1 – 3  تجربه  دکلورین غاز استحصال

 دضرورت وړ لوازم :

*        ګردفلاسک

*        قیف کینول

*        نلی زنوخم

*        دغازجار

*        تیست تیوب

*        دحرارت منبع

*        شیشی میله

*        دمالګی تیزاب ( HCl )

*        مینګانیزدای اکساید MnO2

*        پوتاشم بروماید ( KBr ) محلول

*        دګلاپ رنګه پاڼی یاوړی 

*        لتمس کاغذ

اوداسی نور...........

کیمیاوی تعامل  :

MnO2 + 4HCl                     MnCl2 + Cl2 + 2H2O

عمیله  (Method)  :

په یوګرد فلاسک کی لیږه اندازه مینګانیزدای اکساید ( MnO2 ) واچوی فلاسک په خوله کی یوه شیشی نلی چی کوږ شکل ولری اوبل قیف کینول په داسی ترتیب سره پکی بند کړی چی مات نه شی اوهوا ورڅخه تیره نه شی دکارک دیوسوری څخه قیف کینول داسی تیرکړی چی د قیف کینول لاندینی حصه په تیزابوکی ډوبه شی بیانوداټول سامان کلک کړی اوکه دکوم ځای څخه هوا راتله دفلاسک اوکارک ترمینځ نوپه موم (wax) سره یی بند کړی .

بیا د قیف کینول په ذریعه دمالګی تیزاب  ( HCl ) ورعلاوه کړی اوحرارت ورکړی وبه ګوری چی عمل (Reaction) شروع شی اوکلورین غاز دفلاسک څخه په غاز جار کی جمع کیږی په همدی ترتیب به دری ، څلورغاز جار څخه ډک کړی .

نتیجه :

دغازرنګه شین بخن غوندی وی ، نیلالتمس په سوررنګ تبدیل وی ځکه داغاز اسیدی دی یعنی تیزابی دی ، دفاسفورس یوه ټوټه ورواچوی نوپه تیزی سر سوزی دغاز څخه ډک غازجار ته پوتاشیم بروماید محلول ورواړوی او ښه یی وښوروی ددی رنګ به تبدیل شی او نارنجی به شی .

2KBr + Cl2                           2KCl + Br2

 

پاملرنه :

1.      مینګانیزدای اکساید په کمه اندازه کی ورواچوی .

2.      دغاز ډکولودپاره وچ اوخالی ( تش ) غازجار استعمال کړی .

3.      کلورین زهری غاز دی هیڅکله دامه بوی کوی .

 

سوالونه اوځوابونه :

1.      سوال  : ایادکلورین غاز رنګ لری ؟

ځواب : کلورین غاز شین بخن زیړرنګ لری اوتیره تندمخ تریخ بوی لری .

2.      سوال : دکلورین غازته رنګه دنبات پاڼی ورنږدی کړونوڅه به وشی ؟

ځواب : که چیری ګل یادهغه رنګه پاڼی دکلورین غاز څخه ډک غازجار ته داخل کړونوهغه به بی رنګه شی ځکه کلورین څخه په ( Bleaching ) کی په کاروړل کیږی.

4 – 1 تجربه دکاربن ډای اکساید غاز استحصال :

وړلوازم

*        وولف بوتل

*        کارکونه

*        قیف کینول

*        خم دارنلونه

*        دچونی اوبه دسنګ مرمرټوټی یا HCl , (CaCO3) یاهایدروکلوریک اسید

*        ابی اوسورلتمس کاغذ

*        ماچس ( دتیلیوډبل)

*        غازجار

اوداسی نور...........

عملیه (Method):

په یووولف بوتل کی سوری لرونکی کارکونه بندکړی په وولف بوتل کی دسنګ مرمر (CaCO3) ټوټی واچوی . دبوتل په یوه خوله کی قیف کینول بند کړی اوددی قیف کینول پواسطه HCl یاهایدروکلوریک اسید ورواچوی نوکومه خم دارنل چی دبل سوری کی موپټ کړی ده دهغی بله خوله په غازجارکی کیږدی نورلوازم هم بندکړی .

نودقیف کینول په ذریعه تیزاب (HCl)  دسنګ مرمر (CaCO3) په ټوټوکی کم ورواچوی نودخم دارنلی بل سر چی په غازجار کی موداخله کړی ده نوغازجارکی به هم غاز جمع کیدل شروع شی . کله چی دغازجاریاسلندر خولی ته لیږیدلی اورلګیت یا ، اورمنبع نږدی کړو نوهغه فوراً مړکیږیددی څخه دکاربن ډای اکساید موجودیت معلومیږی . څوغازجارونه دغازڅخه ډک کړی اوپه میزیی کیږدی اوبیادخواصومطالعه کولودپاره څوتجربی اومشاهدی سرته ورسوی .

پاملرنه

1)      : دسنګ مرمر(CaCO3)  ټوټی اول باید پریمنڅل شی . 

2)      : دقیف کینول نلی سرباید په مایع کی ډوب شی .

سوالونه اوځوابونه :

1)      سوال : دکاربن ډای اکساید پیژندګلوی څنګه کیږی ؟

ځواب : دادچونی اوبه شیدویی شکله کوی اواورمړکوی.

2)      سوال : کاربن ډای اکساید غازتیزابی وی یا القلی داڅنګه ثابت کیږی ؟

ځواب :  داتیزابی دی ځکه چی اوبو کی CO2 محلول ابی لتمس سور کوی .

5 – 1 تجربه  داکسجن غاز استحصال :

وړلوازم

*        فلاسک

*        اورلګیت

*        سپرټ لیمپ یاداورمنبع

*        کاربن یاسکاره

*        شیشه یی نل

*        غازجار

*        تست تیوب سټنډ

*        کارکونه

*        کاشوغه

*        پوتاشیم کلوریټ

*        منګانیزډای اکساید

*        سور اونیلالتمس کاغذ

عملیه :

په یوشیشه یی فلاسک یاتیست تیوب کی دپوتاشیم کلوریت څلورحصی اومنګانیزډای اکساید یوه حصه تناسب مخلوط سره جوړکړی اوفلاسک ته یی ورواچوی اوس دفلاسک یاتیست تیوب په سرکی کارک بند کړی داسی کارک چی شیشه یی نل پکی تیر شوی وی. یا په خپله کارک سوری کړی اوشیشه یی نل په کی ولګوی اولوازم دشکل مطابق سره جوړکړی اوس تیارکړی شوی لوازم دحرارت په منبع یاسپرټ لیمپ سره ګرم کړی نووبه ګوری چی اکسجن غاز دفلاسک څخه بحر راوځی نوغازجار راواخلی دفلاسک څخه راوتونکی غاز څخه یی ډک کړی په همدی ترتیب دری یاڅلورغازجار د غاز څخه ډک کړی .

 

 

نتیجه:

یولګیدلی اورلګیت یاسکاروانګار غازجار ته ورنږدی کړی نواوربه اواخلی چی داور اخیستل عبارت داکسجن څخه دی . یولتمس کاغذغازجارته ورداخل کړی نوهیڅ تغیربه پکی رانه شی نواکسجن په لتمس کاغذ هیڅ اثرنه لری .

پاملرنه

1)      ډیراحتیاط کوی چی هغه مواداستعمال کړی چی اکسجن ولری لکه پوتاشیم کلوریت چی 40 %  فیصده اکسجن لری اوپه اسانه تری لاس ته راشی .

2)      احتیاط وکړی چی دګرموشوی شیانوسره اوبه ونه لګیږی که نه نوماته به شی .

سوالونه اوځوابونه :

1)      سوال : مونږڅه پوهیږوچی دغازاکسجن دی ؟

ځواب : که چیری یوارولګیت یاانګارچی لګیدلی وی دفلاسک نل یاغاز جار ته ورنیږدی کړونواوراخلی نوڅرنګه چی اکسجن داور په بلولوکی مرسته کوی خوداغازجار ته ورنیږدی کړونواوراخلی توڅرنګه چی اکسجن داورپه بلولوکی مرسته کوی خوداغازهم اکسجن دی .

2)      سوال : داکسجن داستحصال معادله څه شکل لری ؟

ځواب : 2KclO3                       M nO 2                2KCl + 3O2                                  

3)      سوال : منګانیزډای اکساید په تعامل کی څه کارورکوی ؟

ځواب : داچی منګانیزډای اکساید تعامل تیز کوی نودکتلست په حیث کارکوی اوپه څپل حال پاته کیږی .

6 – 1 تجربه دسلفرډای اکساید غازاستحصال  :

وړلوازم

*        غاز جار

*        ګردفلاسک

*        زانوخم نل

*        سوری لرونکی کارک

*        اورلګیت

*        دحرارت منبع

*        قیف کینول

*        دری پایه

*        سلفوریک اسید (H2SO4)

*        دمسوټوټی (Cu)

*        ګل یادګل رنګین پاڼی

*        پوتاشیم ډای کرومیت

*        پوتاشیم پرمنګینټ

*        مسویااوسپنی بوراده ( میده ګی )

Cu + 2H2SO4                                   CuSO4 + 2H2O + SO2

کیمیاوی عمل ( Chmical Reaction ) :

Fe + 2H2SO4                                     FeSO4 + 2H2O + SO2

عملیه ( Method ) :

یوشیشی ګرد بیخ لرونکی فلاسک راواخلی اوښه یی وچ کړی بیاپکی د مسو یوڅونری ټوټی واچوی په فلاسک کی دوه سوری لرونکی کارک وتړی یاکیږدی په یوسوری کی قیف کینول اوبل سوری کی زانوخم نل ولګوی . دزانوخم نل چی فلاسک څخه راوتلی سره په بل غازجار کی ورځوړندکړی داسی غازجار چی صافه او وچ وی . بیاګرد بیخ لرونکی فلاسک په سټیند یک بندکړی اوقیف کینول پواسطه سلفوریک اسید ورواچوی اودقیف کینول سرباید په تیزاب کی ډوب وی . دحرارت منبع په واسطه ګرد فلاسک ته حرارت ورکړی نودسلفرډای اکساید غازجارجوړیدل به شروع شی اوزانوخم نل په واسطه به په غازجار کی جمع شی .

نتیجه :

داغاز نیلا لتمس سور کوی اوکه چیری یوکاغذ په پوتاشیم پرمنګنیټ په محلول کی غوټه کړی اوارغوانی رنګ یی نیولی وی اودغازجار خولی ته یی نږدی کړی نوڅودقیقی وروسته به یی ارغوانی رنګ له مینځ ولاړشی . چی داخاصیت دسلفردای اکساید دی .

پاملرنه :

1)      دزانوخم نل لاندنی سره باید دتیزابوڅخه پورته وی .

2)      دقیف کینول لاندنی سرباید په تیزابوکی ډوب وی .

 

سوالونه اوځوابونه :

1)      سوال : پوتاشیم پرمنګنیټ محلول باندی څه اثرکوی ؟

ځواب  : دپوتاشیم پرمنګنیټ په محلول داسی اثرکوی چی رنګ يی له مینځ وړی .

2)      سوال : دسلفردای اکساید غازڅخه ډک جار ته که اورلګیت نږدی کړوڅه  به وشی ؟

ځواب : که دسلفردای اکساید غازڅخه ‌ډک غازجارته شمع یا اورلګیت ورنږدی کړونوپه تیزی سره به شعلی یا لمبی کوی ځکه چی دا غاز اکسجن لری اوپه شعلی شکل سوزی .

7 – 1  تجربه  دکوم درکړل شوی شی دجوش نقطه  ( Boiling Poit ) معلومول :

وړلوازم

*        بیکر

*        دری پایه

*        داوسپنی جالی

*        تهرمامیتر

*        سلفوریک اسید

*        دشیشی نری نلی تار

*        خالص اوغیرخالص اوبه

*        سټنډ

*        دحرارت منبع

*        تیست تیوب نل

اوداسی نور............

عملیه ( Method )  :

په یونل کی لږڅه خالص اوبه راوخلی اوبیانلی دیومهرمامیترسره په یوتاروتړی ډیراحتیاط وکړی چی دنلی ( تیوب) لاندی سر اودتهرمامیترنلی په یوه سطح باندی راشی ، تهرمامیتراودی سره تړل شوی داوبونلی په یوبیکر کی ځوړند کړی په کوم بیکر کی چی سلفورک اسید یاکوم بله مایع څخه موډک کړی ده چی دهغه دجوش نقطه داوبودجوش نقطه څخه اوچته وی ، دنلی ( تیوب ) پاسنی سردبیکردننه د مایع سطحی نه باندی ساتل پکاردی ، بیکر په جالی اوسه پایه باندی کیږدی او ورو ورو دحرارت منبع یاسپرټ لیمپ پواسطه ګرم کړی . اوپه تهرمامیترباندی هغه درجه یاداشت کړی په کوم کی چی اوبه په جوش راشی اوداوبوبړاسونه باندی تری راوځی دری مختلفومشاهدونه وروسته دنتایجواوسط راوباسی دغه دخالصواوبودجوش نقطه ده .

پاملرنه :

1)      دتهرمامیترهیڅ یوه حصه باید دبیکرسره ونه لګیږی .

2)      تهرمامیترباید مضبوط تارسره وتړل شی .

سوالونه اوځوابونه :

1)      سوال : دخالصواوبودجوش نقطه څوده په Co پیمانه باندی ؟

ځواب : دخالصواوبودجوش نقطه په Co باندی 100Co ده .