د دورانی جدول دریم  اصلی گروپ عناصر

 

 

پدی ګروپ کی برون (Boron)  المونیم (Aluminum) ، ګالیم (Gallium)، اندیم (Indium) او تالیم(Thallium) او فرعی ګروپ یی سکاندیم(Scandium) ، یو تیریم (Yttrium) ، لنتانیم (Lanthanum) او اکتنیم (Actinium) اود لنتاندونو او اکتنایدونو کورنی شاملی دی .

الکتروني ويش :

 B5       1s12s2 2p2     

Al13      1s2 2s2 2p3s23p1

Ga31     1s2 2s2 2p6 3s23p63d10 4s2 4p1

In49      1s2 2s2 2p6 3s23p6 3d10 4s2 4p64d10 5s2 5p1

Ti81      1s2 2s2 2p6 3s23p6 3d10 4s2 4p6 4d10 4f145s2 5p65d10 6s2 6p1

 

1-1:     جدول  :   د    III A    ګروپ عناصر ځيني فزيکي او کيمياوي خواص

 

شميره

کيمياوي سمبول

B

Al

Ga

In

Tl

1

دعنصر اتومی عدد

5

13

31

49

81

2

دعنصر اتومی کتله

11

27

70

115

204

3

 د شعلي رنګ 

سبز چمني

---

بنفش

بنفش مايل به ابي

سبزوروشن

4

ماليکولي فورمول

 

 

 

 

 

5

د ولانسي مدار الکتروني ويش (ns2  او  np6)

2s22p1     

3s23p1       

4s24p1   3d10

5s2 5p1      4d10

4f144p106s26p1

6

اتمي شعاع (   pm  )

98

143

141

166

171

7

ايوني شعاع(    pm  )

20

50

62

81

95

8

ايونيزيشن انرژي 1(kJ/mol)E

801

577

579

560

589

9

 الکترونګاتيفي

2/6

1/9

2/0

1/7

1/6

10

دويلي کيدو ټکي Co

2027

660

29.8

156

304

11

دايشدو ټکي Co

 

3927

2447

2237

2047

1470

12

gr/cm3  کثافت

2/43

2/7

5/91

7/31

11/83

13

 

 

 

 

 

 

14

اکسيديشني نمبرونه

4-  تا  4+

+3 

+3,+1

+3,+2 ,+1

+3,+1         

15

الکترودی پتانسیل

-0/87

-1/66

-0/53

-0/54

+0/74

16

د     هلوجن  سره تعامل

BX3   ,C

 ,C Al2X6

    Ga2X6

  In2X6

TiX

17

د  O2  خا لص سره تعامل

12000C   ,B2O3  

8000C Al2O3,

 Ga2O3 16000C

   6000C  In2O3

4000C  Tl2O3

18

د     H2O      سره تعامل

نلري

نلري

نلري

نلري

نلري

19

د     N2      سره تعامل

   12000C BN

AlN  7400C   

نلري

    نلري

نلري

20

جداسازی

گیلو-ساک

وهلر

بوابودران

رایش

کروکس

 

د دریم اصلی ګروپ د عناصرو خواص:

     په دریم ګروپ کی فلزی خواص د لوړی خواه څخه کښته خواته زیاتیږی. ددی ګروپ لمړنی عنصر بورون دی چی یو شبه فلز شمیرل کیږی. او څو الوتروپی (مختلف شکلونه ) لری.  د حرارت ورکولو په واسطه بوریک اسید په بوریک اکساید (B2O3) بدلون پیدا کوی. د بورون تیزابی اکساید څخه د مقاومت لرونکو شیشو په جوړولو کی کټه اخستل کیږی. نوموړی شیشی د پایریکس (pyrex)  شیشی په نامه یادیږی بورون د خاریجی قشر الکترونونه پواسطه اشتراکی رابطه جوړوی ، +3 اکسدیشن نمبر اختیاروی. ددی ګروپ نور عناصر فلزات دی ، د هغو اکسایدونه د R2O3  فورمول لری.

المونیم یوه مهمه تعمیراتی ماده ده . Al2O3 یا المونیم اکساید امفوتیریک خاصیت لری. یعنی دا ماده هم تیزابی او هم قلوی خاصیت له ځانه ښیی المونیم اکساید په تیزابونو کی حل کیږی او د المونیم آیون تولیدوی.

Al2O3 + 6H+ -------------> 2Al+3 + 3H2O                                                           

نوموړی اکساید په قلوی کی هم حلیږی

Al2O3 + 6H2O + 2OH-  -----------------------> 2Al(OH)-4                                  

په جدول کی د المونیم لاندی د (Ga) عنصر قرار لری دا فلز که د لاس په ورغوی کی ونیول شی ویلی کیږی.

دا فلز په 30 Co درجه کی ویلی کیږی او په 2400 Co  درجه کی په ایشیدو راځی . لدی کبله دلوړو درجو په ترمامیترونو کی استعمالیږی.

د Ga  ګالیم د ایونایزیشن انرژی له المونیم څخه لږ ده ، ځکه چی اتومی شعاع په یوه ګروپ کی له پورته نه کښته خواته ډیریږی. او له دی کبله ده چی د Ga  کیمیاوی خواص تغیر کوی. ګالیم ، اندیم او تالیم له اکسجن او سلفر سره ډیر ژر ترکیب کیږی. کلورین او برومین سره په عادی حرارت کی اما له آیودین سره د حرارت په مرسته تعامل کوی. ګالیم هم لکه د المونیم په شان په القلی کی حلیږی.

2Ga + 6H2O +6 NaOH ----------------------> 3H2 + 2Na3[Ga(OH)6]               

ولی اندیم او تالیم د اکسیدیشن کوونکو په نه موجودیت کی د القلی ګانو په مقابل کی با ثباته دی.

المونیم اکثراً کوولانسی مرکبات جوړوی ، مګر ځینی ایونیک مرکبات لکه AlF3 هم منځته راوړی.

د مثال په توګه د المونیم د مالګو د حل کولو څخه په اوبو کی Al+3 کیتون تولیدیږی ګالیم ، اندیم او تالیم هم ایونیک مرکبات لری. د هغو کیتونونه د اوبو په مرسته جوړشویو محلولونو کی موجود وی.

المونیم یوازی +3 اکسیدیشن نمبر لری او ډیر اهمیت هم لری. د ګالیم او اندیم یو شمیر مرکبات چی (+1) اکسیدشن نمبر لری هم موجود دی. اما تالیم +1 او +3 د اکسیدیشن نمبر لری چی دواړه یی ډیر مهم دی

 دریم ګروپ اعظمی اکسیدیشن نمبر +3 دی. د داخلی جوړه شوی الکترونونو تاثیر ددی ګروپ په عناصروکی مهم ندی. په دی هکله ویل کیږی چی د B او Al اکسیدیشن نمبر د هغو په ټولو مرکباتو کی +3 وی (د ځینو جامد کمپلکسونو په استثنا ) +1 اکسیدیشن نمبر په دی ګروپ کی له پورته نه کښته خواته ډیر اهمیت کسب کړیدی. د تالیم +1 اکسیدیشن نمبر د هغه +3 اکسیدیشن په شان مهم شمیرل کیږی.

له آیودین څخه د فلورین لوری ته د الکترونونو شمیر له کښته څخه پورته خواته لږوالی مومی . په دی اساس د Landon قوی (Lon don Fritz انګیسی عالم وؤ) هغه جذبی قواوی چی قطبی مالیکولونو تر منځ په لخطووی دوه قطبی پیداکیدلو په اثر تولیدیږی د لاندون قواوی په نامه یادیږی. دا قوی دواندروالس د قواوو له انواعو څخه شمیرل کیږی. چی په تدریجی ډول ضعیفیږی. په دی اساس ویل کیږی چی د ویلی کیدو او ایشیدو ټکی له BI3  څخه BF3 په لور لږوالی پیدا کړی. برسیره پردی په حقیقت کی BI3 جامد یا BBr3 مایع او BCl3 د ګاز حالتونه لری.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

1-    بورون Boron (B) :

 

  د بورون عنصر د لمړی د پاره 1808 م کال کی ګیلوسک او تینارد (فرانسه) لخواه وپیژندل شو. بوران د کيميا د نظره په A111 ګروپ کې قرار لري.اتومي نمبر يي 5 او اتومي وزن يي 10.02 دى .ولانس يي 3 او ايوني شعاع يي 0.23A ده.الکترونيګيټيويټي يي 2 او د جذب حالت يي BO3 دى.په جامد شکل پيدا کيږي چې کثافت يي  2.34g cm-3 د ويلى کيدو ټکى يي د2076C دى او د جوش ټکې يي  39270C او دوه ايزوتوپونه لري.

 دبوران مرکبات په عربي کې د بوراق(Buraq) او د فارسي د بوراه(Burah) او د ترکي د بور(Bor) په نومونو د زرګونو کلونو لپاره پيژندل شوى ؤ.او په پخواني مصر کې په ناتران(Natron) سره پيژندل شوى ؤکوم چې د بوريت او نورې مالګې يي لرلى.د بوراکس ښيښه يي پوخ(Glaze) 300م کال کې په چين کې استعماليده او په پخواني روم کې د بوراکس مرکبات د ښيښې په جوړولو کې استعماليده مګر دا عنصر د نورو مرکباتوڅخه په (1808)م کال کې جدا شو.

ترکيه او د امريکا متحده ايالات د نړۍ د بوران زيات توليدونکي هيوادونه دي چې ترکيه د نړۍ(63%) د بوران منابع لري. بوران په طبيعي ډول په ازاد شکل نه پيدا کيږي مګر د بوراکس،بوريک اسيد،کوليمينايټ،کرنايټ،الکسايټ او د بوريت په شکلونو په ترکيبي ډول پيدا کيږي.

بوريک اسيد اکثره وخت داورغورځوونکود اوبو په چينو کې پيدا کيږي.الکسايټ د بوريت منرال دى چې په طبيعي ډول(Fiber optic) تار ډوله معلوميږي.په اقتصادي ډول يي مهمې منابع د کاليفورنياد Mojave desert اود مرکزي او غربي ترکيي برخې دي. د بوران انتي بيوتيک مرکبات بورومايسين دى چې دStreptomyceڅخه جلا شوى دى.په 1989م کال کې د بوران په غذايي ارزښت باندې د متحده ايالاتود زراعت په ډيپارټمنټ کې بحث او خبرې وشوى.

د متحده ايالاتود صحت قومي ادارې رانقل کړي دي چې انسان بايد په عادي حالت کې په غذايي رژيم کې 2.1-4.3mg/kg د بدن وزن بوران واخلي.

بوران د(1910) م کال څخه را په ديخوا دنباتاتود يو ضروري عنصر په توګه ثابت شوى دى او ددې د ضرورت راپور د وارنګستن او سانر او لپسن پواسطه ورکړل شوى دى.

A-  طبعی سرچینی:

 

بورون د ځمکی په کره کی 3.10-4% وجود لری بورون په آزاد حالت د عنصر په ډول وجود نلری. او Mg  او Ca د مالګو او تیزابونو او د پولی بوریک اسید (B2O3)n(H2O)n  په ډول پیدا کیږی طبیعی بورن دوه ایزوتوپه لری B10(18.83%) اوB11(81.17%)  بورون د بوراکس Na B2O7 په منرال کی وجود لری.د بورون اصلی معدنونه عبارت دی له (Ca2B6O11. 5H2O ) Colemanite , (Na2B4O7 .4H2O) kernite , (NaCaB5O9 . 8H2O ) ulexite

 

B-   مرکبونه او اکسیدیشنی نمبر:

 

    بورون پخپلو اکثر و مرکباتو کی په +3 اکسیدیشنی نمبر عمل کوی لکه                        (BN , H3BO3, Na2B4O7, B2O3)

بورون ډیرمرکبونه جوړوی . دبورون ترکیب دفلزاتو سره مختلف بورایددونه                 ( MB6 , MB2 , M3B4،MB, M2B, M4B ) تولیدوی . مثال په ډول

CrB2, Cr3B4, CrB, Cr2B Cr4B, NbB2, Nb3B4, NbB, Nb3B2, Nb2B هر څومره چی په نموړی مرکبونو کی دB تعداد زیات وی هعومره ددوی جوړښت پیچلی او مغلق کیږی.          د d عناصرو اکثریت بورایدونه ډیر کلک او د اور په مقابل کی ((2000-3000C0 پوری مقاوم دی  چی پدی ترتیب مقاوم کیمیاوی هم دی.  دمثال په ډول د d عناصرو بورایدونه               Mb2  - همدارنګه هکز بورایدونه او د F  عناصرو  Nb2  بورایدونه دغیرعضوی تیزابونو او دحرارت په مقابل  کی مقاوم دی.ولی هغوی په مذابه قلوی ګانو او پراکسایدو په واسطه تخریب کیږی د S د عناصرو بورایدونه لکه MB د کیمیا له نظره فعال دی او د تیزابونو په واسطه تجزیه کیږی یو مخلوطه د بورایدونو لاسته راوړی د d عناصرو بورایدونه ( Ta ,Nb ,Ti , Zr , Cr  ) دحرارت په مقابل کی زیات مقاوم دی د هغوی دالیاژونو څخه  دجیت د طیارو د ماشینونو د پروزو د جوړلو لپاره د اور ګازی توربینونو کی استعمالیږی. یو تعداد بورایدونه د کتلست په توګه  اوهم د برقی سامانونو – د کتود الکترونو د جوړلو لپاره هم استعمالیږی. په مرکباتو کی +3 اکسدیشنی نمبر برخه اخلی د ډیر و عناصر سره ترکیب نظر وبورون ته الکترونیګانیف دی لکه په هلایدونو  ، اکسایدونه ، سلفایدونه ، ناتیرنونه  ، او هایدوکسایدونه او داسی نورو

 

‌BF3      ,          B2O3       , B H3                                   

BF4-   ,             BO2-         BH4-                      

د کولانت رابطی د تعداد په مطابقت د بورون +3کواردیشی عدد  مساوی په 4 یا هم 3 دی چی د هغه په SP3 او یا hydroid  SP2 هایبریدی اربیتالونه سره مطابقت کوی.

 

  Tetraeder BF4-  , BH4-                                SP                     2S     

SP

 

         

Trigonal       BCL3      BO-33      

SP2

 

 


Cl

 

 

B

 

 

Cl                        Cl

                H

                B

 

HN                      NH

 

 

HB                      BH

 

 

              N

              H

                O             -3

 

 

B

 

 

O                        O

دبورون SP2  - hybrid ولانسی اربیتالونه د Trigolnic – سختمان لرونکی دی لکه د کاربن دا رنګه هاییریدایزیشن  ددیلوکالیزیشن د روابطو په واسطه πp  - πp    ثابت ګرځی  دا رنګه رابط په واسطه د اشتراک د 2p د بورون د اتوم د آزاد اربیتالونو او د جوړه الکترونه د ترکیب شوی ازادو اتومونو څخه حاصلیږی .

 


                                                         

                                        

 

 

 

 

 

د پورتنی موکبونو له ډلی څخه BF3 او BCl3  تر یوی اندازی پوری استعمالیږی B2O3 د CuF3 سره د غلیظ H2SO4 په موجودیت کی تودوخه ورکول کیږی او ترای فلوراید تر لاسه کیږی.

B2O3 + 3CaF2 + 3H2SO4 = 2BF3 + 3CaSO4 + 3H2O    

BCl3 لکه SiCl4 د Cl2 او داغ مخلوط B2O3 د تعامل له مخی د کاربن سره پّ لاندی توګه تر لاسه کیږی .

B2O3 + 3C +3Cl3 = 2BCl3 + 3CO    

 تر ای هلاید بورون د جوړه  الکترونونو اکسپتر قوی خاصیت لرونکی دی. د مثال په توګه  BF3 د H2O  او NH3 ایتر الکول او داسی نور یو ځای کیږی.  

 

           F                     H



F        B            O

 

         

          F                      H

 


                                                Tm.p = 10/2 Co

 

 

 

 

           F            H



F        B            N          H

 

         

           F            H

                                             

                                         

 

                                                Tm.p=163 Co

 

 

 

د اکسپتر – دونر (E) قابلیت ددی سبب ګرځی تر څو د ترای فلوراید او ترای کلوراید له مرکبونو څخه د کتلیست په حیث په عضوی سنتز کی استفاده وشی.

ترای هلایدونه بورن تیزابی طبیعت لری چی هایدرولیز کیږی او تیزاب تولیدوی .

‌BHal3 + 3HOH = H3BO3 +3H – Hal

نوڅکه BBr3  او BCl په مرطوبه هوا کی د ود تولیدوی او BI3 دH2O  په انفلاقی ډول (چودنی حالت ) تعامل کوی. د BCl3 تیزابی خاصیت هغه وخت معلومیږی چی مایع NH3 سره تعامل وکړی. ‌

BCl3 + 6NH3 = B(NH3)3 +3NH4Cl 

‌B2O3 څوډوله مودیفکشن لری. د کرستالی B2O3 ویلی کیدوټکی 450 Co  او د جوښ ټکی یی 2250  Co دی او لوړ تولیدی ګرما لری H298=1461 Kj/mol  ∆  او تولیدی ایزوبار پوتانشیل یی ∆G298 =1178 Kj/mol  د . په آسانی سره ښیښه ماننده حالت غوره کوی او سخت کرستل کیدونکی ماده ده.

B2O3 په شدت سره د اوبو سره عمل کوی او مربوطه تیزاب (H3BO3) تولیدویB2O3  ښیښه ماننده مرکب دی .د H2O  پواسطه تجزیه کیږی BN دوه مودیفکشن لری. د هغه د متشکله عناصرو په اثر هګزاګونال جوړښت د ګرافیت په ډول لاسته راځی BN سپین رنګ لری او نیمه هادی دی د ګرافیت په مقابل کی مقاوم دی mp= 300 Co دی .  دتودوخی په موجودیت د H2O سره په آهستګی سره تجزیه کیږی . دهغه تجزیه د رقیق تیزاب په موجودیت کی زیاتره صورت مومی.

د BN بل ډول مودیفکشن د الماس کرستلی شبکه لری. نوموړی کرستل (بورا زون) توره زیړ رنګ لری یا بیرنګه وی . بورا زون ډیر کلک دی او دا لماس سره معادل د سختی درجه لری. بورازون په خلاء کی تر 2700 Co پوری تغیر نکوی او په هوا کی تر 2000 Co تودوخه په موجودیت کی یواځی د هغه سطح اکسیدی کیږی حال دا چی الماس په 900 Co کی سوځی. بورازون لکه الماس دای الکتریک دی . همدغه خاصیتونه سبب کیږی تر څو بورازون په تخنیک کی ډیر ارزښت پیدا کړی.

بورازونونه د لاندی معادلی په اساس کولای شی چی تولیدشی.

6MgB2 + 12HCl = H2 + B2H10 + 6MgCl2 + 8B

بسیط بور هایدراید BH3­ په عادی شرایطو کی ثابت   ندی . ځکه د هغه کواردیشنی غیر مشبوع دی او پخپل دایمیر ته تبدیلیږی.

BH3+BH3 = B2H6          ∆G298 =-117 KJ/mol

په آزاد حالت کی د تولید شوی هایدرایونو له ډلی څخه BnHn =4 او BnHn+6 وجود لری چی د دوی ساده ترینه دB6H10 , B2H6 ,  غاز B6H10, B5H9  مایع او B10H14 مواد د جامد څخه عبارت دی .

 

 

 

                                          

1/34 Ao

97o

119o

1/20 Ao

                     

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

1/77 Ao

 

 

 


د تیترابورون B4H10 اوپنتابورن B5H9 جوړښت په اتم کی د B5H9 په مالیکول کی الکترونونه زیادتر دیلو کالیزیشن شویدی د پنځه مرکزه اړیکو سبب ګرځی .

د B5H9 په مالیکول کی د 24 الکترونونه له جملی څخه 10 الکترونه د پنځه دوه مرکزه B-H اړیکود تولید لپاره 8 الکتروند څلور دری مرکزه B-H-B اړیکو د تولید لپاره او پاتی 6 الکترون د پنځه مرکزه اړیکو په جوړولو کی برخه اخلی په دی مرکب کی دB کواردنیشن عدد 6 ته رسیږی . بسیط بورون ساختمانی فورمول په شکل کی ښودل شویدی.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

      B     ,      H                                B5H9

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

                       B4H10

HHH

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


                    پنتا بورون                                                                   تترابورون

 

بورهایدرایدونه فعال کیمیاوی مرکبات دی چنانچه ډیر بورانونه په هوا کی خود بخوده لمبی کوی او د ډیر تودوخی په تولیدسره محترق کیږی. د مثال په ډول C2H6 -2025 kj/mol  او C2H6 -1425 KJ/Mol دا امکان راکوی تر څو  نوموړی مرکبونه د سون مادی په توګه راکتونو کی استعمال شی.

BH3 د H2O  الکول او قلوی سره تجزیه کیږی او H2 تولیدوی.

B2H6 + 6H2O = 2H3BO3 + 6H2

ډیر بورونونه نامطبوع بوی لری او ډیر زهری دی. د بورون دوه عنصره مرکبونه (+3) د قلوی مرکبونو سره تعامل کوی کامپلکس انیون تولیدوی.

 

2KOH + B2O3 = 2KBO2 + H2O

2LiH +(BH2)3 ====> 2Li(BH4)

NaH + BF3 = Na(BF3H)          

بورون (+3)  B مختلف کمپلکس انیونونه جوړوی : لکه فلوروبورات [BF4]- فلورو اکسی بورات [BF2(OH)2]- , [BF3OH]-     فلورو هایدرایدبورات [BF2H2]- , [BF3H]- او داسی نور . ټول دغه کامپلکسونه د B اتومونو په SP3 hybrid  مطابقت کوی چی تتراایدر Tetraeder  جوړښت لری.

تترا فلورو بورانت [BF4] مختلف ډولونه دی. ددی ټولو مرکبونه په اوبو کی حلیږی. د هایدروجن تترا فلورو بوریت HBF4 د یوقوی اسیدی محلول په حالت کی دی او په لاندی توګه تر لاسه کیږی.

H3BO3+ 4HF = OH+ +[BF4]- + 2H2O b

همدارنګه HBF4 د BF3 د هایدرولیز پواسطه هم تر لاسه کولای شو .

BF3+3H2O = H3 BO3 + 3HF

3HF + 3 BF3 + 3H2O = 3 OH+3 + 3[BF4]-

4BF3 + 6 H2O = 3OH+3 + 3BF4+ H3BO3

مختلف عناصر کولای شی چی تترا هایدراید بورایت تشکیل کړی لکه مځکنی القلی فلزونه چی خالص آیونی مرکبونه یعنی Tipic مالکی څخه عبارت دی دوی د جامد په حالت کی ډیر مقاوم دی یعنی په 250 – 500 Co کی تجزیه کیږی.

د دوی له ډلی څخه Na[BF4]  مرکب ډیر استعمال لری او په اوبو کی ښه حلیږی او په عادی تودوخه کی په کراره هایدرولیز کیږی. نوموړی مرکب په لاندی توګه تر لاسه کیږی.

NaH + B(OCH3)3 = Na[BH4] + 3CH3 – ONa

د نورو فلزونو تترا هایدرو بورایتونه په اکثریت ډول د مربوطه هلاید د تعویضی تعامل په نتیجه کی ترلاسه کوی.

3Na[BH4] + Al(BH4)3 + 3 NaCl

د هایدروجن اکسو بورات H3BO3  سپین کرستلی مواد دی د محلول په حالت کی نوموړی مرکب د ارتو بوریک اسید په نوم یادوی . د جامد په حالت کی نوموړی مرکب روغنی رنګ لری په اوبو کی نسبتاً کم منحل دی ولی د تودوخی په زیاتیدو سره د هغه انحلالیت زیاتیږی . دغه مرکب ضعیف یو قیمته تیزاب دی د نوموړی تیزابی خاصیت یواځی د OH- انیون د وصل کیدو له مخی دی.

B(OH)3 + HOH = [B(OH)4]- + H+

H3BO3 د تودوخی پواسطه خپل H2O له لاسه ورکوی په پولی میر میتابوریک اسید باندی تبدیلیږی چی وروسته په B2O3  باندی تبدیلیږی.

H3BO3 + -H2O = HBO2 + -H2O  = B2O3

د ترمو دینامیک له مخی HBO2  ثابت دی چی خشت ماننده ساختمان لری. د B آتومونه د SP3 – Hybride  قرار لری چی په تترا ایدر کی د اکسجن د اتومونو پواسطه د BO2  په شکل کی احاطه شویدی.

د هایدروجن پولی بورات په محلول کی په ډیر اسانی سره هایدریشن کیږی نو ځکه د تیزاب د عمل پواسطه اکثزاً ارتو بوریک اسید تولیدوی.

Na2B4O7 + H2SO4 = Na2SO4 + H2 B4O7

H2B4O7 + 5H2O = 4H3BO3

برعکس H3BO3 د تیترالیزیشن د عمل په اثر د اضافی قلوی سره B لپاره B – O – B  اړیکه جوړوی چی د پولی بورات باعث ګرځی د کرستل هایدرات په ډول تر لاسه کیږی .

4H3BO3 + 2NaOH +2H2O = Na2B4O7 . 10 H2O

بی له اوبو اکسو بورات د فلزونو د اکسادونو د ویلی کیدو په نتیجه کی لاسته راځی.

CaO + B2O3 = Ca(BO2)2

پولی بوراتونه لکه (+4) اکسو سلیکاتونه او (+4) اکسو فاسفاتونه په آسانی سره په ښیښه باندی تبدلیږی.

چی اکثراً مشخص رنګونه لری. د مثال په توګه Na2BO2.Cr(BO2)3  شین رنګ او 2NaBO2.Co(BO2)2 آبی رنګ لری.

Na2B4O7 + CoO = 2NaBO2.Co(BO2)2

په تحلیلی کیمیا کی د بوراتونونو په کومک د d عناصر د فلزونو اکساید ونه لاسته راوړی . همدارنګه د فلزونو د اکسایدونو سره بورکس یو ځای کوی او د ښیښی لعاب جوړوی. که چیری په سلیکاتونو باندی Na2B4O7 او یا H3BO2 د (B2O3 3-12%) علاوه شی نو دښیښی کیمیاوی او حرارتی مقاومت زیاتیږی. لکه پائیرکسین او جسینا ښیښی ، کیمیاوی لوښو، شیشه یی نلونو په جوړولو کی استعالوی. په بور B لرونکی ښیښی کی BO3 او BO4 ګروپونه شامل دی. د هایدرو جن سلفاید بورات (تیولوریک اسید) غیر ثابت دی او په اوبلن محلولونو کی په آسانی سره تجزیه کیږی

 

خواص

 

بورون د امورف په شکل (نصواری رنګ) او تور کرستلی رنګ m.p= 2300Co , d=2/34 g/cm3 , b.P=3700 C0) معلوم دی. د بورون کرستلی شکل ډیر محکم او کلک  او نیمه هادی دی . د P  په دوره انی جدول اولین عنصر کی دی. د بورون آخری قشر په نورمال حالت کی 2S2 2P  د الکترونی ساختمان لرونکی دی .  او په تحریک کړ شوی حالت یی عبارت دی له 2S1 Px1 Py1

‌ کیمیاوی تعاملونه :

 

1ـ  بورون د اکسجن سره د د اور په شغله (700 Co) تودوخه کی سوځی.

4B + 3O2 ------------------> 2B2O3                                                                    

2- که چیری بورون ته د نایتروجن سره 700 Co تودوخه وکړل شی نو بورن نایتراید پلاس راکوی.

2B + N2 ---------------------> 2BN                                                                     

3- د تودخی درجی په صورت کی بورون د فلزونو سره لکه د Al او Mg سره تعامل کوی او بورایدونه لاسته راکوی.

Al +B ------------------------> AlB                aluminum boride                        

4- بورون د هلوجنونو سره تعامل کوی هلایدونه جوړوی.

2B + 3F2 -------------------------> 2BF3                                                             

2B + 3Cl2 ------------------------------> 2BCl3                                                   

5- بورون د سلفر سره تعامل کوی د بورون سلفاید پلاس راکوی.

2B + 3S ------------------------> B2S3                                                                

6- د کاربن سره تعامل کوی کلک کاربن بورایدونه پلاس راکوی.

3C + 4B ---------------------> C3B4                                                                    

7- بورون د H2So4  او HNO3 سره تعامل کوی بوریک اسید پلاس راکوی.

2B + 3H2SO4  -------------------> 2H3BO3  + 3SO2                                           

B + 3HNO3  ---------------------> H3BO3 + 3NO2                                           

SP2 – hydride   ساختمان Trigonal 120o زاویه جوړوی او دریو نوروعنصروسره دکوولانت رابطه σ جوړوی مثلآ BF2  ،BO3-3  او داسی نور د برون په اتوم کی د خالی اربیتالونه موجودیت ددی باعث ګرځی . تر څو چی نموړی عنصرد الکترون اخستونکی په ډول جوړه الکترونو Electron acceptorr په ‌ډول عمل کوی همدارنګه زیات تعداد د برون مرکبونه د لویس تیزاب په نوم یادیږی چی د دلویسLewis قلوګانو سره عمل کوی. د مثال په ډول بورون ټینګ کرستالی جوړښت لری نو ځکه په عادی شرایطو کی لږ فعال دی د کوټی په تودوخه کی یواځی د فلورین سره تعامل کوی بورون د تودخی په لوړو درجو کی دډیرو کیمیاوی عناصرو سره تعامل کوی.

مثال :-

    Bf3 + f-   =    [Bf4]-       ΔG  = -67 Kj /mol  

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

استحصال :

 

1-    که چیری د داغ نتګستن فیلامان پر مخ (1500 Co) د هایدروجن سره BBr3 ته ارجاع کړو ، خالص بورون لاسته راځی.

2BBr3+3H2 ------> 2B+6HBr

تر لاسه شوی بلورونه چی د فیلامان پر مخ تراکم کوی تور رنګ لری او فلزی ځلا لرونکی وی.

2-    تخنیکی بورون د B2O3 مرکب له ارجاع څخه د Mg پواسطه تولیدوی

3Mg + B2O3 ------> 3MgO + 2B

3-    دا یو اکزو ترمیک تعامل دی چی د هغه په نتیجه کی د بورون امورف لاسته راځی MgO د Hcl  پواسطه لاسته راوړو .

خالص کرستلی بورون د هایدورجن پواسطه د هلوجنایده بورون څخه لاسته راځی.

4-    دB2O3   ارجاع څخه هم بورون لاسته راځی.

B2O3 + 6K -------------> 2B + 3k2O                                                        

5-    KBF4  د ارجاع څخه هم بورون لاسته راځی.

KBF4 + 3K ----------------> B + 4KF                                                      

KBF4 +3Na --------------> B + 4NaF                                                     

استعمال:

 

    د بورون څخه د میکروب وژونکی موادو په حیث کار اخستل کیږی. او هم د بور د اوبو څخه د ګلاس (شیشی) جوړولو په فابریکو کی کار اخستل کیږی.

 

 

 

 

 

 

 

2-   المونیم Aluminum (Al)

 

     المونیم سپین نقریی معکبی بلوری شکل لری او دڅټک وهلو په مقابل کی مقاوم دی. دغه عنصر 1827 م کال کی د ویلرامريکايي عالم د لاندی معادلی په اساس کشف کړ.

AlCl3 + 3Na ----------------------------> 3NaCl + Al                                         

اتومی وزن یی 27   ، اتومی نمبریی 13 په دریمه دوره کی موقیعت لری د انرژی دری اصلی سویی لری. په آخری مدار کی یی دری الکترونونه او دری ولانسه دی.

 

A-  طبیعی سرچینی :

 

     المونیم د مځکی په کره کی د8.8 %  په حدودو کی موجود دی. المونیم د ډیرو منرالونو په ترکیب کی شامل دی. په خالص ډول د المونیم سلیکاتونو په ترکیب کی چی د مځکی د کره اساس جوړوی  وجود لری خالص Al2O3 یو مهم منرال دی او د ګورندوم په نوم یادوی چی قیمتی ډبری لکه یاقوت ، زمرد، فیروزه او لاجورد تشکیلوی.د خپل زیات کیمیاوی فعالیت لرلو له امله په طبیعت  کی په آزاد ډول نه پیدا کیږی.

 

B- د المونیم بیناری( دوه ګونی) مرکبونه (اکسایدونه، هلایدونه او کاربایدونه)

   د المونیم بیناری مرکبات په عادی شرایطو کی د پولی میر په شکب دی. سپین جامد مرکبات جوړوی.

1.     اوکسایدونه:Al2O3:-

  د المونیم د اکسایدونو ډیر مودیفیکشونونه لیدل شویدی. باثباته مودیفیکیشن یی Al2O3  دی دا مودیفیکیشن د ځمکی په پوستکی کی د کوروندوم منرال په شکل موجود دی. کوروندوم اکثراً ناخالیصیتونه لری. چی هغه ته رنګ ورکوی. د کوروندوم د کرستل شفاف رنګ مثلاً (سوریاقوت په هغه کی د Cr+3  ناخالصی وجودلری)شین یاقوت چی په هغه کی د Ti+4 Fe+3, Fe+4,) ناخالصی موجود دی. قیمتی ډبری(کریمه احجار)دی. همدارنګه په دی ډبرو کی د Al – O – Al  رابطو کلکوالی او د هغود کرستلی متکاثف جوړښت ددی سبب شوی چی د ویلو کیدو د حرارت درجه یی لوړه (2050 Co) وی او المونیم اکساید حرارتی مقاومت ډیرکړی. کوروندوم د کلکوالی له پلوه یوازی له الماس څخه وروسته دی. او دا ماده د کوروندومی په نیغونو کی د پریکوونکی مادی په حیث استعمالیږی. د کوروندوم مونو کرستلونه چی په مصنوعی میتود لاسته راوړل کیږی. (مخصواً یاقوتونه) د کوانتی جنراتورونو په توګه ورڅخه ګټه اخستل کیږی.

د Al2O3 کرستلی مودیفیکیشن د کیمیاوی له پلوه ډیر مقاوم دی. اوبو او تیزابونو سره تعامل نکوی. د القلی پواسطه د حرارت ورکولو په مرسته تخریبیږی د Al2O3 مهمه ساحه د هغه استعمال د فلزی المونیم په لاسته راوړلو کی دی.

 

2.           المونیم سلفایدونه :

 

 

 

 

 المونیم سلفاید (Al2S3) کولای شو د هغه له ساده موادو څخه د قرمزی کیدو د حرارت درجی پوری په لاس راوړو. دا ماده کرستلی ده ( دویلی کیدو د حرارت درجه یی 100 Co ده ( او آن په هغی هواکی چی د لمده بل لږ اثار هم پکی وی په بشپړه توګه هایدرولیږ کیږی. AL2O3 ویلی کول د قلوی سلفایدونو سره د المونیم د پولی سلفایدونو پولیمیر چی د M(AlS2)2, MAlS2 ترکیب لری جوړوی. دا مرکبات لږ ثبات لری او په اوبو کی جوړشوی (آبی) محلولونو کی تجزیه کیږی.

 

 

 

3.     کاربایدونه:-

 

 

 المونیم کارباید (Al4C3) له 100 Co نه تر 2000 Co حرارت کی حاصلیږی. له اوبو سره تعامل کوی میتان تولیدوی.

4.     نایترایدونه:-ALºN

  المونیم نایتراید AlN ګالیم نایتراید GaN او اندیم نایترایدInN هم پیژندل شوی دی. یوازی نایتروجن مستقیماً له Al  سره تعامل کوی. ګالیم نایتراید(Ga) یا Ga2O3 او NH3 د تعامل پواسطه په 600 Co تر 1000 Co پوری او InN  د (NH4)InF د پیرولایز د عملی په واسطه استحصالیږی. دا مرکب ډیر باثباته دی اود کلکوالی له پلوه الماس ته نژدی دی BN الماس ته ورته ده AlN کلکوالی او مقاومت د کیمیاوی حوادثو په مقابل کی په ډیرو مقاصدو کی په کاروړل کیږی AlN د لاندی تعامل په طریقه لاسته راوړل کیږی.

Δ

Δ

CH4

CH4

Δ

Me3AlNH3 ----------->[Me2AlNH2]3---------->[MeAlNH]n--------->AlN

 

د دریم 3 او پنځم ګروپونو د عناصرو بیناری مرکبات مثلاً GaAs او InP هم تشکیل شوی دی. دا مرکبات د سیمی کاندکتورونو په توګه استعمالیږی.

GaMe3 + AsH3 -------------> GaAs + 3CH4                                                    

المونیم کلوراید ایونیک مرکعبی دی او شپږ مرکب دی او شپږ مالیکوله اوبه یا په بل عبارت Haxa hydrated    AlCl3 . 6H2O  مالیکولی دی او د هغه کلورایدی مالګه [Al(H2O)6]+3  د (Al2O3) حل کولو څخه په غلیظ HCl  کی لاسته راځی. نوموړی مرکبات د بکتریاګانو د وژولو لپاره پکاروړل کیږی. که (AlCl3 . 6H2O)  ته حرارت ورکول شی کلوراید انهایدرایدونه        نه تشکیلیږی بلکی Al2O3 حاصلیږی.

2[Al(H2O)6]Cl3 ---------------> Al2O3  + 6Hcl  +  9H2O                     

          

 

 

  

5.     المونیم هایدراید: -

 

 

 د هایدروجن او المونیم ډیر مهم مرکبات د المونیم هایدراید AlH3 څخه عبارت دی دا مرکب جامد دی او د لیتیم المونیم هایدراید(LiAlH4) او المونیم کلوراید د تعامل په نتیجه کی په عضوی محلل یعنی (Diethyl ether) کی تهیه کیږی. ددی مرکباتو اهمیت د هغو په ارجاعی خاصیت کی نغښتی ده. دا مرکبات په عضوی کیمیا کی د ارجاع کوونکی معیارونو په توګه پکار وړل کیږی. لیتیم المونیم هایدراید او AlCl3 د تعامل کولو په پای کی AlH3 پلاس راځی .

3LiAlH-4 + Alcl3 ------------> 4AlH3 + 3LiCl                                                 

المونیم هایدراید (AlH3)n سپین پودر دی او 105 Co څخه لوړ حرارت کی تجزیه کیږی. او هایدروجن ازاده وی. په AlH3 کی د BH3 په توګه الکترونی خلا وجود لری. او جالی ماننده جوړښت لری.

 

 

6.     هلایدونه: -

 

               Aluminium Chloride                                                                        aluminum‑chloride‑a

 المونیم هلایدونه (AlHCl3)  په نورمال شرایطو کی یو بیرنګه کرستلی مواد  دی او کولای شو چی هغوی د ساده موادو څخه پلاس راوړو . د المونیم کلوراید د استحصال اساس د کلورین عمل پر المونیم یا المونیم اکساید (المونیا) د کاربن په موجودیت کی تشکیلیږی.

2Al + 3Cl2 ---------------> 2AlCl3                                                                     

Al2O3 + 3Cl2 + C  --------------------------->  2AlCl3  + 3CO                          

المونیم کلوراید یو جامد ایونیکه ماده ده چی په هغه کی د Al+3 هر ایون د Cl- شپږو ایونونو پواسطه احاطه شوی دی. دا مرکبات په 192 CO حرارت کی Al2Cl6 مالیکولونو په شکل سبلیمیشن (Sublimation) کوی. او په بخار تبدیلیږی Al2Cl6 مالیکول لاندی شکل لری.

 

 

Aluminum Chloride

Dimmer

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


Al2Cl6 له دوه AlCl6 مالیکولونو څخه جوړ شوی اود لیوس اسید – قلوی د مغلق ښه مثال دی. د المونیم اتومونه د لیوس د تیزاب اود کلورین اتومونه چی د هغوپه څنګ کی قرار لری د لیوس د قلوی په توګه عمل کوی. او مالیکولی جوړښت یی په لاندی فورمول کی ښودل شوی دی.

Cl2

Cl2

Cl2

Al

Al

Cl2

Cl2

Cl2

 


څرنګه چی د هلوجن اتومونه په المونیم بروماید و المونیم ایوداید کی نسبت د کلوراید اتوموته د Al2Cl6 په مرکب کی ډیر قطبی دی په دی هکله د Al2Br6 او Al2I مالیکولونه د جامد په حالت اود بخار په حالت کی یو شان ډیر پاتی کیږی. المونیم هلاید له اوبو سره تعامل کوی اود پام وړ  اندازه  تودوخه تولیدوی. که د هغه کلوراید په مرطوبه هوا کی قرار ولری د هغه څخه د HCl ( مالګی تیزاب) لوګی چی په شکل کی ښودل شوی دی پورته کیږی.

المونیم فلوراید نظر نورو هلایدونو څخه د خواصو له نظره ډیر لږ فرق لری. دا مرکب په سختی سره ویلی کیږی. په اوبو کی منحل دی او کیمیاوی فعالیت نلری. AlBr3 AlI3,  کرستلونه د Al2Br او Al2I3 له پولی میر مالیکولونو څخه تشکیلیږی. المونیم هایدرواکساید او د تیزابونو د تعامل په نتیجه کی د المونیم مالګی حاصلیږی.  مثلاً:

Al(NO3)3 Al2(SO4)3 . 18H2O , MAl(SO4)2 .12H2O , Al2Cl6 . 6H2O                

 

 

 

7.     د المونیم مالګی   :-

 

 

Aluminium Phosphat                                                                     

د المونیم هغه مالګی دی چی د اکسجن لرونکو تیزابونو څخه لاسته راغلی دی په اوبو کی حل دی اما AlPO4 په اوبو کی حل نه دی. المونیم سلفیت اود هغه زمچونه د مختلفو کاغذونو جوړولو په صنعت کی د سلولوزی انساجو په کواګیولیشن کولو کی د څرمنو د دباغی په صنعت کی په نساجی صنعت کی د منسوجاتو په رنګ ورکولو کی او داسی نورو ساحو کی ګټه ورڅخه اخستل کیږی. زمچونه د سلفیتو مخلوطونه دی او(SO4-2)2 . 12H2O  M+ (M)+3 فورمول لری مثلاً د پتاشیم د زمچ کیمیاوی فورمول KAl(SO4)2 . 12H2O  د امونیم د زمچ فورمول NH4Al(SO4)2 . 12H2O  دی .

 

8.     سپین پټکری: K2SO4Al2(SO4)3 . 24H2O

  د پوتاشیم المونیم سلفیت دی چی څلورویشت مالیکوله اوبه لری. یعنی د پوتاشیم او المونیم یوه مضاعفه مالګه ده (هغه مالګه چی دوه فلزونو او یو راډیکال څځه جوړه شوی وی د مضاعفی مالګی په نوم یادیږی).

9.     سورپټکری: FeSO4Al2(SO4)3 . 24H2O

  سور پټکری هم د سپین پټکری په شان یوه مضاعفه مالګه ده چی د سپین پټکری د دوه اتومه پوتاشیم په ځای یو اتوم اوسپنه لری.

 

 

10.                        د پټکری د استعمال ځایونه :

 پټکری د څرمنی په پخولو ، د رنګ او کاغذ په جوړولو کی په کاریږی.

خواص:

المونیم د سپینو زرو په شان سپین رنګ لری اوډیر سپک نرم (پوست) ځلا لرونکی فلز دی ځلالرونکی (بریښیدونکی ) رنګ د المونیم په هوا کی ډیر ژر د مینځه ځی دا ځکه چی د اوکسجن سره تعامل کوی. اود اکساید یوه نازکه طبقه جوړوی. المونیم ډیر نرم اود کشیدو وړ دی دا چی نرم او پنډ الات او اسباب ځینی جوړیداشی. المونیم برقی هدایت لری. اود برق د تیریدو اندازه یی 62% ده. یعنی د مسو نیمایی او وروسته د سپینو زرو او مسو په دریمه درجه دی.  المونیم یو له دری ګونو عناصرو څخه دی چی د ځمکی په پوستکی کی په ډیر مقدار موندل کیږی (وروسته له اکسجن او سلیکان څځه ). المونیم د المونیم سلیکیت په منرال کی موجود دی. د زمانی په تیریدو غټی ډبری تخریب او د هغه په نتیجه کی د مټ خټی (Glay) چی په ترکیب کی یی المونیم وجود لری تشکیلیږی. اود خاورو مهمه برخه منځ ته راوړی. اود مټ خټه هم په هغه کی شامله ده او د المونیم یومهم منرال دی. د هغه په محتوا کی د المونیم هایدرواکساید Al(OH)3  او المونیم اکساید هایدروکساید موجود دی. بوکسایت په ټولو ځایونو کی تکاثف(ډیروالی) کړیدی. مګر په تروپیک (ګرم) او سب تروپیک(متعدل) مناطقو کی تر ټولو ډیر متکاثف شوی. کوروندوم د المونیم اکساید (Al2O3) یو ډیر کلک او سخت منرال دی. د المونیم خالص اکساید بیرنګه ده. اما د ناپاکیو موجودیت په هغه کی د مختلفو رنګونو ورکولو سبب ګرځی. د مثال په توګه د سفیر(Sapphire) منرال چی معمولاً آبی رنګ لری. او روبی(Ruby) سور تیز رنګ لری. دا ډبری ډیر با کیفیته او قیمتی کورندومی ډبری دی په شکل کی د کورندوم منرال ښودل شوی دی.

.

.

.

.

.

.

.

د المونیم د اتوم الکترونی جوړښت (1S2 2S2 2P6 3S2 3P1) دی. د المونیم جسامت نسبت د بور(Bhor) جسامت ته لوی دی اود ایونایزیشن انرژی لږ ده.

 

                                                              3d                                3P            3S

 

پدی هکله دالمونیم غیرفلزی علایم نسبت بور ته لږ دی د المونیم د اکسیدیشن نمبر په اکثر مرکباتو کی +3 اود کوردینیشن نمبر (C.N)  یی په مغلق یا کامپلکس مرکباتو کی 4 او 6 دی مثلاً  په لاندی مغلق مرکباتو کی چی د المونیم او سودیم هایدرواکساید د محلول د تعامل په نتیجه کی یو ځای د H2  له آزادیدلو سره حاصلیږی څرنګه چی په محلول فینول فتالین علاوه شوی له دی کبله محلول ګلابی رنګ پیدا کوی.

          OH

            ǀ          OH ‒ Al ‒ OH

            ǀ

          OH

کامپلکس مرکب

2Al + 2OH- + 6H2O  --------------------------> 2{Al(OH)4-}+ 3H2                                        

 

 

په لاندی مرکباتو کی د لیګاوندونو شمیر (4) اود کواردینیشن نمبر (C.N) یی هم (4) دی.

[Al(OH)4]-     , [AlCl4]-                                                                                     

 

کیمیاوی تعاملونه :

1-    المونیم د تودوخی په لوړو درجو کی د هوا د اکسجن سره په شدت تعامل کوی اود المونیم اکساید جوړوی.

که چیری د المونیم بوره (میدګی) د اور په لمبه باندی واچول شی نو په سترکی خیره کوونکی سپینه لمبه سوځی اود المونیم اکساید جوړوی مګر که د المونیم یوه پیړه (ډبله) ټوټه راواخلی او تودوخه ورکړی په لمړی سرکی به اور واخلی او بیا به د زیاتی تودوخی ورکولوپه اثر ویلی شی ددی پیښی لامل (علت) دادی چی د المونیم پیړه طبقه په لمړی سرکی د اکسجن سره تعامل کوی او د المونیم اکساید یوه طبقه جوړوی چی د المونیم فلز د اکسجن د اغیزی او خرابیدو څخه ساتی او بل آخره ویلی کیږی . د المونیم ترکیبی میل د اکسجن سره ډیر زیات دی له همدی امله المونیم د هغو فلزونو د استحصال لپاره پکار وړل کیږی چی کاربن یی ارجاع کولی نه شی. که چیری د المونیم میده ګی د اوسپینی د اکساید سره مخلوط کړل شی او بیا د مګنیزیم د لمبی په وسیله اور  ور واچول شی د ارجاع عمل په فوق العاده توګه تر سره کیږی او په پای کی دومره تودوخه منځ ته راځی چی اوسپنه ویلی کیږی د المونیم د همدی خاصیت څخه په تخنیک کی کار اخلی او د اوسپنیزو ماشینو او لاریو ماتی ټوټی ورباندی پیوند وی. اوسپنی اکساید او د مګنیزیم میده ګی مخلوطوی د المونیم اوسپنی اکساید اود مګنیزیم میدګیو مخلوط ته ترمیت وایی چی د ماتی اوسپنی د ماتو شویو ټوټو د پیوندولو له پاره پکار وړل کیږی.

2Al + Fe2O3 -------------------------------> Al2O3 + Fe                                       

پورتنی عملیه د ترمیت په نوم یادیږی او په صنعت کی د اوسپنو د ماتو شویو ټوټو د ویلډنګ کولو لپاره ورڅخه کار اخستل کیږی.

2-    په المونیم باندی تر ټولو د مالګی تیزاب ډیره زیاته اغیزه کوی.

2Al + 6Hcl ------------------> AlCl3 + 3H2                                                      

 

 

3-    د تیزابونو سره ډیر ضعیفه تعامل تر سره کوی. د رفقیق Hcl  او H2SO4  سره د تعامل په نتیجه کی H2  غاز آزادوی. او Al  د هغه ځای نسی.

2Al + 6HCl ----------------------> 2AlCl3 + 3H2                                      

2Al + 3H2SO4 ------------------> Al2(SO4)3 + 3H2                                    

4-    اود غلیظ Hcl  سره په تیزی تعامل کوی.

2Al + 6HCl --------------------> 2AlCl3 + 3H2                                        

5-    د هلوجنونو سره تعامل کوی هلایدونه پلاس راکوی.

2Al + 3 X ---------------------------> 2AlX3                                                          

6-    د القلی سره تعامل کوی Na انومینات پلاس راکوی.

2Al + 2NaOH + 2H2O -------------> 2NaAlO2   Sodium alminate         

7-    المونیم د القلی څخه هم ااغیز من کیږی. لکه سودیم هایدرو اکساید سره تعامل کوی او لکه څنګه چی تیزاب ورڅخه هایدروجن آزاد کړی د سودیم هایدرواکساید یا القلی څخه هم هایدروجن آزادوی نو ویلی شو چی المونیم یو امفوتریک فلزدی.

امفوتریک هغه فلز ته وایی چی هم د تیزاب او هم له القلی سره تعامل وکړی.

2Al + 6NaOH --------------------------------> 2Na3AlO3 + 3H2                          

 

 

 

 

 

 استحصال :

1. د لومړی ځل لپاره د ویلر عالم د لاندی معادلی په اساس کشف کړ.

2AlCl + 3Na ------------------> 3NaCl + Al                                                    

2. نن ورځ المونیم د بوکسایت د برقی تجزیی څخه پلاس راوړی په دی ډول چی لومړی بوکسایت (Al2O3 . 2H2O) په ویلی شوی کریولایت (Na3AlF6) کی ګډ وی او بیا یی ویلی کوی او بیا د نوموړی محلول په انود کی اکسجن او په کتود کی المونیم آزادیږی.

Al2O3 . 2H2O  m.p = 2045 Co                                                                           

دویلی کیدونقطه                    Al2O3 . 2H2O + Na3AlF6  m.p= 950 Co                     

2Al2O3 -------------------------------> 4Al+3 + 6O=                                              

6O= --------------> 3O2 + 12e-       تعامل په انود کی

4Al+3 + 12e- ---------------------------> 4Al0  تعامل په کتود کی.

 

څنګه چی مخکی وویل شو چی بوکسایت یو د المونیم منرالونو څخه دی. او په کیمیاوی تعاملاتو کی المونیم هایدروکساید د Bayer په طریقه په لاس راځی او وروسته د تکلیس(تجزیه) کیدو په اثر په Al2O3 تبدلیږی. د تعامل بهیریی په دی توګه دی                 1200Co

2Al(OH)3  -----------------------------> Al2O3 + 3H2O                                     

کله چی المونیم اکساید په ذوب شوی کریولایت Na3AlF3 (Cryolite)  کی حل شوی وی د الکترولیز د عملیی پواسطه المونیم استحصالیږی. المونیم وروسته له اوسپنی څخه یو مهم تجارتی فلز دی. سره له دی چی خالص المونیم نرم او تعامل کوونکی دی. اما که هغه سره په لږ اندازه نور فلزات لکه مس او مګنیزیم ګډ شی یو کلک الیاژ چی د زنګ وهلو په مقابل کی مقاومت لری لاس ته راځی. دا خاصیت د هغه سبب شوی چی په عمارتونو او کانتینرونو کی ګټه ورڅخه اخستل کیږی. په نوی طریقی المونیم چی Holt  او Heroult  پواسطه منځته راوړل شوی استحصالیږی. هغو المونیم یی د Al2O3 څخه د لوړی درجی د ویلو کیدو 2045 Co او د لوړی برقی هدایت لرلو له کبله ګټه نه ده اخستلی د هغه په عوض یی ویلی شوی کریولایت او لږ مقدار Al2O3 څخه الکترولیت په توګه استفاده وکړه. دا مخلوط ښه برقی هدایت لری. او آن تر 950 CO کی د مایع په حالت کی پاتی کیږی.  د الکترولیز حجره (ژوانګه)په شکل کی ښودل شویدی.

 

        کاربونی انود

 

 

 

 

 

 

 

 

 

         کاربونی کاتود

     Al2O3

 

C (S)

 

C (S)

-

+

Al

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


پدی آلی کی انود او کتود له کاربن څخه جوړ شوی دی او په هغه کی Al­2O3 په دوام داره توګه علاوه کیږی.او المونیم له هغه څخه لاسته راځی. د تعامل معادله یی دا شکل لری.

3[Al+3 + 3e- --------------------> Al (0)

3[ C + 2O-2 -----------------> CO2 + 4e-

3C + 4Al+3 + 6O-2 ---------> 4Al + 3CO2

دیو ټن المونیم لاسته راوړلو لپاره 15000 Kw  انرژی ته اړتیا ده. برسیره پردی المونیم یو ډیر ښه د برق هادی دی او ددی خاصیت او لږ کثافت په لرلو سره برقی ترانس ماشینونو کی (Transmition) کی استعمالیږی.

د المونیم استعمال  :

څرنګه چی المونیم د تودوخی ښه هادی دی نو ځکه له هغه څخه د پخلی لوښی لکه دیګونو . پاتلچی او نور جوړوی همدا راز د المونیم څخه کاسی قابونه ، قاشوغی ، چای جوش ا و نور شیان جوړوی المونیم په زیاته اندازه د بریښنا د سیمونو په شکل کارول کیږی. د المونیم دالیاژونو څخه سربیره په نورو شیانو د الوتکو او موټرو په جوړولو کی هم کار ځینی اخلی ځکه چی هم سپک او هم کلک دی.

د Ga د عناصرو سب ګروپ:

پدی کی چی کوم عناصر شامل دی هغه عبارت دی له Ga, In, Ti   او ددوی مرکبات GaCl3 , GaAs , InCl3 , Insb , 4H2O , TiCl3   څخه عبارت دی.

1.     طبعی سرچینی:

د ځمکی په کره کی Ga = 1.5 . 10-3%  ، In= 1 . 10-5 %  ، Ti = 3 . 10-4 %  وجود لری دا عنصر په مخلوط ډول د نورو عناصر د منرالونو سره یو ځای پیدا کیږی.

2.     استحصال :

هغه مالګی او اکسایدونه چی د Ga  ، In  او Ti  عناصرو څخه تولید شوی د هغه د مالګو د ارجاع څخه (سره له هایدورجن او کاربن ) پلاس راځی.

 

3.     خواص:

Ga ، Ti, In نرم او سپین رنګه فلزونه دی د اکسجن د عمل په اثر په آزاده هواه کی Ga آبی خاکستری رنګ غوره کوی. او In سپین نقره ئی  رنګ ګرځی . دا دواړه فلزونه د هوا په مقابل کی مقاوم دی او تالیم په مرطوبه هواه کی د هایدرواکساید د یو قشر پواسطه سره احاطه کیږی. او په ډیر سرعت سره تخریب کیږی. In او Ti  د چاقو پواسطه سره په آسانی پریکیږی. اما Ga  کلک دی د ضربی پواسطه سره په کوچنیو ذرو باندی تبدیلیږی.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ګالیم : Ga  (Gallium) : 

 

اتومی وزن 69.72

د ویلی کیدودرجه 29.9 Co

د ایشیدوټکی 1980 Co  

کثافت په 20 C0 (فلز)  5.9 g/Cm3

کثافت یی په 31 Co  کی (مایع) 6.1 g/Cm3

کالیم د فرانسی په ګالیین ښار کی پیدا کیږی. 1875 ع کال کی د یوه فرانسوی لخواه پیدا شو تر سپینو زرو یی ارزښت لوړ دی . د ایلیکترو لایز په مرسته لاسته راځی د سپینو زرو په شان ځلیدونکی رنګ لری. د ویلی کیدو درجه یی 29.9 Co او د ایشیدو درجه یی 1980 Co ده نو په دی اساس سره په ترمو میتروکی لویږی په ترانسیسټورونو کی هم کار ځینی اخستل کیږی.

اندیم:In  (Indium) :

 

  اتومی وزن یی 114.82  

د ویلی کیدو درجه 156 Co

د ایشیدو درجه  2000 Co

کثافت    7.30 g/Cm3     

اندیم عنصر په 1863 ع کال کی وپیژندل شو ، د Zn زینګ او سرپو په معدنونو کی د نوموړو عنصرونو څخه لاسته راځی د سپینو زرو په شان ډیر ځلیدونکی او ډیر نرم پوست دی اود چاکو پواسطه سره پری کیدای شی او په ټیټه درجه کی ویلی کیدای شی.

 

 

 

 

 

 

 

 تالیم : Ti   ( Thallium)

 

اتومی نمبر ک 81:  

تناوبی دوره :      6    

اتومی وزن یی   204.37

اتومی شعاع : 2.08 Ao

ایونی شعاع : 1.5 Ao

د ویلی کیدو درجه 303 Co

د ایشیدو درجه 1460 Co 

کثافت یی 11.85 g/Cm3  

تالیم په یونانی ژبه کی د شنی پاڼی په معنی دی په 1861 ع کال کی پیدا شو د پیریت څخه لاسته راځی. پوست نرم فلز دی په HNO3 او H2SO4  کی په آسانی سره حل کیږی. په تخنیکی ډول کوم د استعمال ځای نلری. اود ګالیم تعاملونه ډیر زهرناکه دی د موږکانو د وژلو د پاره کار ځینی اخلی او همدارنګه زراعت کی د حشراتود د پاره د تخم د مخنیوی د پاره کار ځینی اخستل کیږی.