کتاب ژوهنوالی قشمت 5
موخي: زده کونکي به وکولاي شي:
1 - د څلورم ګروپ عناصر ځاي په دوره يي جدول کي تشريح کړي
2 - د څلورم ګروپ د هر عنصرفزيکي اوکيمياوي خواص تشريح کړي
3 - د څلورم ګروپ د مرکباتوخواص پرتله کړي.
4 - په طبيعت کي د څلورم ګروپ عناصر په ارزښت اواهميت باندي وپوهيږي
5 - وکولاي شي چي دعناصروداکسيديشني نمبرونه په مختلفو مرکباتوکي وټاکي
6 - د دي ګروپ عناصرو په باره کي معلومات ورکړي.
7 - د دي ګروپ عناصروداستعمال ځايونو په هکله معلومات ورکړي.
پدي ګروپ کي لاندي عناصرشامل دى:
کاربن ، سلیکان ، سب ګروپ عناصر جرمانیم قلعی (Tin) سرپ (Lead ) او دتیتانیم Titanium سب کروپ عناصر زرکونیم Zirconium ، هوفنیم Hafnium او د کورچاتوریم Kardatorium شامل دی .
C6 1s2 2s2 2p2
Si14 1s2 2s2 2p6 3s23p2
Ge32 1s2 2s2 2p6 3s23p63d10 4s2 4p2
Sn50 1s2 2s2 2p6 3s23p6 3d10 4s2 4p64d10 5s2 5p2
Pb82 1s2 2s2 2p6 3s23p6 3d10 4s2 4p6 4d10 4f14 5s2 5p6 5d10 6s2 6p2
: د IV A ګروپ عناصر ځيني خواص په (1 – 1 ) جدول کي ښودل شويدي.[5 – 105]
جدول : (1 – 1 ) د IV A ګروپ عناصر ځيني فزيکي او کيمياوي خواص
شميره کيمياوي سمبول C Si Ge Sn Pb
1 دعنصر اتومی عدد 6 14 32 50 82
2 دعنصر اتومی کتله 12 28 73 118 207
3 رنگ (دگاز په حالت کي)
4 ماليکولي فورمول
5 د ولانسي مدار الکتروني ويش (ns2 او np6) 2s22p2 3s23p2 4s24p2 5s2 5p2 6s26p2
6 اتمي شعاع ( pm ) 77 117 122 141 154
7 ايوني شعاع( pm )
8 ايونيزيشن انرژي (kJ/mol)E1 1090 782 782 704 714
9 الکترونګاتيفي 2/6 1/9 2/0 1/7 1/6
10 دويلي کيدو ټکي Co 3570 1420 959 232 327
11 دايشدو ټکي Co
4827 2355 2700 2360 1755
12 gr/cm3 کثافت 2/26, 3/51 الماس،ګرافيت 2/33 5/32 7/30 11/4
13 د شعلي رنګ نلري نلري نلري نلري نلري
14 اکسيديشني نمبرونه 4- تا 4+ +4,+2,-4 +4,+2,-4 +4,+2,-4 +4,+2
15
16 د هلوجن سره تعامل 8000C CX4 SiX4 4000C 4000C CX4 SnX2 4000C PbX2 4000C
17 د O2 خا لص سره تعامل 6000C CO2,CO 12000C SiO2, GeO2 10000C 8000C SnO2 6000C PbO
18 د H2O سره تعامل نلري نلري نلري نلري نلري
19 د N2 سره تعامل نلري Si3N4 14000C نلري Sn3N4 20000C نلري
20 د H2 سره تعامل CH4 10000C نلري نلري -- نلري نلري -----
کاربن Carbon : -
کاربن ډیر شمیر مرکبات د عضوی کیمیا په کورس کښی او لږ برخه یی په غیری عضوی کیمیا کښی مطالعه کیږی .
طبعی سرچینی : -
کاربن د ځمکی په کره کښی د ۰،۱۴٪ په اندازه شتون لری او زیاته برخه یی کاربونيتونه (CaCO3) ، (MgCO3 ) نفت ،سکاره ، طبعی ګاز شامل دي . او په اتموسفر کښی د CO2 په ډول ۳٪ شتون لری . کاربن په ټول ژوندی سلولونو په اورګانیزم کښی شامل دی او په خپلواکه ډول د ګرافیت او الماس په شکل شته دی .( تنيوال )
خواص
د کاربن په تحریک شوی حالت کښی لاندی الکترونی جوړښت لری او څلور ولانسی الکترونونه لری 1S2 2S11 Px 1, Py 1 pz .په دی حالت کښی د ورستنی قشر ټول آربیټالونه د طاقه الکترونونو په واسطه سره اشغال کیږی .
او ځانګړی ځانګرتیا د کاربن آتومونو ته ور کوی . چی هیڅ اربیټال پرته له الکترون ندئ او جوړه الکترون په وروستی قشر کښی شتون نه لری . له دی کبله کاربن ډیر او مختلف ډول مرکبات رامنځته کوی . کاربن منځوی یا بین البینی الکترونیکاتیویتی لری او نور ټولو عناصرو سره کووالنت اړیکه جوړوی. کاربن خپل په اکثرو مرکباتو کښی په څلور ولانسه عمل کوی پرته له CO او CN ، CH3 ، CH2 راډیکالونو څخه . د کاربن کوارډینشین نمبر مساوی په 4 دی
(SP3. hybrid) د تترا ایدر جوړښت سطحی دی. ترای ګونالSP2 hybrid )) خطی جوړښت لری دی د کاربن پیژندل شوی الوتروپونه ګیرافیت او الماس دی ګیرافیت کرستالی جوړښت لری چی په لاندی شکلونو کی ښودل کیږی په شکل کی څرګندیږی چی د موازی طبقو څخه جوړ شوی چی یو د بل سره ( 334nM) واټن لری او د ضعیفو رابطو لرونکی دی او په اسانتیا سره خپل په طبقو واټنو سره بیل کیږی په یوه طبقه کی الفا او پای روابط و بنزین ته ورته والی لری یا hybrid SP¬¬¬2 شتون لری د یلو کالیزیشن ځانګیړنه لری د C ― C په منځ کی په یوه طبقه کی ( 141nM ) دی چی d = 2,22gr/cm3 کثافت لرونکی دی او د برق هادی دی چی د دی خواصو په لرلو سره د فلزاتو سره مشابهت لری طبعی ګیرافیت لږ دی او مصنوعی ګیرافیت د 2200Co تر 2800Co پوری په کورو کی د کاربن او د نفت د کوکس څخه جوړیږی .
د کاربن بل الوتروپ عبارت د الماس څخه دی چی په (۱- ۵ ) شکل کی ښودل شوی دی هر کاربن اټوم د څلور ګاونډیو اټومونو سره څلورکوولانت رابطه د SP3 hybrid په نتیجه کی جوړوی د الماس کرستل د اساسی معکبی حجری لري او کله هم هګزاګونال دی چی هګزاکونال شبکی الماس په طبیعت کی ډیرلږ لیدل کیږی او معکبی کرستل یی اکثراً د اوکتاایدی ستونزه لری او مخلوط الماس په رنګینه شکل وی چی ډیره لوړه بیه لری د طبیعی الماسو ډیره برخه خړ او تاریک وی چی لږ تره بیه لری نسبت و رڼی رنګ الماسو ته چی رڼی رنګ الماس په زیینتی شیانو کی استعمالیږی او په تخنیکی مقاصدو کی هم استعمالیږی او کیدای شی چی الماس په مصنوعی توګه د ګیرافیت څخه ( P = 6HPa , t = 1800Co ) شرایطو کی استحصال کړو .
استحصال:-
استحصال :-
1. دکاربن عنصرپه طبیعت کی دازاد اوخالص صورت په دووالماس اوګرافیت شکلونوکی وجودلری . ولی دناخالص په حالت کی په ذغال سنګ ، طبعی غاز ، نفت ، اهک ډبره ، کاربوناتونه اوپه هواکی د CO2 په صورت کی وجودلری نوځکه کولای شوچی دپورتنی موادوڅخه ترلاسه شوچی دپورتنی موادوڅخه ترلاسه کړو.
2. داچی کاربن دذغال په ترکیب کی په مختلفوفیصدی یوکی شتون لری نوکولای شوچی دلرګیودذغال ، فعال شوی ذغال ، دوده اودکوک دذغال څخه هم کاربن ترلاسه کړو، دکاربن فیصدی دذغال سنګ په نسبت دکوک ذغال په ترکیب کی زیادتردی چی دذغال سنګ له تقطیرڅخه لاسته راځی .
کیمیاوی تعاملونه :
1. کاربن د S سره دتودوخی په 1000 – 900 درجوکی ترکبیږی اودکاربن سلفیدپلاس راکوی .
C + S2 CS2 + Q
2. کاربن داکسجن ، نایتروجن ، سلیکان اوهایدروجن سره ترکیب کوی .
2C + O2 2CO
C + O2 CO2
2C + N2 C2N2
3. کاربن داوبولرونکی مرکبونه لکه H2O ، H2SO4 سره ترکیب کوی اودوی یی ارجاع کوی .
C + H2O CO + H2
C + 2H2SO4 CO2 + 2SO2 + 2H2O
4. کاربن دفلزاتوداکسایدونوسره هم ترکیب کوی اوهغوی احیاء کوی .
C + ZnO CO + Zn
5. کاربن دفلزاتوسره هغه وخت ترکیب کوی چی فلزویلی شوی وی اوکاربیدونه جوړوی لکه C2Al4 , Be2C اوداسی نور.
استعمال ځایونه :
مرکبونه اواکسیدیشنی نمبر :
کاربن په اکثر غیر عضوی مرکباتو په +۴ اکسیدیشني نمبر او په COاو دفلزاتو په کاربونیل کښی په +۲ اکسیدیشن نمبر عمل کوی . د کاربن غیرعضوی مهم مرکبات عبارت دی د CO د فلزاتو کاربونیل کاربن ډای اکساید CO2 کاربنتونه H2CO3 مالګی ،HCN او مالګی یی، د کامپلکس مرکباتو سیاناید چی CN- لری HNCS مالګی کاربن ډای سلفاید CS2 فوسجین COCL2 ، کاربن تتراکلوراید CCL4 ، کارباید ( CaC2 ،Fe2 C (MOC , WC, او داسی نور دی .
کاربن ډول ډول مرکبات لری چی مختلف اکسیدیشن لمبرونه لری ( رامنځ ته کوی ) کاربن لږ الکترو نیګا تیف عناصر د خپل په پرتله کارباید تولیدوی د ولانسی الکترونونو د لږ کیدو په اړه د C ― N ― O ― F په سلسله کی یی تمایل د دیکوکالیزشن رابطو مرکباتو د تولید نه زیاتیږی په غیر د هغه کاربن مشابه متجانس ځنځیر معمولی دی چی د کووالنت ساده کارباید په نښه کولای شو CH4 مطالعه کړو او مالیکول یی تترایدی جوړښت لری .
μ= 0 , dC.H = 0, 193Ao چی د لاندی الکترونی جوړت ښکارندوی دی .
( Ssb )2 ( Sxb )2 ( Syb )2 ( Szb )2
1 تجربه دکاربن ډای اکساید غاز استحصال :
وړلوازم
وولف بوتل
کارکونه
قیف کینول
خم دارنلونه
دچونی اوبه دسنګ مرمرټوټی یا HCl , (CaCO3) یاهایدروکلوریک اسید
ابی اوسورلتمس کاغذ
ماچس ( دتیلیوډبل)
غازجار
اوداسی نور...........
عملیه (Method):
په یووولف بوتل کی سوری لرونکی کارکونه بندکړی په وولف بوتل کی دسنګ مرمر (CaCO3) ټوټی واچوی . دبوتل په یوه خوله کی قیف کینول بند کړی اوددی قیف کینول پواسطه HCl یاهایدروکلوریک اسید ورواچوی نوکومه خم دارنل چی دبل سوری کی موپټ کړی ده دهغی بله خوله په غازجارکی کیږدی نورلوازم هم بندکړی .
نودقیف کینول په ذریعه تیزاب (HCl) دسنګ مرمر (CaCO3) په ټوټوکی کم ورواچوی نودخم دارنلی بل سر چی په غازجار کی موداخله کړی ده نوغازجارکی به هم غاز جمع کیدل شروع شی . کله چی دغازجاریاسلندر خولی ته لیږیدلی اورلګیت یا ، اورمنبع نږدی کړو نوهغه فوراً مړکیږیددی څخه دکاربن ډای اکساید موجودیت معلومیږی . څوغازجارونه دغازڅخه ډک کړی اوپه میزیی کیږدی اوبیادخواصومطالعه کولودپاره څوتجربی اومشاهدی سرته ورسوی .
پاملرنه
1) : دسنګ مرمر(CaCO3) ټوټی اول باید پریمنڅل شی .
2) : دقیف کینول نلی سرباید په مایع کی ډوب شی .
سوالونه اوځوابونه :
1) سوال : دکاربن ډای اکساید پیژندګلوی څنګه کیږی ؟
ځواب : دادچونی اوبه شیدویی شکله کوی اواورمړکوی.
2) سوال : کاربن ډای اکساید غازتیزابی وی یا القلی داڅنګه ثابت کیږی ؟
ځواب : داتیزابی دی ځکه چی اوبو کی CO2 محلول ابی لتمس سور کوی .
میتان Methane:-
بیرنګه او پرته له ذایقی غاز دی او bp = -161,49co , mp = 182co دی د ولانسی کواردینشن مشبوعیت مالیکول ( د میتان مالیکول ) غیرفعال دی تیزاب او قلوی ورباندی تاثیر نه کوی او په اسانتیا سره اور اخلی او مخلوط یی د هوا په ګډون انفلا قی ( چاویدونکی ) خاصیت لری . میتان دطبعی ګازو مهمه برخه ۹۰٪ - ۶۰ سلنه جوړوی په زیات اندازه د ډبرو د سکارو د کوکس عملیی څخه په لاس راځی میتان په لوړه کالوری باندی تودوخه تولیدوی چی د اومه موادو په توګه د اوبلن غاز د استحصال لپاره پکاریږی دمیتان - میتارایدونو مشتقاتو په توګه کولای شو چی د Be2C کاربایډ (.(m.p = 2150Co) او د Al4C3 (m.p = 2800Co ) کارباید تر مطالعه لاند ی ونیسو . دغه کلک کرستالی مواد ویلی کیدونکی دی . x - ray دپلټنو پربنا په اټومونو کښی یی ( د کاربن اټومونه ) په خپلو کښی مرتبط نه دی . میتا رایدونه د H2O په واسطه سره تجزیه کیږی او میتان را منځ ته کوی .
Al4C3 + 12H2O ------> 4Al (OH)3 + 3CH4
کاربن ډول ډول پرکاربایدونه رامنځ ته کوی د ساده پرکاربایدونو په تو ګه یو شمیر ساده هایدرو کاربنونه چی د هایدوجن د ایزو الکترونیک پراکسایدونه او پرنایتریدونه سره شباهت لری په لاندی ډول سره مطالعه کوو . د پراکسایدونو او پر نایترایدونو هایدروجن ایزو الکترونیک یی یو ډول دی په لاندی ډول مطالعه کوو .
H
هایدروجن پراکساید H – N – N – H
H هیدرازین H
O - O
H H
C – C H H
H H
ایتان
H H
N = N C = C
دای میر H H
H H
اتلین H ― C ≡ C ―H
استلین
ایتان ، ایتلین او استلین په عادی شرایطو کښی د ګاز په حالت کښی دی په تفاوت سره د H2O2 او د N2H4 هغه ثابت او د کیمیا له لحاظ څخه لږ فعاله دی د d C-C فاصله په یو ګونی دوګونی او درګونی رابطو د C – C اټومونو په منځ کښی مساوی دی په 1.54 ، 1.071 او1.20Ao سره هایبریدیزیشن اتومونو فاصله د کاربن په d C – H کښی برابر دی په 1.171 , 1.093 او 1.0578 دنورو عناصرو د کار بایدونو دجملی څخه نوی مرکب استیلایدونه چی M2C2 MC2 M 2 (C2)3 د ډول څخه دی چی تر مطالعی لاندی نیول شوی استیلایدونه
د Ì او ÌÌ ګروپ د d عناصرود مشخص کوونکی دی .
په همدی ډول د ÌA عناصرهم کاربایدونه رامنځته کوی او استلاید د تعوضی تعامل په اساس تولیدیږی
2AgNO3 + H2C2 ------> Ag2C2 + 2HNO3
په همدی ډول په مستقیمه توګه دفلزاتو سره د C2H2 تعامل په اثر په لاندی توګه تولیدیږی .
2Al + 3H2C2 =Al2 (C2)3 + 3H2
Zn + H2C2 = ZnC2 + H2
د هغه جملی څخه CaC2 په کلسیم اکساید اود کاربن د تعامل په نتیجه کی د تودوخی په موجودیت کی په برقی داشونو کی تولیدیږی .
CaO + 3C ---------------> CaC2 + CO
استیلایدونه په لږ او ډیر اندازه په اسانتیار سره د اوبو سره تجزیه کیږی .
CaC2 + 2H2O ------------> Ca ( OH)2 + C2H2
1ګروپ S عناصرو مشتقات انفلاقی خاصیت لری او د اول کروپ عناصر استیلایدونه او ( Hg2C2 , Au2C2 , Cu2C2 ,) d – II په وچ حالت کی چاودنه کوی کلسیم کارباید په تخنیک د ایستلین په استحصال کی استعمالیږی څلور الی آته ګرووپونه د d عناصرو کاربایدونه ډول ډول دی اکثرا دوی فلزی خواص د ځان څخه ښیی یعنی دا چی د لوړ برقی هدایت لرونکی ، فلزی ځلښت او د فلزاتو د جامد محلولونو تولید دی د d عناصرو کاربایدونه ترکیب په وسیع ساحه تغیر مومی د d عناصرو کاربایدونه د ډیر کلکوال لرونکی دی او د تودوخی په مقابل کی ډیر مقاوم دی د مربوط فلز په انډول د تودوخی په لوړه درجه کی ویلی کیږی د مثال په توګه
Fe Mn W Mo Ta Nb V Hf Zx Ti فلزات
1534 1244 3380 2620 3000 2460 1919 2200 1852 1668 m.pco
Fe2C Mn2C W2C Mo2C TaC NbC VC HFC ZxC TiC کارباید
1650 1520 2800 2690 3880 3500 2800 3890 3530 3140 m.pco
د ( NbC , VC , TiC , MC ) او W2C , Mo2C , M2C ترکیب کاربایدونه په استسنایی توګه د تودوخی په مقابل کی مقاوم دی او ډیرکلک ویلی کیدونکی دی ( 2000 – 3500 Co ) او د زنګ وهلو په مقابل کی هم ډیر مقاوم دی .
د ( Co3C , Fe3C , Mn3C ) M3C ترکیب کاربایدونه د کیمیاوی او تودوخی له کبله ډیر لږ مقاومت لری لکه څنګه چی دوی د رقیق تیزابو سره هایدرو کاربن مخلوط جوړوی کاربایدونه د ډیرو تودولو په اثر فلزی پول او یاهم د کاربن سره اکسایدان په برقی داشونو کی رامنځ ته کوی .
V2O5 + 5C ---------> 2VC + 5CO
فلزی کاربایدونه د چدن او فولادو په ترکیب کی شامل دی چی د کلکوالی او نورو خواصو د تغیر سبب ګرځی د ولفرام ، تیتانیم او تنتالیم کاربایدونه فوق العاده کلک مواد او کلک الیاژونه او ډیر په سختی سره ویلی کیدونکی دی چی د دوی د ویلی کیدو درجه 4000Co چی دا الیاژونه لکه 20%HF او80%TaC د کاربن +۴ اکسیدیشن نمبر د الکترو نیګاتیف عناصرو د مرکباتو په انډول خپله غیر فلزات حاصل کیږی CsHaL4 , CoHaL2 , CS2 , Co2 , CHa L4 د هایدبریدزیشن حالت په پرتله د کاربن ولانسی اربیټالونه مالیکولونو CsHaL4 هلایدونه چی تترایدی مالیکولی Co2 او CS2 جوړښت یی خطی سلفیتوهلاید CsHaL2 د کاربن اکسی هلاید COHaL2 ترای ګونال جوړښت لری .
O C O
C O C S C O
S C S
C S
په عادی شرایطو کی یو شمیر ذکرشوی مرکبات د ګاز په حالت کی دی CoCl2 , CoS , CF4 , CO2 او ځینی مایع دی لکه ( CS2 , CCL4 ) او یاهم جامد او اسانه ویلکیدونکی لکه ( CI4 , CBr4 ) شته دی په جامد حالت کی هغوی ټول کرستالی مالیکولی جوړښت لری د بایتری ( دوه عنصره ) مرکبات د کیمیاوی خواصو سره سم بایتری ( دوه عنصره ) او دری اتمه کاربن (IV) تیزابی خواص لری او یو شمیر یی په اسانی سره د H2O سره تعامل کوی او تیزابونه تولیدوی .
CO2 + H2O ----------> H2CO3
COCl2 + 2H2O ---------> H2CO3 + 2HCl
د قلوی ګانو سره تعامل کوی
2KOH + CO2 -----------> K2CO3 + H2O
2KNH2 + CO2 --------------> K2CN2 + 2H2O
CAS + CS2 -----------> CaCS2
Ca2N2 + CaCS2 ----------------> 3CaCN3
په عادی شرایطو کی CF2 غاز CCL4 مایع CBr2 , CI2 جامد مواد دی د ده لومړنی هلایدونه بیرنګه CBr4 زیړ رنګه او Cl4 د سره روښانه رنګ لرونکی دی د غه ټول مرکبات عملا په اوبو کی نه حل کیدونکی دی لیکن په عضوی محلولونو کی حل کیږی د حرارت او کیمیاوی معیارونو په مقابل کی مقاوم دی او د CCL4 په مقایسه لږ مقاوم دی او د قلوی ګانو او تیزابونو سره نه تجزیه کیږی د هغه هایدرولیز یوازی د حرارت او کتلست په موجودیت کی صورت د تترا هلاید له جملی څخه CCL4 د عضوی محلل په توګه ډیر استعمال لری او همداشان د اور لګیدنی ضد مایع په توګه هم استعمالیږی د CO2 مالیکول خطی جوړښت لری CLCO = 1,1QoA اوM = O دی CO2 د تصاعد تودخی – 78,5C او د غلیان تودوخی – 56C لرونکی دی او په تخنیک کی د CaCO3 د تجزیی حرارتی په اثر او په لابراتوار کی د HCl , CaCO3 څخه تولیدیږی د CO2 انحلالیت په یوه لیتر اوبو کی په صفر درجه دی اوبه په 15Co په هر لیتر کی یو لیتر کاربن دای اوکساید حل کوی CO2 او H2O د H2CO3 تیزاب جوړوی دغه محلول په اسانی سره د قلوی محلول په واسطه جذب کیږی او په نتیجه کی مربوطه کاربونیت تولیدوی.
2NaOH + CO2 ------> Na2CO3 + H2O
NaOH + CO2 ----------> NaHCO3
د کاربن دای اوکساید په اضافه مقدار کی
کاربن دای اکساید د سودا په تولید اور لګیدنی ضد موادو په تولید کی او معدنی اوبو په تولید کی او غیر فعال اتوموسفیر په توګه د سنتیزونو په څیر استعمالیږی .
کاربن دای سلفاید CS2 :
په عادی شرایطو کی مفر مایع او بی رنګه ده دهغه Mp = 111.6Co او b.p = 46,5 دی دسلفر دبخار په تعامل کی داغ کاربن لاس ته راځی CS2 اندوترمیک دی په اسانی سره اکسیدشن کیږی په لږ تودوخه په هواکښی خود به خود اور اخلی .
CS2 + 3O2 = CO2 + 2SO2
CS2 په اوبو کښی غیرمنحل دی په 150Co حرارت کښی په CO2 او H2S باندی هایدردلیز کیږی. دغه مرکب دیو ښه محلل په توګه د فاسفورس ، قلوی او ایودین عضوی مرکباتو دپاره استمال کیږی . د CS2 ډیره برخه په معنوعی وريښمو کښی د Viscose په نامه همداشان د زراعتی ضد آفاتو موادوکی هم استمال کیږی .CS2 زهری دی د دوی مالیکول یی سطحی مثلثی جوړښت لری.
اکسو کاربونیتونه په CO2 او قلوی محلول اوهم تعویضی تعامل په اثر حاصل کیږی په H2O کښی یوازی کاربونیتونه او دپتاشم د عناصرو سب ګروپ منحل کیږی هایدرکاربونیت په لاندی توګه لاس ته راځی .
Ca CO3 + CO2 + H2O Ca (HCO3)2
هایدروکاربونیتونه اکثرآُ په اوبو کښی منحل دی هایدروجن ترای اکسوکاربونیت H2CO3 د اوبو په رقیق محلول کښی موجود دی چی د CO2 او H2O دعمل په نتیجه کښی حاصل کیږی کاربونیک اسید متوسط تیزاب دی
K2 = 2* 10-4 K2 = 4,84 * 10-11
په اکثر خواص د کاربونیت(Ìv) سره مشابهت لری . او د کاربن ډای سلفایدو تعامل د الکانی سلفایدونو سره لاس ته راځی د مثال په توګه .
K2S + CS2 = K2CS2
H2CS3 مرکب یو غوړنی مایع دی او m.p = - 31Co لری. نیوکاربونیټونه HCl او H2SO4 سره تعامل کوی H2CS3 لاس ته راځی
K2CS3 + 2HCL = H2CS3 + 2kCl
H2CS3 اوبلن محلول د تیوکاربونیک اسید ضعیف تیزاب دی اود اوبو په واسطه سره ورو ورو تجزیه کیږی او کاربونیک اسید او H2S تولید وی
H2CS3 + 3H2O = H2CO3 +3 H2S
د نایترایدونو او کاربو نیتونو څخه د کلسیم سیانو CaCN2 اماید مرکب ډیر اهمیت لری .
CaCN2 او CaC2 داکسیدیش څخه N2 په واسطه د تودوخی په موجودیت تولید کیږی.
CaC2 + N2 = CaCN2 + C
دغه مرکب د کیمیاوی سری په شان او هم د امونیا ا و د کاربن او نایتروجن مشتقاتو په تولید کی د استفادی وړتیا لری هایدروجن سیان اماید H2CN2 یو بی رنګه کرستالی مرکب دی چی mp = +46Co تودوخه کی هغه کرستلی حالت لری . په اوبو کی حل کیږی او په ایترو کی ښه حل کیدونکی دی دغه مرکب ضعیف تیزابی خواص د ځان څخه ښيی او په عضوی محلولونو کی د هغه د توتو میری جوړښت احتمال شته دی
H ― N = C― N N ― C ≡ N
په اوبو کی هایدروجن سیان اماید په تدریج سره په کاربونیک اسید او امونیا تجزیه کیږی ، مایع هایدروجن سیان اماید پولی میرایزشن کیږی او ترایمر حلقوی مالیکول جوړوی .
د نایتراید اکسو نایتراید او هایدروجن کاربونات جوړښتی فارمولونه په لاندی ښودل شوی دی
C O C O C O C O
د هغه جملی څخه د ګروپونه بدل شوی دی. OH , O-2 , NH - , NH 2- چی په هغوی کی د کارب اماید مرکب د کیمیاوی سری په توګه چی سپین کرستالی جوړښت لری ډیر ارزښت لری او هغه د کاربن دای اوکساید او امونیا اوبلن محلول د عمل په اثر په130درجه دتودوخي اودفشار په 100اتوموسفير کی ترلاسه کیږی
CO2 + 2NH3 = CO(HN2 ) + H2O
دغه مرکب د کیمیاوی سری او حیوانی خوراکی توکی په توګه استعمالیږی او همداشان په دوا جوړولو کی هم ورڅخه کار اخیستل کیږی. د (IV).کاربن د پاره ډیرشمیر هیترو ځنځیری مرکبات ښکاره دی د مثال په توګه
O C O C
=
O =
دغه مرکبات کرستالی مرکبات دی او اساسآ په عضوی سنتیزونو کی استمالیږی . دکاربن II مرکباتو له جملی څخه کاربن مونو اکساید ، هایدروسیانیک اسید او کاربن سلفاید او نور دی د کارین مونو اوکسایدII په مالیکول کی N≡N شته دی. د ولانسی رابطی د میتود سره سم داکسجن او کاربن داتومونو د 2P دالکترونو دجوړه کیدوپه نتیجه کی او دریمه رابطه د دونر- اکسپتر میخانیکیت په اساس د کاربن 2P آزاد اربیتالونه او دکسیجن 2P جوړه الکترونونه حاصلیږی .
2p 2S
2P 2S
C = O
C ≡ O
د تودوخی په شتون کی د CO مرکب ارجاعی خواص د ځانه ښیی او هغه څخه په میتالوجی کی ګټه اخیستل کیږی یا د شوی اکساید په تودوخه کی په شین رنګه شعله سوزی او زیاته تودوخه رامنځته کوی
CO + ½ O2 -------> CO2 ΔGo 298 = -256,97 KJ/mol
د تودوخی په شتون کی کاربن مونو اکساید د سلفر په واسطه سره اکسیدایز کیږی
CO + S ----------> COS ΔGo 298 = -229,43 KJ
د کتلست او یاهم د نوری شعاع په شتون کی Cl2 د CO سره تعامل کوی اوکسو کلوراید جوړوی د کارین مونو اوکساید مالیکول کولای شی د لیګاند په شکل په مختلفو کامپلکسونو کی برخه واخلی په دغه عملیه کی کاربن خپلواک جوړه الکترونونه د دونر رابطی سیګما د جوړیدو سبب ګرځی د d عناصر کاربونیلونه تیوریکی او عملی ارزښت لری او یو شمیر یی د فزیکی خواصو سره په لاندی جول کی ښودل کیږی .
د ۵-۲ جدول یو شمیر د فلزاتو کارنیلونه د VI او VII ګروپ د عناصرو جدول
VIII VII VI
d10 d9 d8 d7 d 6
Ni(CO)4
-
- CO2(CO)8
Rh2(CO)8
Ir2(CO)8 Fe(CO)5
Ru(CO)5
OS(CO)5 Mn2(Co)10
Tc2(Co)10
Re(Co)10 Cr(CO)6
Mo(Co)6
W(CO)6
دd عناصرو کاربونیلونه مایع او یا هم کرستالی مواد دی او په عضوی محلولونو کی حل کیږی اود CO په شان زهری مرکبات دی د تودوخی ورکولو څخه وروسته تجزیه کیږی
CO او خالصه فلز حاصل کیږی . اوپه کیمیاوی سنتیزونو کښی استعمال کیږی دغه مرکبات په مختلفو طریقو حاصل کیږی. Ni ، Fe ، Co په مستقیمه توګه د CO سره تعامل کوی
کاربونیلونه جوړوی. اکثرا دوی د ارجاع په اثر د مربوطه مالګواو یا د کامپلیکس فلزاتو په شتون
کی د CO حاصل کیږی او د یا مګنیتیک مرکبات دی . کاربونیلونه کولای شی چی یو ، دوه اویا هم څو هستی ولری . یو هستی یی کاربونیل د d عناصر په اثر ولانسی جوړه الکترونوته حاصل کوی . دکاربونیل په ترکیب کښی آزاد اربیتالونه d اتومونه د صفری اکسیدیشن په نمبر سره برخه اخلی .
Cr(O) d6
Fe (O) d8
Ni (O) d10
په Fe(CO)5 , Ni(CO)4 مالیکولونو کی د b.O ∑b.Og∏ به شمیر اشباع شوی اربیټالونه د دوو درو الکترونو په شتون کی دی د d عناصر د ولانسی الکترونونه طاقه دوه هسته یی کاربونیلونه د کلاستو د ډول د M – M په رابطو رامنځ ته کوی .
Mo(O)d7
CO (O) d9 9
سربیره پردوه هستوی کاربونیلونو مرکبات د کلاستر ډول د مثال په توګه Fe3(CO)12 , CO4 (CO)12 , Rh(CO)16 هم ښکاره دی.
د سیانایدونو کیمیاوی طبیعت سره سم کیدای شی تیزابی قلوی ګانی په شان دی لکه څرنګه چی په اثر د هایدرولیز د سیاناید د ایونو د NaCN مرکب قلوی محیط او ClCN مرکب تیزاب رامنځ ته کوی .
NaCN + HOH NaOH + HCN
ClCN + HOH HClO + HCN
د d عناصر سیاناید لکه هایدرواکساید ونو یی په او بو کی نه منحل کیدونکی دی ولی په اثر د کامپلکس مرکب جوړ ولو په اسانتیا سره د قلوی سیاناید په شتون کی حل کیږی .
4KCN + Mn(CN)2 K[Mn(CN)6]-
د HCN مرکب خطی جوړښت لری .
d CH = 1,06Ao , d CN = 1,16Ao
H ― C ≡ N H ― N ≡ C
د HCN مالیکول د هایدروجن د روابطو په پایله کی د بیرنګه مایع اوسویشن کیږی HCN د اوبو سره په هر نسبت مخلوطیږی او د هغه د اوبو مخلوط ضعیف تیزاب K = 7*10-10 دی او د هایدرو سیانیک اسید په نامه یادیږی د کاربن د ∏ مشتقات سیانایدونه ارجاعی خواص لری او د تودوخی په اثر محلولونه یی د هوا د اوکسیجن په واسطه په د تدریج سره اکسیدیز کیږی سیانایت رامنځ ته کوی .
2CN- + O2 2CNO-
او همدارنګه په اثر د ایشولو د سیانیت محلول د سلفر سره روداناید تولید کوی سیانایدونه د کاربونیټونو د ارجاع په اثر د کاربن په ذریعه د حرارت په شتون کی لاس ته راځی
NaCO3 + C + 2HCN 2NaCN + 3H2O
Ca (CN)2 + C + NaCO3 CaCO3 + H2O
په تخنیک کی HCN د CO ، او NH3 د لاسته راوړلو لپاره ThO2 کتلست څخه استفاده کوی د مخلوطه ته تودوخه ورکوی تر فشار لاندی نیسی
CO + H2NH HCN + H2O
هایدروجن سیاناید په عضوی سنتیز KCN , NaCN د سیانایدنو د کامپلکس په تولید کی او نوی موادو کی استعمالیږی سیانایدونه فوق العاده زهری دی باید وویل شی چی د کاربن غیرمشبوع مرکباتH6 C6 ، C2H4 ، او C2H2 هم د مرکباتو په جوړښت کی د لیګندپه توګه استعمالیږی . [ 351 : 3, 446 : 1 ]
په تخنيک کي دHCN د لاسته راوړلو لپاره د COاو NH3ته تودوخه ورکوي تر فشار لاندي يي نيسي او د Tho2 کتلیست څخه استفاده کوي Co+H2NH HCN+ H2O
هايدروجن سياناید په عضوي سنتيز کي KCN,NACNد سيانايدونو د کامپلکس په توليد او نورو مواردو کي استعمال کيږي سيانايدونه فوق العاده زهري دي بايد وويل شي چي د کاربن غير مشبوع مرکبات C6H6,C2H4,C2H2 هم د کامپلکس مرکباتو په جوړښت کي د ليگند په توگه استعماليږي [351:3,446:1]
سليکان(silicon)
اکسيديشن نمبر او مهم مرکبات يي
د سليکان لپاره(+4)اکسدشن نمبر معمول دي مهم مرکبات يي Na2SiO2,S,O2 او نوري مالگي دي چي په مستقيمه توگه نه استعماليږي ولي په ترکيبي توگه ښيښه،کراميک،کاشي،سمنټ،خښته او نور مواد شته
طبيعی سرچینی :
سليکان د ځمکي په کره کي 27,6%شتون لري دا عنصر د مقدار په اساس وروسته له اکسيجنه څخه دی په عنصري حالت کي په طبيعت کي وجود نه لري د منرال ترکيبي توگه په طبیعت کی شتون لري او همدارنګه د سليکانونو ،الومنيو سليکانونو په ډول شتون لري او په ډيره اندازه په کوارتز SiO2کي شتون لري چي معمولي ډول يي ريګ دي او ځيني يي د کوارتز کريستل په توګه بيداکيږي[199:12]
خواص:
د سليکان معمولي ډول د الماسو سره مشابه موديفيکيشن لرونکي او خړ رنګ لري فلزي جلا لري او نيمه هادي دي سليکان ډير زيات ويلي کيدونکي دي m.p=1423c او کلک دي او د کيميا له نظره مقاوي دي د اطاق په تودوخي کي يوازي په Cl2 ,f2او منحل قلوي سره تعامل کوي
Si+2NaOH+H2O Na2SiO3+3H2
سليکان په عادي حالت کي په اخري قشر کي3523p2 د الکتروني جوړښت لري
او ولانسي تحريک حالت يي 3s,pxpy,pzدي
دانتقال انرژي په ولانسي حالت کښي (402 KJ,MOL) دي، د کواردينيشن عدد ئـي معمولاً 4n(sp3-hybrid) دي ، ولي د کاربن په توپير کولاي شي د 6(sp3-d2-hybrid) کواردينيشن عدد عمل وکړي.
سليکان په نتيجه د خپلواک d اربيتالونه د شتون کولاي شي ددوناراکسپتور عمل د عناصرو سره سرته ورسوي.[367:3]
استحصال:
1. سليکان په لابراتوار کي دSiO2د ارجاع څخه استحصال کيږي
SiO2+2Mg Si+2MGO
2. سليکان په صنعت کي دSiO2دارجاع څخه د کاربن په واسطه په برقي داشونو کي توليديږي
Si+2SCO SiO2+2C
3. سليکان نيمه هادي خاصيت لري او خالصه سليکان د سلان د حرارتي تجزيي څخه SiHCL3,SiCL4څخه حاصليږي Si+2H2 SiH4
4. خالص سلیکان دمنطقه یی پالایش( تصفیه یا چڼ کول ) په طریقه کی په څومرحلوکی لاسته راځی .
Si + 2Cl2 SiCl4
SiCl4 + 2Mg 2MgCl2 + Si
کیمیاوی تعاملونه :
1. دسلیکان فعالیت دکاربن په نسبت لږدی اودځینی عناصرولکه F , Cl او O سره ترکيب کوی .
Si + 2O2 SiO2
Si + 2F2 SiF4
Si + 2Cl2 SiCl4
2. SiO2 چی دشیشه اصلی جوړونکی ماده دی دفلوریک اسید سره تعامل کوی .
SiO2 + 2HF SiF4 + 2H2O
SiF4 + 2Hf H2Sif6
3. د SiO2 سوديمي اوکلسيمي سليکاتونه داوبوسره تعامل کوي ، قوي القلي اوضعيف تیزاب جوړوی .
Na2SiO4 + 4H2O 4( Na + OH ) + H2SiO4
Ca SiO4 + 4H2O 2( Ca + 2OH ) + H2SiO4
دSi استعمال
Si دسلیکان SiO2 په شکل په شیشه سازی کی ډیراستعمالیږی .
خالص Si په الکترونیکی صنایعوکی دترانزیستورانوپه جوړولوکی پکاریږی .
Si په الکترونیک صنایع متالوژی ، دترانستورونو، ماتورپه هسته کی چدن ، دالمونیم په مختلفوالیاژونوکی لکه Al – Si ، Al – Si – Mg اوداسی نوروځایونوکی په پراخه پیمانه داستعمال ځای لری .
مرکبات:
سليکان په مختليف اکسيديشن لمبرونو مرکبات توليدوي، په اثر د اکسيديشن د فلزاتو د سليکان په واسطه سره د (700-1200c°) تودوخي په شتون کي په عاطل اتموسفير کي سليسايرونه حاصل کيږي.
2MG + Si Mg2 Si
6MnO + 5Si = 2Mn3Si + 3SiO2
د جوړښت او خواصو پر بنسټ سلسايدر کار بايد سره توپير ولري، په اليکترونيگاتيويتي ارتباط (E.N) کښي سليسايدونه روابط د ايون گودالنت څخه تر فلزه تغير مومي، د I آوII سلسآيد گروپونه د مثال په توگه CaSi2, CaSi, Ca2Si, نيمه مآدي دي د کيميآوي خواصو سره سم ياد شوي سلسايدونو غير ثابت دي په اوبو کي په لږه او يا هم ډيره اندازه په تيره بيا په تيزابو کښي تجزيه کيږي. د d او f عناصرو سلسايدونه پيچلي جوړښت لري د مثال په توگه MoSi2, MoSi, Mo5Si, Mg2Si دي. روابط په دي ډول مرکباتو کښي په فلزي او نيمه مادي ډول دي په ډير مقدار سلسايدونه (سليکان) د تيزابو په مقابل کښي او تودوښي په مقابل کښي مقاوم دي مثال په توگه Mo2Si2 په ټولو تيزابو کي نه منحل کيدونکي دي يوازي په قلوي گانو او مخلوط HF + HNO3 کي تجزيه کيږي . اکثراً د (f) d- سلسايدونه د لوړ کلکوالي لرونکي دي او يو شمير ئي په سختي سره ويلي کيږي.
مثال:
دذويانو تودوخي سلسايدونه دډير مقاوم موادو د توليد لپاره په مقابل د تيزابو او تودوخي استعمال کيږي،او هم د نيمه هادي گانو په مقابل کي استعمال کيږي، (MoSi2)د1600C°-1700C° تودوخي په مقآبل کي مقاومت لري، او برقي داشونه درڅخه جوړيږي، يو شمير د (f)عناصرو سلسايدونه په اتومي انرژي کي د نيونرونونو د جذب کوونکي په توگه استعمال کيږي، او داسي نورو مواردو کي استعمال لري، سليکان د هلوجنو سره او اکسيجن، سلفر، نايتروجن، کاربن، او هايدروجن د (+4) نمبر اکسيديشن مرکبات جوړوي، يو شمير دوه گانه مرکباتو
مثالونه دادي:
آو څرنگه چي (Si) کوآردينيشن ثآبت عدد مساوي په (4) وي، (SP3-hybrid) د مونومير په شکل (SiHaL4) آو (SiH4) قرآر لري.
او پاته مرکبات ئـي پوليمير دي، اکثره د (Si) مرکباتو د جوړښت (Si4) تترآئيدر دي، (SiN4, Si2C4, SiS4, SiO4 ) چي د (Si) په مرکز کي دي، چي په لاندي ډول شيماتيک ډول د يو شمير مرکباتو د سطح د جوړښت ښودل کيږي.
پوليمير مرکبات د کواردينيشن شبکي لرونکي (SiC,SiO2) د ويلي کيدو د حرارت لوړي درجي او کيمياوي مقامتيا لرونکي دي، او مونومير مرکبات معکوساً په آسانه ويلي کيږي، او کيمياوي فعاليتوب لري، بين البيني (منځ منځني) موقعيت د ځنځيري جوړښت مرکبات (SiS2) آشغآل آو ترلاسه کوي، او هم داشان بيناري (Binary) مرکبات د انيون کميلکس په شان (Si+4) هم ليدل کيږي. ( SiN2-2, SiS2-3, SiO2-3)
په دغه توپير داشان مرکبات اکثراً پوليمير دي، په دي شان عين شمير ولانسي الکترونونه د C آو Si آتوم د عين جوړښت مرکباتو د جوړښت سبب گرځي ولي خپل په جوړښت کي د يو بل سره توپير لري، او همدا شان د کيمياوي فعاليت له کبله هم د يو بل سره فرق کيږي، د کيمياوي طبيعت سره سم ددوه عنصر مرکباتو طبيعت سره سم (N)Si تيزآب دي لکه څنگه چي اکثراً د قلوي گانو سره په حال د محلول او يا مذايه تعامل کوي.
CaSiO3 + H2O SiO2 + Ca(OH)2
SiH4 + 2KOH + H2O = K2SiO3+H2
په دغه شآن د نورو قلوي مرکباتو سره تعامل کوي.
CaS + SiS2 = CaSiS3
د هآيدروليزآنونو څخه توليد کيږي.
SiCl4 + 3H2O = H2SiO3 + 4HCl
SiS2 + 3H2O = H2SiO3 + H2S
سليکآن هلآيدونه (Si-Hal4) ( Silicon- halides) سوايد چي په اثر د مسقيم عمل د مربوطه عناصرو ترلاسه کړو، تترافلورايدونه اکثراً په اثر عمل د غليظ سلفوريک تيزاب پر مخلوط د CaF2 + SiO2 استحصال کيږي.
CaF2 + H2SO4 = CaSO4 + 2HF
SiO2 + 4HF = SiF4 + 2H2O
(SiCl4) په آثر د تودوخي ورکولو د مخلوط (SiO2) د (C) سره په آتموسفير د کلورين لآسته رآځي،
SiO2 + 2CO + 2Cl2 = SiCl2 + 2CO
په عآدي شرآيطو کي (SiF4) گاز او (SiBru) مآيع آو (SiI4) جآمد موآد دي، او ټوله بيرنگه دي، او برعکس تتراهلايدونه د (Si) په آسانتياسره هايدروليز کيږي، چي علت ئـي د (3d) اربيتالونو شتون په (Si) اتومونو کي دي، هايدروليز په اساس د ميخانيک په پايله د اتصال د شپږو ماليکولونو د اوبو او بيل کيدل د ماليکولونو د (H-Hal) په مکمل توليد د (OH4)Si مخته وړل کيږي، لکه څنگه چي د (SiCl4) هآيدروليز (SiCl4+3HO=H2SiO3+4HCl) چي سوآيد په لآندي شکل کي درښيوو.
D1°298 = -238, 3
10H2
د (H2SO4) مآليکول پوليمير کيږي، او د (H2SO4) د محصولاتو ترکيب جوړه دي، په پايله کي د (Si) تترآهآيدرونه هآيدروليز په مربوطه هوا کي دود جوړ وي، په توپير سره د نوي هلايدونه د (Si+4) د (SiF4) تيزآبي خاصيت نه يوازي په اثر د هايدروليز بلکه په داثر د عمل د قلوي د فلورايدونو هم ښکاره کيږي.
2KF + SiF4 = K2SiF6
د (SiF4) هآيدروليز تعآملآت په لآندي ډول ښودل کيږي.
SiF4 + 3H2O = H2SiO3 + 4HF
4HF + 2SiF2 = 2H2SiF6
3SiF4 + 3H2O = H2SiO3 + 2H2SiF6
د هايدروجن هکزافلوروسليکات په آراد حالت کي نه رامنځته کيږي، په (H2SiF6) تيزاب د اوبو محلول کي چي قوي ډول (H2SO4) دي، اکثراً فلوروسليکاتونه په اوبو کي منحل دي، او ټول فلوروسليکاتونه زهري دي، د سليکان هايدرايدونه په مرکباتو کي سيلانونه Selons) په اثر د جوړښت د (Si-Si) رآبطي (ځنځيري رابطي) جوړه وي، او د (SinH2n+2)مرکباتو سلسله رامنځته کوي، د ترکيب سره سم(Si4H10, Si3H8, SiH4)تر (Si6H14)د سيلآنونو فزيکي خوآص د هآيدروکآبونونو سره سمون کوي، په عادي شرايطو کي مونو سيلان (SiH4)آو دآي سيلآن (Si2H6) گاز تراي سيلان مايع، او تتراسيلان (Si4H10) آو هومولوگ سلسله او تر هغوي لوړ جامد وي.
Tm.P°C SiH4 Si2H6 Si3H8 Si4H10
Tm.P°C 132, 5 -14, 7 -117 -93, 5
-15 -112 +53 +86
په بخښني سره د (Si2H6) آو (SiH4) خوآص يو وبل ته ليکل شوي اشتباه ونه شي.
څرنگه چي روابط په منځ کي د (Si-H) آو (Si-Si) په پرتله (C-HآوC-C) ضعيف دي، له دي کبله د هايدروجن سليکان مرکبات لږ مقاوم د هايدروکاربونو په پرتله دي، چي ددي سره سمون لري دي، اکثراً په هوا کي په خپله اور اخلي، سيلانونه د ډيری تودوخي په رامنځته کولو لگيږي، د مثال په ډول:
SiH4 + 2O2 = SiO2 + 2H2O, H°298 = -1288KJ
سيلآنونه د هلوجنونو سره د پړکيدو (انفلاق) سره عمل کوي، سيلانونه هايدرايدي تيزابونه دي چي ددي عمل ښکارندويه ددوي تعامل قلوي سره دي، په خنثۍ او تيزابي محيط کي ياد شوي مرکبات په ښکاره ډول سره مقاوم دي، او د (H2) هآيدروجن سليکآن (Si) په مستقيمه توگه تعامل کوي، سيلانونه په غيري مستقيمه توگه د مثال په ډول د تيزابو د عمل پر يو شمير (Silicide) رامنځته کيږي. و
Mg2Si + 2H2SO4 = SiH4 + 2MgSO4
Mg2Si + 4NH4Br = SiH4 + 2MgBr + 4NH3
په دوهم تعآمل کي آمونيم برومايد د تيزاب په څير عمل کوي، څرنگه چي د (Pᴨ,Pᴨ) ډول روابطو د سليکان لپاره مشخص کوونکي نه دي، له دي کبله هايدرايدونه ددوه گوني، دري گوني رابطي په منځ کي د (Si) د آتومونو لکه آتلين، استلين او بنزول نه ښکاره کيږي، (305,7) (Crimines SiO2) د تودوخي په (1713C°) ويلي کيږي، او په (2250C°) تودوخي په خوټيدو راځي ډير کلک دي او کيمياوي لحاظ څخه ډير مقاوم دي پر ده باندي يوازي فلورين، سلطاني تيزاب (g)HF آو همدآ شآن قلوي محلولونو آو (H3PO4) آغيزه کوي په آوبو کي په عادي شرايطو کي نه حل کيدونکي دي، ولي په 150C° تودوخي آنحلآليت ئـي زياتيږي، او په (0,25%, 500C°) ئـي حل کيږي، (SiO2) د کوآرتس په ښيښه کي (SiO2) په اسانتيا سره بدليږي، په توپير سره د کرستالۍ موريفکشن (SiO2) په کوارتس ښيښه کي د جوړښت واحدونه ئـي تترائيدر غير منظم ځاي لري، د کوارتس ښيښه د کيمياوي لحاظ څخه او تودوخي له کبله مقاوم دي، او د ښيښه ئـي ظرفونو په جوړولو کي ورڅخه کار اخيستل کيږي، د کوارتس ريگ په ډيره اندازه د ښيښو، سمينت، کاشي او نورو شيانو په توليد کي استعمال کيږي، تر ډير لوي فشار لاندي او د تودوخي (120Katmاو د تودوخي 1300C°) خالصه موريفکشن (SiO2) لاس ته راځي چي د (Steciovite) په نوم ياديږي، کثافت ئـي (60%) تر کوارتس لوړ دي، او د رونيل جوړښت لري، يعني (Si) په کي دی
6(Sp3d2-hybrid) کوارينيشن نمبر لري، سربيره پر سليکاتونو په طبيعت کي آلوموسليکاتونه هم پراختيا موندلي ده، چي په جوړښت او تشکيل کي ئـي تترائيدرونه د (SiO4) آو د (AlO4) تترائيدرونه هم بر خه اخلي اکثراً اکسوسليکاتونه لکه څنگه چي د (SiO2) لپآره ئـي ښيښه ئــي حالت مشخص دي، اکثره ښيښي په اثر د ويلي کولو او د سودا او يا (Na2so4) (CaCO3)آو د کوآرتس ريگ مخلوط کولو تر لاسه کوي چي په پايله کي ښيښه چي په جوړښت کي ئـي (Na2O.CaO.6SiO2) دء حآصل کيږي، چي لوي پوليمير انيونونه لري حاصل کيږي، نو له دي کبله ښيښه نه منحل کيدونکي او د کيميا د لحاظ څخه غير فعال ده، عادي ښيښه د سليکاتونو ، د اوسپني سليکاتونو په شتون کي تر يوه حده زرغون رنگ ځان ته نيسي، د ښيښي د توليد لپاره فزيکي او کيمياوي معين خواص (شفافيت، مقاومت) د کيمياوي لحاظ څخه تودوخي اوميخانيک او داسي نور په کي نو اضافه مواد ورته زيات وي، چي ترکيب او جوړښت ئـي تغير مومي.
لکه څنگه چي په Kپوتآشيم لرونکي ښيښو کي د نرم کيدو تودوخي درجه په پرتله د عادي ښيښه يعني (Na) پورته دي، نو له دي کبله هغه د مخصوص لابراتواري ظرفو په جوړولو کي استعماليږي، د Caبدلون په Pb او د Na بدلون په K سبب د لوړ کيدلو د آنکسآر د رڼا ضريف او لوړ کيدل د کثافت درجه د ښيښي کيږي، د سربي کرستل ښيښو څخه د گلدانونو گيلاسونو، او ظروفو او نور ذينتي شيانو په جوړولو کي کار اخيستل کيږي، د Co مرکباتو زياتول په ښيښه کي سبب د شين رنگ کيږي، (Cr2O3) سبب د زمردي رنگ زرغون رنگ او د Mn مرکبات سبب د بنفش رنگ کيږي، او همداشان د (B2O3) زيآتول په ښيښه کي خواصو ته ئـي بدلون درکوي، ښيښه د کيمياوي لحاظ څخه مقاوم دى ولي ماتيدونکي دي، چي مانع د استعمال کولو په نلونو او نور کيمياوي مشتقاتو کيږي، په دي اواخرو کي ئـي د ښيښي مقاومت لوړ کړي، په جوړښت کي ئـي کوچني کرستالي شکلونه زيات دي، د اکسو سليکاتونو د جوړښت واحد لکه د (SiO2) د تترآئيدر گروپ اتومونه (SiO4) دي د Si دوه آتومه په کي د يوه آتوم د O2 د طريقه څخه د يوبل سره ارتباط لري که چيري د (SiO2) په کرستل کي هر تترائيدر (SiO4) په آسآس د رآبطو د جوړښت څلورکنجه يا راس اشغال کړي په هغه صورت کي په (Si-O-Si) آکسو سليکاتونو د (SiO4) تترآئيدر روابط Si-O-Si کولاي شي دوه، دري او يا هم څلور راسه تشکيل شي يعني:
چي پر دي بنا کولاي شو چي د (CiO4) د جوړويدو مختليف ډولونه امکانات يو د بل تر څنگ جوړ شي، او ډول ډول جوړښتونه اکسو سليکاتونه رامنځته شي، د (SiO4) د تترآئيدرونه کولآي شي په مختلفو شکلونو يو د بل سره يو ځاي شي، چي په (٢-٥) شکل کي ښودل شويدي.
په نتيجه کي د کنترول د تبلور د مذايه کرستل د ښيښو بريالي شوي ده، چي که کرستالي مواد ډير هم شانه مواد لاسته راوړي، لکه، کرستالي ښيښه چي مقامت ئـي د عادي ښيښي په پرتله پنځه مرتبي زياته ده، او چُدن ته نژدي کيږي څرنگه چي (SiO2 د H2O) عملآً تعامل نه کوي، نو له دي کبله مربوطه تيزاب د سليکان په اثر د عمل کولو د تيزاب پر محلول د اکسو سليکاتونو او يا هم هايدروليزيک شمير مرکبات د (Si) لکه، هلايدونه، سلفايدونه او نور توليديږي، د د مثال په توگه په اثر د هايدروليز د (SiS2) په پيل د آرتو سلسليک تيزاب (H2SiO4) توليد کوي.
SiS2 + 4H2O = H4SiO4 + 2H2S
K1 = 10-5 K = 10-12
دغه تيزآب په اوبو کي منحل دي، ولى د وخت په تيريدو سره په ډيره يا لږه اندازه پوليميرايزيشن کيږي.
همدآشآن د OH گروپونه پاتي کيداي شي، او کولاي شي تعامل وکړي، او دري بُوري مکروموليکول جوړ کړي، د ارتو سليسليک اسيد (H4SiO4) په پولي آسيد سره د تغير د (H4SiO4) محلول په کلوئيد محلول يعني زول Zolکيږي، او Zol خپل په وار سره تړل کيږي وجيل Gel ته تبديليږي، [307:73] د سليکان د تيزابونو ترکيب په لومړني موادو د تعامل په شرايطو مربوط دي، په اثر د تودوخي يادشوي رسوب کولاي شي په تدريج سره پرته له اوبو مرکب ته تبديل شي، او د (SiO2) يعني سليکآن جيل رآمنځته وي چي د (Adsorbent) په ډول استعمال کيږي، (SiS2) په آثر د ويلي کولو د سليکآن آمورف سره د سلفر د هوآ په نه شتون حآصل کيږي.
2H2S + Si = SiS2 + 2H2
(SiC) سليسيم بايد Cordoned لکه کاربن او سليکان د مکعبي موديفيکشن (لکه الماس)
او هګزا ګونال شتون لري خالص سليکان کار بايد دي اليکتريک دي ولي په اثر د مخلوط کيدل د نور نيمه هادي موادو
( ) کيږي دغه مرکب ډير ستونزمن ويلي کيدونکي دي (m.p=2830c ) او د کلکوالي له نظره وروسته له الماس دي او د کيميا له نظره مقاوم دي يوازي د تودوکښي په شتون کي (HF+HNO3) د مخلوط سره په اثر دا ويلي کيدل د ويلي ګانو سره په شتون کي د اوکسيدانت له منځه ځي مثال: SIC+2KOH+2O2=K2SIO3+CO2+H2O په قوسي برقي کورو کي په تودو کښي د (2000-2200c )د کوارتز ريګ د مخلوط څخه کوکس استحصال کوي کاربو وندا په وسيع ډول سره د جلا ورکونکي موادو په ډول او حريق ضد موادو په ډول استفاده کوي د sicکرستالونه په راديو تخنيک کښي هم د استفادي وړ دي د
Si3n4سليسيم نايترايد مرکب هم کيمياوي کيمياوي او د تودوښي مقاوم دي دغه مرکب د سپين رنگي پودر په شکل دي او د تصاعد نقطه يي 1900C دي ياد شوي مرکب د HFآو د قلوي فلزآتو د محلولونو په مقآبل کښي مقاوم دي او يوازي په اثر د ويلي کول د قلوي ګانو سره په کراره تعامل کوي Si3N4+12NaOH=3Na4SIO4+4NH3
د Si3N4 کرستال پرته له رنګ او د نيمه هادي په ډول عمل کوي دغه شآن مرکبات د حريق ضد په ډول د نيمه هادي ګانو په ډول کيمياوي مقاوم د الياژونو په توليد د رنګ مقاوم سخت ويلي کيدونکي په لوړو حرارتو کي استفاده لري سربيره پر غير عضوي مرکباتو عضوي سليکانو ته د ارزښت وړ دي چي ساده ترين يي دا لاندي دي
فورمول
په دي ډول مرکباتو کي د ځنځير د نوعيت پر اساس او طبيعي راډيکل په منځ کي د سليکان او عظوي مرکبونه لکه ګندکوچکونه ،تيلونه،او نوري يو د بل څخه جلا کيږي عمومآ دغه قسم مقاوم يوليميرونه په مقابل کي د تودوخي تر 600c دي[367:3 468:1]
د جرمانيم سب ګروپ(Germanium)
اکسيديشن نمبر او مرکبات يي
لکه نور عناصر و په ګروپ کښي هم د پاسه تر کښته ټيټ اکسيديشن نمبر ٢+ ثابت دي که چيري د غيري عضوي موادو کاربن په لږه اندازه د c2+اکسيديشن نمبر توليد کړي جرمانيم په ٢+اکسيديشن نمبر ثابت مرکبات را منځ ته کړي او همدا شان په ١١+اکسيديشن نمبر مرکبات هم را منځ ته کړي pbسوب په ٤+ اکسيديشن نمبر لږ تر مرکبات ٢+ په پرتلهرامنځ ته کوي او کولاي شي چي قلعي snدواړه اکسيديشن نمبرونه ٢+او ٤+ ورته معمول دي جرمانيم په شکل د هغه عنصر استعماليږي او د قلعي سرب مربوطه مرکبات يي pb3o4,pbs,pbno3)2 -2h2o,sno2,sncl2,5h2o,sncl4,sncl2,snso4,pbo, pb(ch3-coo)2 هم استعماليږي
طبيعي منابع :-دځمکي په کره کښي (ge10-4%)اوقلعي(sn-4x10-3%) او(pb9,0x10-4%)شتون لري (ges2)د مخلوط په شان د سلفايدونو سره(Ag,cu,zn)پيداکيږي او د قلعي او سرب مهم منرالونه (pbs,sno2) دي د قلعي او کسايد او سلفايد سرب دي
استحصال:
- جرمانيم د لاندي کيمياوي فورمول په اساس استحصال دي
Geo2+2h2=ge+2h2o
Ge په تخنيک کي د نيمه هادي په توګه ډيراستعمال لري قلعي هم د قلعي او اکسايد څخه د کاربن په واسطه سره ارجاع کوي
Sno2+2c→Sn+2CO
د سرب د توليد لپاره په ابتيدا کي د هغه منرال په اکسايد تبديل کيږي او وروسته هغه د coپه واسطه ارجاع کيږي
2Pbs+3O2→2PbO+2SO2
PbO+CO→Pb+CO2
خواص:
- جرمانيم ماتيدونکي او د فلزي جلا لرونکي دي قلعي او سرب نرم پاسته فلزات دي او په اسانتيا سره ويلي کيږي قلعي د څوموديفکيشن لرونکي دي په دي سلسله کي (pb,Ge)فلزي خواص زياتوالي مومي له دي کبله د کوالنت روابطو اندازه په مربوطه مرکباتو کي لږيږي او د e-h4ثابت حالت لږکیږی(ge-3d104524p2)(sn-4d105525p2)2(pb-4f5d104526p)دي په ٤+ نمبر اکسيديشن مرکباتو کي ټول ولانسي الکترونونه شريک کوي د قلوي اکسايدونو او هايدرواکسايدونو د Ge2+له طرف څخه pb2+زياتيږي GeO2تيزابي خواص لري او pbOقلوي خاصيت لري د E-Hal4مرکبات په هلوجن لرونکي پرته فلزي مرکباتو مشابهت لري او E-hhal2په ځانګړي ډول pb-hal2مالګه ده د ٢+ نمبر اکسيديشن ثابت د geله طرف څخه وpbطرف ته زياتيږي لکه څنګه چي د ge2+مرکبات قوي ارجاع کوونکي دي او د pb+4مرکبات تحمض کوونکي دي د سرب دغه خاصيت په لاندي بطريو کښي د لاندي فورمول په اساس ښکاري
Pb+pbO2+H2SO4→2pbSO4+2H2O
په دي عمليه کي سرب په حيث دانود (pb-2e+H2SO4→pbSO4+2H دکتود په حيث(pbO2+2e+H2SO4→pbSO4+2H2O) رول لري د چارج کولو عمليي په اثر معکوس تعامل کوي [379:30]
مرکبات:
- ياد شوي عناصر په مختليفو اکسيديشن نمبرو مرکبات توليد کوي د عناصرو فلزي ځانګړني زياتوالي دي په سلسله (pb,sn,ge)ددوي عمل کولو د فلزاتو سره ښکاره کيږي لکه ge,siاو ددي انالوګ د mgمرکباتو په ترکيب د mg2e توليد کوي دغه ډول مرکبات په نام د جزمانيد (Germanid)ستانايد(stanide)او پلمبايد (plumbide)ياديږي لکه (mg2si,mg2ge,mg2sn,mg2pbپه سلسله د,ge(+5)) (pb(+5),sn(+5)د مرکباتو دوه عناصر ثابت د(دوه عنصرو مرکباتو ثابت) لږ کيږي چي ښکارندوي ددي ځانګړني د مرکباتو د ايزو بار ،ايزوترم،پوتنشيل حميت دي
فورمول:-
همدا شان د e-xانرژي لږ کيدل د مرکباتو يو ډول ښکارندوي د پورتني خواصو دي د هر سره د عناصرو مرکبات pbcl4)ecl4,ef4,eo2)زيات ثابت نه دي ښکاره دي د اربيتالونه د شمير د زياتوالي سره سم په تيرولو سره د cاو siپه سلسله د ge,sn,pb)sp3hybrid حالت لږتر مشخص کيږي او برعکس د هغوي تمايل وه
Sp3d2- hybridization زياتيږي لکه څنګه چي په توپير سره د sio2چي په کرستلي او pbo2,geo2,sno2 روتيل ډول جوړښت لري يوازي د geo2موديفيکيشن په لوړي تودوخي د کوارتي ډول جوړښت لري geo2,sno2هر دواړه په سپين رنګ مشابه د sio2په سختي سره ويلي کيږي pbo2(m.p=1100-2000c په تور نصواري رنگ په اثر په تودوخي تجزيه کيږي مشابه د geo2,sio2په اسانتيا سره په ښيښه يي حالت بدليږي د geo2په زياتوالي په کوارتس کي حاصل شوي ښيښه ډيره شفافه وي او نور ډير انکسار ورکوي نو له دي کبله geo2د عينکو د ښيښو په توليد کي هم ډير رول لري sno2د کاشي جوړولو په تخنيک کښي او چيني جوړولو کي او د مينا او چيني په لعاب په کار کي ډير استعماليږي داي اکسايدونه يي د کيميا د لحاظه ډير فعاله دي يو شمير موديفيکيشنونه د geo2مشابه ورته والي د کوارتس ته جوړښت لري او نسبتآ زيات فعاليت لري
روتيل ډول GeO2وSnO2او PbO2په اوبو کي نه حلکيدونکي دي په دغه سلسله کي تر يوه حده قلوي زيات دي GeO2لک SnO2 تيزابي مرکب او په تود قلوي کي منحل او SnO2امفويتر په دوامداره تودوخي په H2SO4,SN(SO4)2توليد کوي د SNاوPbداي اکسايد د تودوخي په شتون په اثر ويلي کيدل د قلوي سره تعامل کوي په پايله کي د M2eO4، M4eO4MeO3 M2eO3ترکيب مرکبات رامنځ ته کوي
2CaO+PbO2→Ca2PbO4
2PbO+PbO2→Pb2PbO4(Pb3O4)
د GE,Sn,Pbتيزابونه په ازاد حالت کي په شکل سره حاصليږي په نتيجه کي ترکيب رسوب رامنځ ته کوي په اثر د تعامل د nh3محلول د sncl4سره هګزا هايدروکسو ستانيک اسيد [SNOH)6]را توليد کوي
SNCL4+4NH3+6H2O=H2{SN(OH6}+4NH4CL
يا شوي مرکب وروسته له توليد څخه په پوليمير کيدو شروع کوي او sno2.nh2oترسب کوي نوي توليد شوي تيزابونه د SNاوPbپه تيزابونو او قلوي ګانو کي منحل دي چي د قلوي سره M2{EOH)6}ډول مرکب جوړوي GeS2سپين رنګ او SNS2ژيړ رنګ لري او په اوبو او رفيق تي.ابونو کي نه منحل کيدونکي دي د هغوي په اثر د عمل د h2sسره د مشتقات e(+4)توليد کوي د مثال په توګه SNCl4+2H2S=SnS2+4HCl
ES2د قلوي ګانو سره تعامل کوي لکه ES2+(NH4)2S=(NH4)2ES3
دغه مرکب د HCLسره تعامل کوي (NH4)2ES3+2HCL=H2ES3+NH4CL
H2ES3=ES2+H2S
GEاو انالوگ به sp3 hydrid EHal4مرکبات کي توليد کوي چي فضايي تتراييدر په SN-Hal4,Ge-Hal4اوPb-Hal4سلسله کي ماليکولي ثبات لږ دي PbBruاوPbi4لاهم ښکاره نه دي په جامد حالت کي تتراهايدرونه پرته له SNf4اوPbi4ماليکولي ډول کرستل لري نو له دي کبله په اسانتيا سره ويل کيږي او د کيمياوي فعاله موادو له جملي څخه دي په عادي شرايطو کي Gef4د گاز حالت اوE-Hal4کي مايع حالت لري په اشنايي شکل Gei4نارنجيSNi4ژيړPbCl4ژيړ رنګ لري نور تتراهايدرونه د Geاکالوګ في بيرنګ دي د پورتني عناصر هايدرايدونه لږ دي او غير ثابت دي چي د E-H,-Eروآبطو د ل کيدو په پرتله د Si-Siاو i-Hري يو شمرخوصيي په لانديجدول کي ښودل يږي
لکه څنګه چي د پاسني ارقامو څخه ښکاره دي د SiH4(سيلان)GeH4,PbH4په سلسلو کي د موآدو ثبات لږ دي وروستني مرکب فوق العاده غير ثابت ديد هايدرايدونو په اثر تعامل د تيزاب (رقيق تيزاب)پر جرمانايد Germanidاو استانايدstanidesتر لاسه کيږي
Mg2E+4HCL=MgCl2+E-H4
Mg2+4NH4CL=2MgCl2+EH4+4NH3
د تيزاب د عمل له کبله پر Mg2Geپرته له GeH4په يو وخت کي داي جرمان Ge2H6مرکب تراي جرمان Ge3H8توليد کيږي همدا راز مغلق تراجرمانونو او داي استانايدونه SN2H6هم ښکاره کيږي د ٢+اکسيديشن نمبر زيات تر ه د Pbعنصرو د مرکباتو بيلونکي دي ولي د Geلپاره لږ شمير مرکبات باينري Binaryيي ښکاره دي اکثره مشتقات Pb(+2)کرستالي مواد دي پرته له Pb(CH3-COO)2,Pb(NO3)2اکثره مرکبات Pb-Halلږ منحل کيدونکي دي اوPbSO4,PbCrO5اوPbCO3په هغو کي هرومرو غير منحل کيدونکي دي چي دا ښکارندويه د Pbد مقاومت په مقابﻻ کي د اکتر تيزابونو دئ اکتر e2+مرکبات بيرنګه دي ولي GeO SNOتور رنگ لري PbOسور او يا هم ژيړ رنګ لري GeSاوSaSنصواري رنګ لري PbSتور رنګ SNi2سور رنګ Pbi2د ژيړ رنګ لرونکي دي د E(2+)مرکباتو کرستالونه جوړښت په عمومي توګه مغلق تره ديلکه څنګه چي SNO,PbOسور شبکه يي طبقه يي دي د (٥-٣)شکل سره سم جوړيږي چي تتراګونال پير اميدونو واحدونو څخه ٍEO4يو ځاي د يوي جوړي الکترونو نو سره localجوړيږي EOآکسآيدونه آو E(OH)2هآيدروآکسآيدونه د آمفوتير ځانګړني لرونکي دي او د قلوي تيزابونو سره تعامل کوي E(OH)2+2HCL=ECL2+2OH
E(OH)2+KOH=K{E9OH)3}
دPb(2+)مشتقات د قلوي خواص او د CL2تيزابي خواص لرونکي دي دPb(OH)2,SN(OH)2په اضافي حالت کي د قلوي ګانو شتون لري پرته له هغه تجزيه کيږي د کاميلکس مرکباتو د جوړيدو ميل لري E-HAL2په پرتله د E-HAL4 لږ تره دي د قلوي د هايلايدونو سره M{E-HAL3}آوM{E-HAL4}ډول کمپلکسونه جوړوي د GE2+آو SN2+ مشتقات قوي ارجاع کوونکي دي لکه څنګه چي GeCl2دCl2سره په اساني سره تعامل کوي او sncl2د کوټي په تودوخي سره په شدت سره تعامل کوي pbcl2په عادي شرايطو د cl2سره تعامل کوي د GE(2+)آوSn(2+)مشتقات يو شمير فلزات د مرکباتو څخه ارجاع کوي د مثال په ډول
2Bi(NO3)3+3NA{SN(OH)3}+QNAOH 2Bi +3NA2{SN(OH)4}
هغوي fe( په fe( او cro32-ارجاع کوي sn(+2)مشتقاتو د ارجاعي خواصو په سنتيز او اناليمز کي د کيميا استعماليږي د pb(+4)مرکبات قوي اکسيدانت دي او دا ځانګړني يي په تيزابي محيط کي ځان ښيي د مثال په توګه هغوي د Mn2+د اکسيديشن ترMno4کيږي
2Mn2++5PbO2+4H+=5Pb2++2MnO4+2H2O
PbO2اوPb3O4د اکسيدينت په ډول د اورلګيتو په صنعت کي استعماليږي دPb(2+)انتقال و Pb(4+)ته يوازي د اکسيديشن په برقي عمليه کي او يا اکسيدينت کي ډير قوي دي چي د حرارت په شتون کي او د قلوي محيط کي امکان لري مثال
Pb(CH3-COO)2+Cl2+4KOH=PbO2+2kcl+2KCH3-COO+H2O
د Pb(2+)د مرکباتو څخه PbOد اپتيکي ښيښو په صنعت کي کرستل او مينا العاب جوړولو کي استفاده کيږي Pbcro4سور نارنجي رنګ لري په 2PbCO
3,Pb(OH)2رنګه منرال په ترکيب کي شامل دي چي د رنګونو په تهيه کولو کي استعماليږي په دي وروستيو کي د قلوي او سرب عضوي مواد هم د زيات اهميت وړ دي [485:1]
د تيتانيوم (titanium)سب ګرزپ عناصر
د اکسيديشن نمبر او مهم مرکبات يي :
د تيتانيم لپاره TICL4,TIO2,)+4,(TICL3,6H2O)+3آکسيديشن نمبر مرکبات HF+4,ZR+4,BATIO3,TIOSO$مرکبات لپاره E(SO)4.4H2O,ECL4,EO2,E2O3(NO3)2.5H2Oشته دي
په طبيعت کي شتون :
د ځمکي په کره کي HF-3,2X10-40%\ZR-1,7X10-2%\TI-0,63%شتون لري tiپه مقدار د کاربن په پرتله په طبيعت کي ډير دي يادشوي عناصر يوازي په طبيعت کي د مرکباتو په ډول شتون لري د tiاساسي عناصر عبارت دي له FeTiO3,Fe2O3,FeTiO3,TiO2او د ZrSi4,ZrO,Zrدي او د HfاوZrسره ليدل کيږي
استحصال : که چيري د تيتانوم FeTiO3منرال او د H2SO4سره په مربوطه سلفيتونو FeSO4او TiOSO4تبديل شي د هايدروليز په اثر TiOحاصليږي د TiO2د لاندي تعامل په اثر په TiCl4بدلولاي شو TiO2+2C+2Cl2=TiCl4+2CO
د Ticl4څخه د Mgپه مرسته فلزي تيتانوم لاسته راځي
TiCl4+2Mg 2MgCl2+Ti TiCl4+4Na 4NaCl+Ti
يا د شوي تعامل د Arپه اتومسفير کي په 800/900c تودوخي کي صورت مومي په دغه شان د zrاوhfمنرالونه لومړي په Ecl4بدليږي او وروسته د Naپه واسطه سره د تودوخي په شتون کي په مخصوصه داشونو کي ارجاع کيږي
ECL4+4NA E+4NACL
خوآص:Ti,Zr,Hfسپين نقره يي ششان فلزات دي په اثر د مخلوط کولو د O.H,N,Cآو نور عنآصر د خپل آرجآعت له ﻻسه ورکوي کلک او ملتيدونکي کيږي او د تودوخي ورکولو په مرسته هايدروجن او نايتروجن شديدآ جذب کوي هايدرايدونه او نايترايدونه توليد کوي يا شوي عناصر و وروستني قشر الکترونيکي جوړښت
Zr-4d2 5s2,ti-3d2-4s2 Hf-4f14 sd2 6s2
يو شميرخواص د يا شوي عناصرو په لاندي جدول کي ښودل شوي
فلز P.pc
m.pc
Dg/cm3 الکترو پوتانشيل
T1 1668 3260 4,51 E (T13+/T1)=1,75
Zr 1853 4330 6,5 E (ZR+4/ZR)=-1,43
HF 2222 5400 13,31 E (HF+4/HF)=-1,57
مرکبات: ياد شوي عناصر سره مختلف مرکبات توليدوي د ZR,TIآوHfپودرونه او د N2,O2,S2عنآصر جذبوي چي د ياد شوي غيري فلزاتو په دجذبولو سره په مربوطه اتومونو تبدليږي او د کيمياوي اړيکو په جوړولو کي سهيم کيږي او د فلزي روابطو مرکبات جوړوي د ريلوکاليزش (فلزي)روابطو په اړخ کي لوکاليزيشن(کورالنت)روابذ رامنځ ته کوي چي په پايله کي سيستم کلک او ماتيدونکي کيږي د TI,ZR,HF,د ګآزي جذب ليوالتوب د ژورو خلاوو د استحصال د ګازونو او الياژونو په جوړولو او نورو مواردو کي ځاي لري د TI,ZR,HFهآيدرآيدونه مآتيدونکي مشآبه ايره يي او يا هم تور رنګ اري د هغوي ترکيب د EH2فورمول لري دغه مرکبات دCaH2سره ورته والي لري د ti,اکسيديشن د اکسيجن په واسطه سره د مختلفو مراحلو په تيرولو سره ترسره کيږي چي سسوايو د لاندي مرکب په واسط سره ښيو
TI+O2 TIO TI6O TI3O2 TIO TI2O3 TIO2
د آکسيجن د مقدآر په زيآتولو سره د فلزي روآبطو برخه لږ کيږي او کوالنت روابط زياتيږي Ti6O,TiO3فلزي او TiO2کوالنت مرکبات دي د tiسب ګروپ هايدرايدونه او نايترايدونه په اثرد مستقيم عمل د عناصرو د لوړي تودوخي په شتون کي رامنځ ته کيږي e-n,ecمرکبات د متحول ترکيب سره ډير کلک ويلي کيدونکي کرستالي مواد دي چي په m.p=3000-4000c سره ويلي کيږي او د ښه برقي هدايت لرونکي دي او د کيميا له نظره غير فعال دي د E-si2سلسايدونه او بورايدونه د E-Bآوe-b2يو شان خواص لري او د ټول متحول ترکيب لري د HFC,ZRC,TIO,ZRN,TIN,TICمرکبات د NaClډول جوړښت لري يو د بل سره جامد محلول رامنځ ته کوي د Tiسب ګروپ عناصر و فزيکو کيمياوي ځلا اصو ارزښت زيات دي او په تخنيک کي د ډير اهميت څخه برخمن دي د مثال په توګه :- د TiO80%اوHfc20%الياژ ترکيب يو ډير کلک ويلي کيدونکي څخه دي د ويلي کيدو درجه يي m.p-4000c دي د Tiد تعامل ځانګړني او انالوګ يي د فلزاتو سره د عناصرو په دوره يي جدول کي د موقيعت سره اړيکه لري لکه څنګه چي نږدي عناصر د هغه د خواصو له کبله Ti,v.crډير شمير جامد محلولونه توليد کوي
عنصر T1 v cr mn fe co Ni
آلکتروني جوړښت D2s2 D3s2 D3s2 D5s2 D6s2 D7s2 D8s2
انحلاليت په t1کي _____ 100 100 28 20 13 10
دMn,Fe,CoNiسلسله کي د جامدو محلولونو د توليد امکان tiلږ کيږي او معکوس د هغوي د تعامل انتري مينا تيک مرکبا تو ته زياتيږي لکه څنګه چي tiد تعامل د ويلي کيدو په اثر د feسره شديد تعامل تر سره کيږي Fe3TiاوFeTiرامنځ ته کوي په مشابه توګه د trاوzrداخل کوي په الياژونو کي د زيات ارزښت هندتوب فزيکي او کيمياوي خواصو کيږي لکه څنګه چي 0,1%د تيتانوم tiعلاوه کول په فولاد کي د کلکوالي ددرجي او ارتجاعيت ددرجي د لوړوالي سبب ګرځي دغه ډول فولاد د ريل ګاډي په پټلي د داګيو محورود عرابو محور او نورو تجهيزاتو کي استعماليږي د Zrزياتول په فولاد کي د کلکوالي درجه د ښوينديتوب درجه لوړوي چي دا ډول فولاد د زرهي سپرونو او تختو په جوړولو کي استعماليږي د Tiاو هغه انالوګ لپاره هغه مرکبات د ٤+ اکسيديشن نمبر سره ES2,EO2,E-HAL2,E(SO2)2مشآبه او ښکاره دي سربيره پر هغه مشتقات (4+)complexکامپليکس تيتانات زرکونات او هوفونات ښکاره دي
E-HAL4 EO2 ES2 E(SO2)2
{E-HAL6}2- EO4-4 ES4-4 [E(SO4_3]
[ZRF7]3-[HFF7]3 EO32- ES32-
[ZRF8]4-[HFF8]4-
دTi+4کواردينيشن شميره ٦ زيات معمول دي او په ٤ کواردينيشن شميره هم مرکبات رامنځته کوي Hf(+4),zr(4+)سربيره پر هغه په ٧ کواردينيشن عدد هم عمل کوي داي اکسايد د Eo2داي اکسايد د کرستالي کواردينيشن شبکه لري په يوه
موديفيکيشن کيTiO2روتيل د Tiکواردينيشن شميره د ٦ سره مساوي ده پهO2 Zrاو HFO2کرستآلونو کي ZR,HFکوآردينيشن نمبر ٧او ٨ دي د (٤-٥)شکل سم سره رسيږي eo2ډير ويلي کيدونکي سپين مواد دي د لوړي تودوخي سره توليد کيږي EO2د کيميآوي لحآظه غير فعال دي په اوبو کي ساړه غير رفيق تيزابونه پرته له Hfڅخه او غير منحل قلوي ګاني دي يوازي په اتم ددامداره وي په قرارتيا سره د تيزاب په اثر د ويلي کولو د قلوي ګانو سره تعامل کوي د داي اکسايدونو د جملي څخه TiO2ډير د استعمال وړ دي په اثر د غير فال خواص tio2د رنګ جوړولو رابړ جوړولو او نورو مواردو کي استعماليږي
Tio2 Zro2 Hfo2
Tm.pc
1870 2850 2900
Ah
-944 -1095 -1114
-889 -1025 -1054
د e-Hal4تتراهايدونه وکلورايدونهوبرومايدونه ايودايدونه په جامد حالت کي ماليکولي شبکه لري ماليکولي ثبات يي تترائدي E-HALولآړ Tiپر روابطو دي په پايله کي خپلواک اربيتايلونه eاتومونه اويل شوي الکتونونه ليګندري
E
نتیجه ګیری
ددی مونوګراف دموضوعاتودلنډوکتنوڅخه وروسته دپایلی ته رسیږو چی دعناصرودوره یی جدول څلورم ګروف الکترونی ویش،عمومی فارمول،داسحصال طریقی،کمیاوی تعاملونه مرکبونه اوداستعمال ځایونه په جامع ډول ترتیب اولیکل شویدی ځینی اصطلاحات په خپل ځای تشریح شویدی،شکلونه اوجدولونه په ښه ډول سره رسم شوی دی
په نتیجه اوس مونږ پوهیږو چی ددی ګروف موقیعت دددورانی جدول په کوم ځای کی قرارلری.دوی څنګه مرکبونه جوړوی کوم فزیکی اوکوم کیمیاوی خواص لری.
ددوی داستعمال اهمیت اوځای مشخص کولای شو صنعتی اوتخنیکی ارزښت لری
سوالونه :
1. د ( CH3 )2 SiCl له تعامل څخه اوبه اودمیتایل سیلانول مرکب لاته راځی .دهغه دتعامل معادله ولیکی ؟
2. دسلیکان دمنرالونوکیمیاوی تجربی فورمولونه ولیکی ، Thorite , Zircon , Spodon , Muscovit
3. دزرکون او تیوریت هندسی جوړښت یی څه دی هغه رسم کړی ؟
4. د LiAl(Sio3)2 جوړښت رسم کړی .
5. امیتایست اواګات تعریف کړی ؟
6. دنوردموج اوږدوالی محاسبه کړی چی هغه کولا ی شی دسلیکان ولانسی الکترون دبرقی هدایت ورکولوسویی ت تحریک کړی ، اوپه کومه ساحه کی سپکترتولیدوی ؟
7. خپل دلایل د C Cl4 او SiCl4 دخواصوپه باره کی بیان کړی ؟
8. دسلیکان اوسلیکونیزترمنځ څه توپیردی ؟
9. دیوه فلزولانسی ساحی اوحرارتی هدایتی ساحی انرژیکی شیمارسم کړی ؟
10. دورو ورواوچتک حرارت ورکول اغیزپه سرامیک اوفلزمقایسه کړی ؟
.
بنام پروردگار عالمیان