګوالی ( خصوصاً څوجوابه سوالونه) د یو څو مثالونو په را وړلو کی د دوی سره شریک ګړای شی همدارنګه کورس پاليسي،صنفي ارزونه،کورني دندي،محصل محوري اود سمستر اخرين درس په جريان کي د محصلانو ستونزو اومشکلاتوته رسيدګي وشي.

د څو جوابه (چندګزینه ای) امتحان اخستل:

       هغه شاګردان چی څو ځوابه امتحان ورکوی دا د قطعه بازی ( ورک بازی) وضعیت لری. پدی ډول ازموینه کي لکه دورقی بازی ،شاګرد په داسی یو موقعیت کي قرار نيسی چی باید یو درست ځواب انتخاب کړی که چیری انتخاب درست وی نو باید د ی خپل حد اقل چانس وازمویی .د بازی په ورقی کی که چیری تاسی پوه شی چی تاسی درقیب (مقابل لوری) په لاس کی څه ډول ورقی دی نو ستاسو د ګټلو چانس به ډیر وی او په انتخابی امتحان کی که چیری په مطالبوباندی ښه پوه شی ستاسود ګټلو چانس هم زیات دی پس باید ډیر مطالعه وکړی ترڅو مطالب ښه زده کړی .ولی داسی وخت هم پیښیږی چی تاسی په مطالبو باندی ښه پوهیږی نو بیا هم مطمئن نه یاست چی د ټولو سوالونو ځواب درست انتخاب کړی دي. په دی موقعیت کی ځینی روشونه کولای شی چی تاسو ته د درست انتخاب په هکله لارښوونه وکړی. ځيني شاګردان په څلورځوابه سوالونوکي  پدي هم اشتباه کوي چي ځوابونه ډير نږدي اومشابه وي.ټول ځوابونه نه لولي.لومړي ځواب چي ولولي هغه راسا په نښه کوي ،کيداي شي سم ځواب دوهم ،دريم يا څلوروم وي.

         د څو ځوابه انتخابی امتحان په مورد کی، زه خپل شاګردانو ته دا توصيه کوم چی لومړی هغه سوالونو ته ځواب ورکړی چی پوهیږی. دغه کار ددی سبب کیږی چی دوخت دضايع کيدو مخه ونیول شی .په دوهمه مرحله کی هغه سوالونه چی ښه نه پوهیږی په دقت سره ولولی ټول ځوابونه یو وار تر پایه وڅیړی او هغه انتخاب چی په هغه کی اشتباهي فکر کوی حذف (لیری) کړی.

       په څلور ځوابه سوالونو کی که چیری دوه انتخابونه یی لیری کړی له باقی دوه انتخابه ستاسو د درست انتخاب چانس 50٪ وی. کله چی د امتحان پارچه مو تکمیل کړی یو ځل بیا ټول سوالونه تکرار کړی تر څو اطمینان تر لاسه کړی چی د درست ځوابونو په انتخاب کی مو کومه اشتباه نه وی کړی.

تشریحی امتحانونه:

      په تشریحی ځوابونو کی ښه لیکنه او د لیکلواصولو مراعات کول ضروری دي. ځکه که چیری ګرامری نکات مراعات نشی استا د ځواب په فهم او درک کی د اشتباه سره مخامخ کیږی او ستاسی نمری کمیږی. شاګرد د لیکلو د زده کړی مسؤلیت لری نو ځکه زه خپله دا عادت لرم چی دنمري ورکولو په وخت کی درست لیکل، واضح او روښانه لیک په نظر کی نیسم .

      پدی ډول امتحانونو کی شاګردانو ته باید لازمی ، ضروری او ګټوری یادونی وشی د مطالبو په ارتباطاتو ،مفاهیمو او د مطالبو کاروړلو باندی پوهیدلوباندي معمولاً شاګردان مشکل لری. د استاد او د شاګردد ذهن د پوهي په جوړښت کی تل توپیر وجود لری. شاګردان خپله پوهه د تیرو کورسونو په تجاربو پوری تړلی ګڼی نو ځکه ځینی یادونی ( تذکرات) په تشریحی امتحان کی ډیر ګټور دی ،ځکه ددی سبب کیږی چی شاګردان پخپله اشتباه باندی پوه شی. که چیری یادونی، د شاګردانود دلسردی سبب کیږی، نو پدی صورت کی د زده کړی اهداف نه ترلاسه کیږی،بناپردی استادان باید د شاګردانو انګیزی هم په نظر کی ونيسی. د شاګردانو غلط اندیشی دوی ته وویل شی اما نه په تکراری توګه. تشویق او لارښودنه دواړه په يوه وخت يود بل سره د شاګردانود پرمختک لپاره گټۀ ځني واخيستل شی. شاګردانو ته باید د پرمختګ انګیزه ورکړو او دوی باید پوه کړو چی ددوي د فهم او د سوالونو تجزیه او تحلیل ترمنځ توپیر وجود لری. یو شاګرد کیدای شی د سوال څخه ښه درک ولری اما د ځواب په وخت کي ونشی کولای چی هغه  تجزیه او تحلیل کړی یا په درست ډول هغه ته ځواب ورکړی . په دی حالت کی استاد باید شاګرد پوه کړی چی د سوال فهم او درک یو شی دی اوتجزیه او تحلیل بل شی دی . پدی صورت کي د شاګردانو پریشانی زیادتره له منځه څخه ځی. کله چی پارچی ځينی ټولی شوی له دوی نه وغواړی ،هغه څه چی يي له امتحان څخه زده کړيدي په لنډ ډول ولیکی او همدارنګه ولیکی چی د لازیات پرمختګ لپآره کومو څیزونو ته ضرورت لری.

د امتحان د اضطراب سره مقابله :

    تاسی تراوسه په ژوره توګه پدی  موضوع باندی فکر کړیدی چی کوم عوامل د شاګردانو د بیری او اضطراب په نسبت د امتحان په باره کی موثروو؟ استاد وظیفه لری پدی مورد کی خپلو شاګردانو سره کومک وکړی او دوی ته د امتحان د اضطراب او بیری د کمی په خاطر ګټوري لارښووني وکړی دغه لارښوونی د شاګردانو د اضطراب د کمی سبب ګرځی .

د خوب او استراحت د پروګرام تنظیم:

    ځینی په دی باور دی چی د امتحان  په وخت کی د مطالعی لپاره باید خوب ونشی یا لږ خوب وشی دغه کار د ذهن د ستړيا او د لوستل شوي مطالبو د هیریدو سبب ګرځى.حتي دازمويني په شپه بالکل استراحت وشي( مطالعه ونشي)

دډير او ګډ وډ خوراک څخه پرهیز:

    په خوراک کی افراط او تفریط ناوړه عواقب لری، مناسبه تغذیه ، خوب او استراحت ، روحی او جسمی اماده ګی د امتحان لپاره ضروری ده.

د امتحان لپاره آمادګی :

د ټول تحصیلی کال په جریان کی یوه پلان شوی مطالعه او د مطالعی دټولو درستو روشونوپراساس مطالعه کول

وړاندیزونه :

      درسی مطالب په کراره او د جاری کمتر په جريان کي تکرار کړی، د اصلی درس د مهمو ټکو په یادول او د هغه د دائيمی تکرار سره تاسی کولای شی چی ځان امتحان ته آماده کړی خپل له یاد  داشتونو څخه لنډ او فشرده یاد داشتونه واخلی تر څو ذهنی بیا رغونه او د مطالبو تکرارتاسو ته ګټور تمام شی د امکان په صورت کي د تیر کال سوالونه ځانته راټول کړی ځان د سوالونو د طرحی سره بلد کړئ، امتحانی او ازمایښتی سوالونه طرحه کړی همدارنګه کولای شی چی د صنف د قوی او ضعیفو شاګردانو څخه وغواړی چی دوی هم په دی کار کی تاسوسره کومک وکړی او یو شمير سوالونه مطرح کړی. د هر کار نه وروسته ژوره اود قیقه مطالعه او امتحانی سوالونو په طرحه کولو کی (......) ځان تشویق کړی.

ښه به داوی هغه کړنی چی موتر سره کړیدی او یا پای ته رسولی دی یاد داشت کړی او یا هغه په یو مجمع کی بیان کړی. د امتحان نه مخکی په صنف کی د درس وروستی جلسی کي اشتراک وکړی ځکه په دی وخت کی ډیر سوالونه مطرح او ښه توضیح کیږی .

دتیت او پرک اضطرابونوڅخه  مخنیوی او پرهیز:

د مثال په توګه د امتحان په شپه فوتبال مسابقی ته او یا تلویزونی درامی ته مه ګوری (خصوصاً هندی ،ترکی یا امریکایی درامی چی بی اندازی ډیری شویدی )

که چیری مخکنی امتحان مو ښه نه و تیر شوی د هغه اندیښنه مه کوی او دهغه تحلیل بل مناسب وخت ته وسپاری . د امتحان طرزالعمل تل تر نظر لاندی ونيسی ځکه د هغه رعایت او اجراء کول ستاسو د لابریالتوب او د اضطراب د کمی سبب کیږی .

ددی ځینی عوامل پدی ډول دی .

·         په موقع او ټاکل شوی وخت د امتحان صحنی ته حاضرشی او آزمويني له پیل کیدو نه مخکی په آسوده خاطرخپل ځاى  کي کښینی

·         ټول هغه ممکنه او ضروری وسائل چی په آزمويني کی ضرورت وي د ځان سره د آزمويني صحنی ته راوړی

·         د استاد او ممتحن ټولی لارښونی او د ستورنو ته ښه غوږ ونسی.

·         کله چی تاسو ته د امتحان سوالونه درکول کیږی ډیر په چټکی سره په لیکلو پیل مه کوی.

·         یو ځلی ټول سوالونه په تیزی سره وګوری ، لومړی د ساده او آسانه سوالونو ځوابونه ولیکی او وروسته بیا مشکل سوالونو ته ورشی .

·         د سوالونو ټاکل شوی وخت ته دقت وکړی تر څو د وخت د کمی سره هم مخامخ نشی .

·         د ځوابونو په لیکلو کی په دقت سره عمل وکړی داسی وانګیری چي تاسی دغه د امتحان پارچی تصحیح کوی او نمری ورکوی.

·         په یاد ولری تل یو ضعیف او ناقص ځواب له هیڅ نه بهتر دی که چیری د یو سوال په ځواب نه پوهیژی یا ستاسو ذهن ته نه راګرځی د هغه په باره کی هر څه چی ستاسو ذهن ته راځی په چټل نویس کاغذ کی ولیکی په دی توګه په تدریجی ډول ښائی د ځینو برخی تاسو ذهن او یاد ته راشی.

·         کوشش وکړی چی ژر پارچه ورنکړی اود سوالونو او ځوابونو په هکله فکر وکړی که چیری کومی نقطی درڅخه پاتی وی ویی لیکی.

·         يو ځل د ځواباتو پاڼي په آخر کي ولولي چه په مابين او يا پاي کي مو کوم سوال له ياده نوي وتلي.  

نتیجه :

موجوده څیړنه ښيي چی د ښوونی او روزنی پوهنځۍ د دوو صنفونو د ساحوی څیړنو په پايله کی تر سره شویده، ښیی چی مناسب ترینه او روښانه ترینه ازموینه د امتحان په طریقی پوری اړه لري چی په صنف کی تر سره کیږی. د امتحان په ميتود نه پوهيدل ناوړه عامل دى. نو ځکه ضروری دی چی استادان په یو شفافه او مناسبه کړنلاره د خپل امتحان څرنګوالی او طرز لعمل په صنف کی تشریح کړی تر څو د شاګردانو بیره او وارخطایی له منځه لاره شی(د کورس پلسي سره سم آزموينه واخستل شي او ارزونه وشي)  

همدارنګه شاګردان په دی باید پوه شی چي آزمويني  دامتحان هدف،د زده کړی پرمختګ، ارتقا‌ءاو زده کړی دمشکلاتوحل دی په دی صورت کولای شوچی شفافه روحیه او ښي روزنی زمینه مساعده کړو  اوهیڅ څوک پیدا نشی چی و وائی دامتحان فضا نامناسبه وه او دقیقاً حق تلفي موجوده وه .

لاندی موارد کولای شی چی دیوښه امتحان په اخیستلوکی موثرواقع شی .

۱ :- شاګردانو ته درسی مطالبونه علاوه، د امتحان داخيستلو طریقه وښیاست.

۲:- اطمینان تر لاسه کړی چی امتحان دتعلیمی، اهدافو سره اړیکی لری.

۳:- شاګردانو سره کمک وکړی  چی له امتحان څخه دزده کړی د فرصت په حیث استفاده وکړی.

۴:-بايد استاد کوشش وکړی چی داسی کارونه ونه کړی چي د شاګردانو دعصبانیت  سبب وګرځی.

۵:- په صنف کی شاګردانو ته مشارکت ورکړی تر څو دشخړو مخنیوی وشی.

۶:- تعلیمی او تر بیوی اهداف د کال په پیل کی شاګردانو ته تشريح شی

۷:- په خپل دستور العمل کی دهر ځواب په مقابل کی مناسب قمیت (نمره) و ټاکی ترڅو شاګردان په اضطراب اخته نشی .

٨:- دسوالونو شمير زيات او د کورس د شروع څخه تر پايه پوري محتويات په برکي ونسي .

٩:- د آزمويني پورتين مختلف ډولونه او اشکال ولري تر څو دټولو شاګردانو دپاره مناسبه فضا رامنځته کړي.

ماخذونه:

1 – ( مشکاني) پوهندوي ديپلوم انجينر رکن الدين (په اجتماعي علوموکي د څيړني روش) لکچرنوتونه 1390        

2 - (عثماني)   الحاج پوهنوال عصمت الله            روش تحقيق درعلوم اجتماعي      1389 ه.ش

3 –     عباسی، عبدالحمیدخان                               اصول تحقیق                    لاهور        2003  م

4 -       پوهنتون هرات                     فصلنامه پژوهشي انديشه                         1389 ه.ش