کتاب پوهنوالی
د لوړوزده کړووزارت کــــندهــــار پــوهنـتـــون دښوونې اوروزنې پوهنځى کيــمــيا څـــانـــګه غير عضوي کيميا مولف : پوهندوي ديپلوم انجينر رکن الدين ( مشکاني ) کال: 1391 مخکينى خبري دغير عضوي کيميا داعلمي اثر چي ستاسو په مخکي پروت دی دهغه درسي کتابونولړی ده چي د کندهارپوهنتون دښووني اوروزني پوهنځي د کيميا څانګي محصلانو لپاره په پښتو ژبه تاليف شويدي. په پښتو ژبه د علمي اودرسي کتابونو تهيه او تاليف هغه دنده ده چي د درسي مفرداتو سره سم د کيميا څانګي له خوا ماته سپارل شوی وه ترڅو د غير عضوي کيميا درسي کتاب تاليف کړم ځکه چي په نوموړي څانگه کي په پښتو ژبه تراوسه هیڅ یوه چاپ شوي درسي غير عضوي کيميا نشته. بايد يادونه وشي چي دوه کاله مخکي دهمدي څانگي له خوا ماته دنده را سپارل شوی وه ترڅو د عضوي کيميا يودرسي کتاب د انګليسي ژبي څخه وپښتو ژبي ته وژباړم چي هغه دنده مي ترسره کړه او په 300 مخونوژباړل شوي کتاب د لوړوزده کړو وزارت په مطبعه کي دهغه 500 جلد چاپ اودکندهارپر پوهنتون سربيره د نورو پوهنتونونو ګرانوزده کوونکواومينه والوته وړاندي کړل شو. دااثرچي دغير عضوي کيميا ترسرليک لاندي تاليف شويدي دښووني اوروزني پوهنځي د کيميا څانګي په دريم اوڅلورم سمسترونوکي په اوني کي څلور درسي ساعتونه چي 200 دقيقي په برکي نيسي تدريس کيږي. دغه غير عضوي کيميا د هغوموضوعاتواوعناوينو لرونکي ده چي د ښووني اوروزني پوهنځي د کيميا څانګي محصلينود اړتياو په پام کي نیولو سره غوره اوانتخاب شويدي اوهڅه شويده چي دنوموړي عناوين اوموضوعات په تشريحي اوتصويري توګه توضيح اوبيان شي. د دي کتاب په تاليف کي د ډيرو معتبرو اونوي اخځليکونوڅخه استفاده شويده.مفاهيم اومطالب په ساده اوروانه پښتو ژبه بيان شويدي.د هرڅپرکي(فصل) په پاي کي د کليدي مفاهيموتعريف ،د څپرکي(فصل) لنډيزاو پوښتني ته ځاي ورکړل شويدي. ددي کتاب د تاليف په جريان کي وضعيتي عوامل،تعليمي اهداف،تدريسي/ تعليمي فعالييتونه،نظرورکول اوارزونه په روښانه اوموثر ډول بيان او واضح شويدي ترڅو د فعالي زده کړي لپاره يو هڅونکی کار وبلل شي. همدارنګه دهرفصل په پاي کي د ځيني عناصرو د پيژندلو يا تر لاسه شوي تجربي.، چي د لابراتوار په درس کښي ورڅخه ګټه پورته شي او د کتاب په پاي کي ځيني ضروري ضمايم هم راوړل شويدي نوموړي درسي کتاب چي په روانه او ساده ډول د درسي کريکولم (تعليمي نصاب)د معيارونو سره سم تاليف شويدي د ښووني او روزني پوهنځى دکيميا څانګي د محصلينو برسيره د کرهني ، انجينري او دطب پوهنځيو محصلين او د مسلک نورو خاوندانو لپاره په زړه پوري علمي اثر دي. هيله لرم چي ګران زده کوونکي به د اړتيا په وخت کي ددې کتاب څخه په آساني سره ښه علمي او درسي ګټه واخلي او خپلو علمي معلوماتو اوچته کړي او غنا و بخښي. بايد ووايم چي دايو ستره او درنده دنده وه چي ماته راسپارل شوي وه خو په پاي کي د لوي خداى (ج) په کومک اودکابل پوهنتون د ساينس پوهنځى د محترمو استادانو هر يو مرحوم پوهاند محمد ظفر (همکار)، پوهنوال محمد عارف (ټني وال) اود کندهار پوهنتون در زراعت پوهنځى استاد پوهندوى انجينرشاه محمود (برى) د لارښووني او نيکي مشورى چي له دوى څخه منندوى يم او هيڅکله نه هيروم ، په دي بريالي شوم چي داکتاب تاليف کړم . په پاي کي د ښووني او روزني پوهنځى د کيميا-بيولوژي څانګي محترم استاد خادم حسين (سعيدى) او د کابل پوهنتون د ساينس پوهنځى د دريم صنف محصل محترم فرهاد (مشکاني) څخه چي د دې کتاپ په تنظيم او کمپيوترايز کي راسره مرسته کړيده د زړه له تله مننه کوم . په درنښت پوهندوى ديپلوم انجنير رکن الدين (مشکانى ) دکيميا او بيولوژي څانګي آمر سريزه کيميا د طبيعي علومو يوه څانگه ده. په دي علم کي د کيمياوي عناصرو او د هغوي څخه د جوړشويو کيمياوي مرکباتو د ترکيب، جوړښت او خواصو او همدارنگه د يو ډول کيمياوي موادو څخه د بل ډول کيمياوي موادو لاس ته راتلل مطالعه کيږي. هغه شرايط چي دغه بدلونونه اغيزمن کوي ددي مضمون عمده موضوع تشکيلوي. کيميا مضمون د مادي د جوړښت او د هغي داخلي اسرار مطالعه کوي. د کيميا د علم له برکته انسان په دي وتوانيدي چي په کيمياوي صنعت کي بيلابيلي دواګاني ، په زړه پوري رنګونواو رنګارنګ د نساجي ټوکرانو اود ژوند نوري ضروري څيزونه پلاس راوړي. کيميا دصنعت ،زراعت او داروسازي په انکشاف اوپرمختګ کي اساسي رول لوبولي دي. کيميا څومختلفي رشتي لري چي هر رشته يي ځانته ډيرارزښت لري. دهغه له جملي څخه غيرعضوي کيميا هم ډيرارزښت لري.ځکه د صنعت ډيري برخي له غيرعضوي موادو څخه جوړشويدي اوددي موادو تشريح اوتوضيح په غيرعضوي کيميا پوري اړه لري . دغه غيرعضوي کيميا چي ماتاليف کړيده دښووني اوروزني پوهنځي د کيميا د څانګي محصلانود تعليمي نصاب سره پوره سمون لري اودرسي کتاب دي .پدي کتاب کي د عمومي کيميا برخي شاملي ندي بلکي يواځي له غيرعضوي برخي څخه تشکيل شويدي چي 8 څپرکي(فصل) لري. دهمدي کتاب شامل موضوعات: لومړي څپرکي(فصل): ددوراني جدول دعناصرو اووم ګروپ( s او p ګروپ عناصر) لکه هايدروجن،فلورين،کلورين،برومين،ايودين اواستاتين د دوي د ټولو خواصوسره اود منګانيزفرعي ګروپ شامل دي اوپه څپرکي(فصل) پوري اړوندي پوښتني،کليدي مفاهيم اولنډيز بحث ته ځانګړي شويده. دويم ځپرکي: ددوراني جدول دعناصرو شپږم ګروپ لکه اکسيجن،سلفر،دسيلينيم دفرعي ګروپ عناصر، دکروميم دفرعي ګروپ عناصر د دوي د ټولوفزيکي اوکيمياوي خواصوسره مطالعه شويدي. دريم ځپرکي: ددوراني جدول دعناصرو پنځم ګروپ لکه نايتروجن،فاسفورس،ارسينيک،انتيموني،بسموت اود ونادييم دفرعي ګروپ عناصر، د دوي د ټولوفزيکي اوکيمياوي خواصوسره تشريح شويدي. څلوروم ځپرکي: ددوراني جدول دعناصرو څلورم ګروپ لکه کاربن،سليکان،د جرمانيم دفرعي ګروپ عناصراود تيتانيم دفرعي ګروپ عناصر د دوي د ټولو خواصوسره مطالعه شويدي پنځم ځپرکي: ددوراني جدول دعناصرو دريم ګروپ لکه بورون،المونيم،د ګاليم دفرعي ګروپ عناصراود سکاندنيم دفرعي ګروپ عناصردسيريم فاميل(لنتنيدونه) د توريم فاميل (اکتانيدونه) د دوي د ټولو خواصوسره ترڅيړني لاندي نيول شويدي شپږم ځپرکي: ددوراني جدول دعناصرو دويم ګروپ لکه بريليم، مګنيزيم د کلسيم دفرعي ګروپ عناصراود جست دفرعي ګروپ تشريح شويدي اووم ځپرکي: په دي ځپرکي ددوراني جدول دعناصرو لمړي ګروپ تشريح شويدي چي په دوي کي دعناصرو لمړي اصلي ګروپ لکه اودمس دفرعي ګروپ عناصر مطالعه او تشريح شويدي. اتم ځپرکي: ددوراني جدول دعناصرو اتم ګروپ (د نجيبه غازاتو ګروپ) مطالعه شويدي. د اوسپني کورني اود پلاتين کورني او د دوي د ټولوفزيکي اوکيمياوي خواصوسره مطالعه شويدي نوموړي کتاب په دوو تعليمي سمسترونوکي تدريس کيږي چي په هفته کي 4 درسي ساعتونه چي 200 دقيقي کيږي تدريس کيږي. د کتاب عمده اومهمي موخي دادي چي زده کوونکي وکولاي شي پدي پوه شي چي څنګه: - زده کوونکي د کيميا په اساسي مفهومونو سمبالوي او د بيلابيلو طبيعي پيښو سره آشنا کوي - زده کوونکو ته د مادي د جوړښت او د هغي د خواصو په هکله معلومات وړاندي کوي - کيمياوي تعاملونه پيښيږي - زده کوونکي له پيژندل شوواوکشف شووموادوسره پيژندګلوي پيداکړي - زده کوونکي ددي وړتيا پيداکړي چي د کيميا علم پواسطه علمي بنسټونه زده کړي او وروسته دغه پرنسيپونه پخپل ورځني ژوند کي پلي کړي. - د کيمياوي عناصروګروپونوخواص،تعاملونه اواستعمال ځايونه په زړه پوري معلومات ترلاسه کړي. - وکولاي شي چي د مرکبونوپه هکله استدلال اووړاندويني وکړي کومه چي له امله يي پخپلوتجربو کي يي نوښتونه ليدل کيږي.. ددي کتاب مطالعه دا کومک کوي چي زده کوونکي نه يواځي په موجوده موادو باندي پوه شي بلکي دوي ته داډول انکشاف ورکوي چي فکر وکړي دليلونه اونظر يي وړاندي کړي . ددي کتاب مطالعه دنورو پوهنځيو محصلانولپاره چي پکښي کيميا تدريس کيږي ډيرموثردي .زه پوره ډاډ لرم چي انشاالله ددي اثرپه چاپولوسره به د کيميا محصلانوډيري ستونځي ليري او حل شي. د غيرعضوي کيميا دا کتاب ټولو مينه والوته وړاندي کوم اودمحترمو لوستونکو څخه هيله کوم چي د نوموړي کتاب د محتوياتو دلا ښه کيدلو او غني کيدلو په خاطرما د خپلي نيکي مشوري څخه برخمن کړي ترڅو د کتاب محتويات د کيميا محصلان د ضرورت په مطابقت سره تکميل شي او که کومه تيروتنه اويا نيمګړتيا دکوم لوستونکي ترسترګوشي دمهرباني له مخي دي مونږته هغه په نښه کړي. په درنښت د کتاب مؤلف دمطالبو لړ ليک سرليک مخکيني خبري سريزه لومړي څپرکي: ددوراني جدول دعناصرو اووم ګروپ( s او p ګروپ عناصر) 1 - هايدروجن 1 – 1 - 1 د طبيعي سرچيني 1 - 1- 2 خواص 1 - 1- 3 لاسته راوړنه 1 – 1- 4 کيمياوي تعاملونه 1 – 1 -5 مرکبونه اواکسيديشني نمبر 1 –1 - 6 استعمال ځايونه 2 - فلورين 1 – 2 - 1 د طبيعي سرچيني 1 - 2- 2 خواص 1 - 2 - 3 لاسته راوړنه 1 – 2 - 4 کيمياوي تعاملونه 1 - 2 -5 مرکبونه اواکسيديشني نمبر 1 –2 - 6 استعمال ځايونه 3 - کلورين 1 –3 - 1د طبيعي سرچيني 1 - 3 - 2 خواص 1 – 3 - 3 لاسته راوړنه 1 – 3 - 4 کيمياوي تعاملونه 1 – 3 -5 مرکبونه اواکسيديشني نمبر 1 – 3 - 6 استعمال ځايونه 4 - برومين ،ايودين اواستاتين 1 – 4 -1 د طبيعي سرچيني 1 - 4 - 2 خواص 1 – 4 -3 لاسته راوړنه 1 – 4 -4 کيمياوي تعاملونه 1 - 4 -5 مرکبونه اواکسيديشني نمبر 1 – 4 - 6 استعمال ځايونه 1 -5 کليدي مفاهيم 1 – 6 د څپرکي لنډيز 1 -8 د څپرکي پوښتني 1 – 9 په څپرکي پوري ځيني تجربي دويم څپرکي: ددوراني جدول دعناصروشپږم ګروپ(p ګروپ عناصر) 1 - اکسيجن 2 – 1 -1 د طبيعي سرچيني 2 - 1 -2 خواص 2 – 1 -3 لاسته راوړنه 2 – 1 - 4 کيمياوي تعاملونه 2 - 1 -5 مرکبونه اواکسيديشني نمبر 2 – 1 -6 استعمال ځايونه 2 - سلفر 2 – 2 -1 د طبيعي سرچيني 2 - 2 -2 خواص 2 – 2 - 3 لاسته راوړنه 2 – 2 -4 کيمياوي تعاملونه 2 - 2 -5 مرکبونه اواکسيديشني نمبر 2 – 2 -6 استعمال ځايونه 3 - دسيلينيم دفرعي ګروپ عناصر 2 – 3 -1 د طبيعي سرچيني 2 - 3 -2 خواص 2 – 3 -3 لاسته راوړنه 2 – 3 -4 کيمياوي تعاملونه 2 – 3 - 5 مرکبونه اواکسيديشني نمبر 2 – 3 -6 استعمال ځايونه 2 -5 کليدي مفاهيم 2 – 6 د څپرکي لنډيز 2 -7 د څپرکي پوښتني 2 – 8 په څپرکي پوري ځيني تجربي دريم څپرکي: ددوراني جدول دعناصروپنځم ګروپ(p ګروپ عناصر) 1 - نايتروجن 3 – 1 - 1 د طبيعي سرچيني 3 - 1 -2 خواص 3 – 1 -3 لاسته راوړنه 3 – 1 -4 کيمياوي تعاملونه 3 – 1 - 5 مرکبونه اواکسيديشني نمبر 3 – 1 -6 استعمال ځايونه 2 - فاسفورس 3 – 2 - 1 د طبيعي سرچيني 3 - 2 - 2 خواص 3 – 2 - 3 لاسته راوړنه 3 – 2 -4 کيمياوي تعاملونه 3 - 2 -5 مرکبونه اواکسيديشني نمبر 3 – 2 - 6 استعمال ځايونه 3 - د ارسينيک،انتيموني اوبسموت عناصر 3 – 3 - 1 د طبيعي سرچيني 3 - 3 -2 خواص 3 -3 -3 لاسته راوړنه 3 – 3 -4 کيمياوي تعاملونه 3 – 3 - 5 مرکبونه اواکسيديشني نمبر 3 – 3 - 6 استعمال ځايونه 3 -5 کليدي مفاهيم 3 – 6 د څپرکي لنډيز 3 -7 د څپرکي پوښتني 3 – 8 په څپرکي پوري ځيني تجربي څلورم څپرکي: ددوراني جدول دعناصرو څلوروم ګروپ( s او p ګروپ عناصر) 1 - کاربن 4 – 1 - 1 د طبيعي سرچيني 4 - 1 -2 خواص 4 – 1 -3 لاسته راوړنه 4 –1- 4- کيمياوي تعاملونه 4 – 1 - 5 مرکبونه اواکسيديشني نمبر 4 – 1 - 6 استعمال ځايونه 2 - سليکان 4 – 2 -1 د طبيعي سرچيني 4-2 - 2 خواص 4 –-2 -3لاسته راوړنه 4 – 2- 4 کيمياوي تعاملونه 4 – 2- 5 مرکبونه اواکسيديشني نمبر 4 – 2- 6 استعمال ځايونه 3 - د جرمانيم دفرعي ګروپ عناصر 4 – 3- 1 د طبيعي سرچيني 4 - 3- 2 خواص 4 – 3-3 لاسته راوړنه 4 – 3- 4 کيمياوي تعاملونه 4 – 3- 5 مرکبونه اواکسيديشني نمبر 4 – 3- 6 استعمال ځايونه 4 -5 کليدي مفاهيم 4 – 6 د څپرکي لنډيز 4 -7 د څپرکي پوښتني 4 – 8 په څپرکي پوري ځيني تجربي پنځم څپرکي: ددوراني جدول دعناصرو دريم ګروپ( s او p ګروپ عناصر) 1 - بورون 5 – 1- 1 د طبيعي سرچيني 5 - 1- 2 خواص 5 – 1-3 لاسته راوړنه 5 – 1- 4 کيمياوي تعاملونه 5 – 1- 5 مرکبونه اواکسيديشني نمبر 5 – 1- 6 استعمال ځايونه 2 - المونيم 5 – 2- 1 د طبيعي سرچيني 5 - 2- 2 خواص 5 – 2-3 لاسته راوړنه 5 – 2- 4 کيمياوي تعاملونه 5 – 2- 5 مرکبونه اواکسيديشني نمبر 5 – 2- 6 استعمال ځايونه 3 - د ګاليم دفرعي عناصرو ګروپ 5 – 3- 1 د طبيعي سرچيني 5 - 3- 2 خواص 5 – 3-3 لاسته راوړنه 5 – 3- 4 کيمياوي تعاملونه 5 – 3- 5 مرکبونه اواکسيديشني نمبر 5 – 3- 6 استعمال ځايونه 5 -7 کليدي مفاهيم 5 – 8 د څپرکي لنډيز 5 -9 د څپرکي پوښتني 5 – 10 په څپرکي پوري ځيني تجربي شپږم څپرکي: ددوراني جدول دعناصرو دويم ګروپ( s ګروپ عناصر) 1 - بريليم 6 –1- 1 د طبيعي سرچيني 6 -1- 2 خواص 6 -1-3 لاسته راوړنه 6 –1- 4 کيمياوي تعاملونه 6 -1- 5 مرکبونه اواکسيديشني نمبر 6 –1- 6 استعمال ځايونه 2 - مګنيزيم 6 – 1 د طبيعي سرچيني 6 -2- 2 خواص 6 -2-3 لاسته راوړنه 6 – 2-4 کيمياوي تعاملونه 6 -2- 5 مرکبونه اواکسيديشني نمبر 6 –2- 6 استعمال ځايونه 3 - دکلسيم دګروپ فرعي عناصر 6 –3- 1 د طبيعي سرچيني 6 -3- 2 خواص 6 -3-3 لاسته راوړنه 6 –3- 4 کيمياوي تعاملونه 6 -3- 5 مرکبونه اواکسيديشني نمبر 6 –3- 6 استعمال ځايونه 6 -5 کليدي مفاهيم 6 – 6 د څپرکي لنډيز 6 -7 د څپرکي پوښتني 6 – 8 په څپرکي پوري ځيني تجربي اووم څپرکي: ددوراني جدول دعناصرولمړي ګروپ( s ګروپ عناصر) 1 - ليتيم 7 –1- 1 د طبيعي سرچيني 7 -1- 2 خواص 7 -1-3 لاسته راوړنه 7 –1- 4 کيمياوي تعاملونه 7 -1- 5 مرکبونه اواکسيديشني نمبر 7 –1- 6 استعمال ځايونه 2- سودیم 7 –2- 1 د طبيعي سرچيني 7 -2- 2 خواص 7 -2-3 لاسته راوړنه 7 –2- 4 کيمياوي تعاملونه 7 -2- 5 مرکبونه اواکسيديشني نمبر 7 –2- 6 استعمال ځايونه 3- د پتاشیم فرعی گروپ 7 –3- 1 د طبيعي سرچيني 7 -3- 2 خواص 7 -3-3 لاسته راوړنه 7 –3- 4 کيمياوي تعاملونه 7 -3- 5 مرکبونه اواکسيديشني نمبر 7 –3- 6 استعمال ځايونه 7 - 3 کليدي مفاهيم 7 – 4 د څپرکي لنډيز 7 -5 د څپرکي پوښتني 7 – 6 په څپرکي پوري ځيني تجربي اتم څپرکي: ددوراني جدول دعناصرواتم ګروپ (د نجيبه غازاتو ګروپ) ( s او p ګروپ عناصر) 1 - داتم اصلي ګروپ عناصر 8 –1- 1 د طبيعي سرچيني 8 -1- 2 خواص 8 -1-3 لاسته راوړنه 8 –1- 4 کيمياوي تعاملونه 8 -1- 5 مرکبونه اواکسيديشني نمبر 8 –1- 6 استعمال ځايونه لومړي څپرکي(فصل) موخي: زده کونکي به وکولاي شي: · د هلوجنونو ځاي په دوره يي جدول کي تشريح کړي · د اووم ګروپ د هر عنصرفزيکي اوکيمياوي خواص تشريح کړي · د اووم ګروپ د مرکباتوخواص پرتله کړي. · په طبيعت کي د هلوجنونو په ارزښت اواهميت باندي وپوهيږي · وکولاي شي چي دعناصروداکسيديشني نمبرونه په مختلفو مرکباتوکي وټاکي · د دي ګروپ عناصرو په باره کي معلومات ورکړي. · د دي ګروپ عناصروداستعمال ځايونو په هکله معلومات ورکړي. · د عناصرو پړاوي جدول اووم VIIA) ( ګروپ ( د S او P عناصر) پدي ګروپ کي لاندي عناصرشامل دى: H1 1s1 F9 1s2 2s2 2p5 Cl17 1s2 2s2 2p6 3s23p5 Br35 1s2 2s2 2p6 3s23p6 3d10 4s2 4p5 I53 1s2 2s2 2p6 3s23p6 3d10 4s2 4p6 4d10 5s2 5p5 At85 1s2 2s2 2p6 3s23p6 3d10 4s2 4p6 4d10 5s2 5p6 5d10 6s2 6p5 يعني د دوي اخري مدار په ترتيب سره 2s2 2p5 ، 3s23p5 ، 4s2 4p5 ، 5s2 5p5 ، 6s2 6p5 الكترونونه لري. د دي ګروپ ټول عناصرغيرفلزدي اوعمومي فورمول يي X2 دي دX توري د هلوجن (Halogen) له هرعنصره څخه استازيتوب کوي .د هلوجن لغت له يوناني څخه اخستل شويده او( د مالګي تشکيل کيدونکي) معني ورکوي ځکه دغه عناصر د فلزونوسره ترکيب کوي اومالګي جوړوي.د دي ګروپ عناصر پخپل بانديني مدار کي 7 الکترونونه لري .د دي عناصرو وروستي الکتروني قشر په (ns2np5) پاي ته رسيږي. نوځکه د يوالکترون په اخستلوکي ليولتيا لري ترڅود نجيبه غاز الکتروني جوړښت ته ځان ورسوي.يعني ns2 np5 +e- ns2 np6 اودهلوجنونو(X) منفي ايون) (X-) په صورت کي دي چي په هلايد مشهوردي. د دي ګروپ وروستي عنصراستاتين دي اوراديو اکتيف خاصيت لري . ) د دي عنصردخواصوپه هکله لږ معلومات لرو[ 1 - 126 ]( لومړي ترينه عنصر يعني هايدروجن غير فلزشميرل کيږي. هايدروجن دالكتروني شكل اونظر وخپلو خواصو په نسبت په اووم(7) نيم اصلي ګروپ كي موقعيت لري، فلورين او كلورين په عادي عناصرو كي تعلق لري اودالكتروني جوړښت له مخي د Br, I او At په نيم ګروپ د برومين تعلق لري. د F,Cl,Br.I,At په قطارونو كي داتومو شعاع لوئيږي اودايو نايزيشن انرژي يي كميږي چي دعناصرو دا ضعيف كيدنه غيرفلزي خواص ښيي حال داچي استاتين ( At) د خپل ځانه څخه ځيني فلزي عنصر ښيي. داحالت موږ ته دعناصرو عمده ثابتونه لكه اتمي شعاع، ولانسي الكترونونه ، كولانسي شعاع ، دايون شعاع ، دالكترونود جذب شعاع اوداسي نور ارقام په ګوته كوي. دهلوجنونو ځيني خواص په (1 – 1 ) جدول کي ښودل شويدي.[5 – 105] (1-1) جدول : دهلوجنونو ځيني فزيکي او کيمياوي خواص شميره ماليکولي فورمول F2 Cl2 Br2 I2 1 دعنصر اتومی عدد 9 17 35 53 2 دعنصر اتومی کتله 19 35,5 80 127 3 رنگ (دگاز په حالت کي) ژيړ ژيړشين بخنه قرمز قهوه اي بنفش 4 فزيکي حالت ( دخوني په تودخه) غاز غاز مايع جامد 5 د ولانسي مدار الکتروني ويش (ns2 او np6) 2s22p5 3s23p5 4s24p5 5s2 5p5 6 کوولانسي شعاع ( pm ) 64 99 114 133 7 ايوني شعاع( pm ) 136 181 1951 216 8 ايونيزيشن انرژي (kJ/mol)E1 1680 1254 1139 1113 9 الکترون غوښتونکي انرژي (X(g) x+(g) + e-) 1680 1254 1139 1113 10 دويلي کيدو ټکي Co 220- 101- 7.3- 114 11 دايشدو ټکي Co -118 -34 58.8 184 12 د الکترودي پوتانسيل استندرد(v)Eo X 2+ 2e- 2X-(aq) 2.87 1.8533 1.087 0.535 13 ديو مول لپاره د تفکيک انرژي Kj/mol X-X (X2 2X) 160 240 195 150 14 د استندرد پوتانسيل 87 او +2 36 او +1 07 او +1 615او +0 15 بيلول د .... په واسطه مواسان شيل بالارد کولوواز 16 د بيلولو نېټه 1886 1774 1826 1811 17 د O2 خا لص سره تعامل O2F2 - - - 18 د H2O سره تعامل HF,O2,O3 HCl,HOCl HOBr,HBr HI,HOI 19 د N2 سره تعامل نلري نلري نلري نلري 20 د H2 سره تعامل HF HCl HBr HI په دي څپرکي(فصل) كښي د هايدروجن اوهلوجنونو(اووم ګروپ) کيميا د بحث اوڅيړني لاندي نيول کيږي . هايدروجن ( ( Hydrogen دهايدروجن اتوم نظر ونورو عناصروته يو ساده ساختمان لري (1s1) . دهايدروجن مثبت ايون (H+) يوه ساده ذره يعني پروتون دى، هايدروجن يو خاص عنصر دي چي دهغه موجوديت دعناصرو په دوراني جدول كي هم په اول اصلي ګروپ اوهم په اووم (A VII)ګروپ په شرطي ډول منل سويدى. طبيعي سرچيني: هايدروجن په طبيعت كي په پراخه پيمانه وجود لري دهغه مقدار دمځكي په قشر(اتموسفير، ليتوسفيراو هايدروسفير) كي 3% مولي برخه تشكيلوي. هايدروجن اوبو ، خټه، نصواري سكاره (ذغال)،نفت اوهمدارنګه دحيواناتو اونباتاتو په اورګانيزمونو كي شامل دي اوپه ازاد ډول هايدروجن ډير كم ليدل كيږي( لكه په اتش فشانونواويا په طبعي ګازونو كي). اما هايدروجن په فضا (كيهان) كي په ډير اوپراخه پيمانه وجود لري چي تقريبآ دلمر نيمايي كتله اوهمدارنګه دستورو نيمايي كتله تشكيلوي. دهايدروجن اتومونه د مځکي، اوبو او اتومسفير دموجوده اتومونو 15% تشکيلوي و د کتلي له مخي دغه فيصدي تر ١% کموالي مومي ځکه د هايدروجن اتومي کتله ډير کوچني دي. خواص هايدروجن يوبي رنګه،بي بويه اوبي خونده غازدي .هغه د ويلي کيدو اود جوښ ډيرکښتي درجي لري نوځکه په اوبواوعضوي محللونوکي ډير په لږه اندازه حليږي. دهغه ځيني خصوصيات په (1 – 1 ) جدول کي ښودل شويدي.دهغه انحلاليت په اوبوکي لږدي چنانچه په عادي تودوخه او1 اتوموسفيرفشارلاندي يواځي 2 ملي ليتر هايدروجن په يوليتر اوبوکي حليږي. دکيمياوي موادو په مينځ کي کمترينه کثافت لري. دهايروجن د يوليتروزن په STP شرايطوکي 0,089 gr دي. دهايروجن اواکسيجن غازونو مخلوط، خطرناک دي اوژرانفلاق کوي.د H2 په ماليکول کي دوه اتومه هايدروجن په ساده کوولانسي اړيکي سره نښتي دي .چي پدي ترتيب هريود دي اتومونودهيليوم پايداره الکتروني ويش ته رسيږي.هايدروجن د هلوجنونوسره کوولانسي مرکبونه جوړوي نوځکه د مايع غاز اوجامد په حالت کي بريښنا نه تيروي.هاديروجن د ايونيزيشن د انرژي په مقدار دهلوجنونوسره اوپه کيمياوي تعاملات سره مشابهت لري. هايدروجن دري ايزوتوپونه لري لكه: 1H P (e) پروتيم 99.98% 3H (p+2n) e تريتيم 0.008% 2H (p+n) e ديتريم 0.016% پروتيم او ديتريم دائمي او مستقر ايزوتوپونه دي اودهايروجن د طبيعي مركبونود ايزوتوپونو ترکيب د اتومونو دتعداد په نسبت نسبت عبارت دى له: : 1:6800 = H . D 31T = 23He+- β تريتيم د بيتا β راديو اكتيف دى او دهغه نيم عمر 12.26 كاله دى. ويل كيږي چي دا تعامل دهيليم دايزوتوپ 2He3 عمده منبع ده چي په اتوموسفير کي پيداكيږي،د هايدروجن په اتومو سفيركي د ديتريم مقدار تقريبآ 4*10 -15 مولي برخه لري او په اتومو سفيري رسوبونو كي يي تقريبآ 3*10-18 مولي برخه ده. دهايدروجن دويلي كيدو ټكى -2590C او دايشيدوټکي يي -2530C چي ډيره كښته درجه لري دهمدي علت له مخي په اوبو او عضوي محللونو كي ډيرپه لږه اندازه حل کيږي. هايدروجن په 20000C تودوخه كي پخپل اتومونو تجزيه کيږي.ترلوړو فشارونو لاندي په فلز بدليږي خو ماليكولي هايدروجن تر2*1011pa پاسكال فشار لاندي په عادي تودوخه كي په اتومي هايدروجن تبديل كيدلاي شي. دهايدروجن لاسته راوړنه په صنعت كي هايدروجن عموما دطبيعي غازونو،.دسون موادوله محصولونو اوهمدارنګه د كوكس له سكارو(ذغال) څخه لاسته راځي. دهايدروجن د توليد صنعتي سرچيني په لاندي ډول دي: 1 - د بخارسره د ريفورمينګ (Reforming) محصول : دهايدروجن اساسي توليد 800cͦ له هايدرو كاربنونو ( ميتان) اوكاربن مونو اكسايدونو(CO ) د كتلستي تعاملونو په اثر د اوبو دبخار په موجوديت كي منځته راځي. CH4 + H2O CO + 3H2 ΔH2980C = 206 KJ CH4 +2 H2O CO2 + 4H2 د ريفورمينګ له بټي څخه په ترلاسه شوي غاز کي H2 ، CO2 ، CO اواضافي بخار شامل دي وروسته دامخلوط په Co 450کي له Sheft converter څخه تيروي چي په هغه کي CO په 2CO تبديليږي. 400cͦ CO + H2O CO2 + H2 ΔH2980C= -41 KJ 2- دهايدرو كاربنو دنيمګړي اكسيديشن څخه هم هايدروجن ترلاسه کيږي. 2CH4 + O2 2CO + 4H2 ΔH2980C = 206 KJ 3- غاز – اوبه : داوبو بخارات اوکوک د تودوخي په 1000 درجي دسانتيګريډ سره ترکيب مومي اويوغازي مخلوط چي په غاز – اوبه پيژندل کيږي توليدوي. توركاربن داوبوبخارات C + H2O = CO + H2 ΔH2980C = 131 kj وروسته که چيري CO په مايع باندي تبديل او H2 له مايع CO څخه بيل شي ،کولاي شوچي دغاز – اوبه څخه هايدروجن ترلاسه کړو 2C + O2 = 2CO مصرف شوي تلاقي انرزي سوه دجينراتور ګاز . 4- داوبو الكتروليز: خالص هايدروجن ولي نسبتا ګران بيه داوبو له الكتروليز څخه چي لږ اندازه H2SO4 يا NaOH لري هم هايدروجن پلاس راځي . 2 H2O 2 H2 + O2 5 - کراکينګ (Craking ) که چيري د نفت په بټيوکيد هايروکاربونونوکتاليزاتوري تجزيه صورت ونيسي هايدروجن ترلاسه کيږي. 6 – اوسپنه اود اوبوبخار: اوسپنه اود اوبوبخار د C 6500لاندي سره ترکيبيږي. 3Fe+4H2O Fe3O4 +4H2 7- په لابراتوارونوكي هايدروجن د جستو Zn اوتيزابونو له تعامل څخه هم لاسته راځي. 2HCl + Zn ZnCl2 + H2 H2SO4 + Zn ZnSO4 + H2 8 – د تعويضي تعاملونو ( Displasement reaction) په نتيجه کي هم هايدروجن ترلاسه کيږي چي څومثالونه يي په لاندي ډول دي: الف : فعال عناصر (لکه Ca,Sr, Ba او IA ګروپ فلزونه ) په عادي تودوخه کي د اوبوسره تعامل ترسره کوي اوپه نتيجه کي هايدروجن او د هايدروکسايد محلولونه لاسته راځي. 2Na + 2 H2O 2Na+ + 2 OH- + H2 Ca + 2 H2O C a 2+ + 2 OH- + H2 دغه تعاملونه ممکن چي ډيرخطرناکه وي. ب : د فلزونو ډير شمير د اسيدونو د اوبلن محلول سره تعامل ترسره کوي اوهايدروجن توليدوي. Zn + 2H+ Zn2+ +H2 ، Fe + 2H+ Fe2+ + H2 کيمياوي تعاملونه 1- داچي H-H اړيکي د پيوند انرژي نسبتا زيات دي د هايدروجن تعاملونه دتودوخي په لوړه درجي پوري ترسره کيږي. هايدروجن د IA اوA II ګروپ فعال فلزونو سره تعامل کوي اومالګي ماننده هايدريدونه (Saltlike hydride) توليدوي. 2Na + 2 H2 2Na H Ca + H2 CaH2 نوموړي مالګي ماننده هايدريدونه داوبوسره تعامل ترسره کوي اوهايدروجن توليدوي. H- + H2O H2 + -OH 2 - هايروجن د ډيروغيرفلزونوسره کوولانسي اړيکه جوړوي.له هلوجنوسره دهغه تعامل په نتيکه کي کوولانسي قطبي بيرنګه غازونه لاسته راځي. H2 + Cl2 2HCl 3- په عادي تودوخه کي دکلورين اوفلورين سره د هايدروجن تعامل صورت نيسي. ولي د هايدروجن تعامل د برومين اوايودين سرهچي لږتعامل پذير دي د تودوخي په لوړودرجوکي(400 -5000C (صورت نيسي. 4 – هايدروجن د اکسيجن سره تعامل کوي اوبه پلاس راکوي. دغه تعامل په شدت سره تودوخه توليدوي چي له دي تعامل څخه د اکسي هايدروجن مشعلونود ډير اندازه تودوخي ( تر 2800 درجه پوري)توليد لپاره استفاده کيږي هايدروجن اوسلفر تعامل لږ څه مشکل دي اودتودوخي په لوړودرجوکي صورت نيسي. H2 + S H2S 5 - هايدروجن د نايتروجن سره په لوړ فشار (300-1000atm ) او لوړ تودوخه (400-6000C) د کتاليزاتورپه مجاورت کي تعامل کوي اوامونيا جوړوي 3H2 +N2 2NH3 6 – هايدروجن د کاربن سره په اساني نه ترکيبيږي ولي دهغه تعامل دکاربن دکوچنيو ذروسره د کتاليزاتورپه مجاورت کي امکان پذير دي.( د برګيوس (E)محصول) د دي تعاملونو محصول دهايدروکاربن مختلف ډولونه دي 2H2 + C CH4 د هايدروجن ايونايزيشن پتانسيل په نسبي توګه لوړدي(312kj/mol) د هايدروجن اوغيرفلزونو په ترکيب کي هايدروجن هيڅکله د مثبت ايون په صورت کي وجود نلري .په دي ټولو ترکيبونوکي کيمياوي اړيکي قطبي کوولانسي ډول دي. 7 – هايدروجن د اکثروفلزي اکسايدونو سره ترکيب کوي .د دي تعامل محصول اوبه اوازاد فلزدي. CuO + H2 Cu + H2O WO3 + 3H2 W + 3H2O FeO + H2 Fe + H2O 8 - هايدروجن دکاربن مونواکسايد سره د لوړ فشار او لوړ تودوخه لاندي د کتاليزاتورپه مجاورت کي تعامل کوي اوميتايل الکول پلاس راکوي. CO + 2H2 CH3OH استعمال (Usage) : · په كيمياوي صنايعو كي هايدروجن دامونيا ، ميتا نول ، تيزابو، دجامد او مايع سوان موادو دهايدروجنشن لپاره ، غوړيو او داسي نورو داستحصا ل لپاره پكاريږي. · دګازي اوبو په شكل دسون ماده په توګه · په ولډينګ كاري او دفلزاتو په پريکولو کي · د هابر محصول سره له H2 اوN2 څخه د امونيا توليد لپاره · له H2او Cl2څخه د HCl د توليد لپاره · د نفت په کارخانوکي · له H2او CO څخه د ميتايل الکول د استحصال لپاره. · د غذايي موادودتوليد لپاره د خوراکي غوړيو هايدروجن کول · په ټوغونديو کي دسون ماده په توګه · کيمياوي سري ،دواګاني اوپلاستيک جوړونه · د الکتريکي دواګاني په جوړولوکي نن ورځ دهايدروجن داستعما ل مسّله ډير اهميت لري، ځكه نن ورځ په نړۍ كي دانرژي بحران اودمحيط زيست مشكل موجود دي، دنفتو ذخيري هم مخ په كميدو دي نو دهغه په عوض دهايدروجن څخه دسوخت مادي په حيث استفاده كيږي چي دمحيط ماحول سره كوم ضرر اوتاوان نلري. همدا ډول د راتلونكي كيمياوي تكنالوژي اوانرژيتكي اساس په هايدروجن پوري اړه لري. مرکبونه اواکسيديشني نمبر داتوم دهايدروجن خصوصيت ددي سبب ګرځي چي هايدروجن په خپلو كيمياوي مركبونو كي هايدروجني رابطي جوړوي همدارنګه دهغه لپاره په (1-) اكسيديشني درجه ايوني مركبونه امكان لري. په دي ترتيب هايدروجن يو غيرفلزي عنصردى اوپه مركبونوكي كولاي سي چي هم (-1) او هم (+1) اكسيديشني درجه ولري. هايدروجن اوهلوجنونه اويوني مركبونه جوړوي چي په هغوي كي دساده ايون په صفت (H-) برخه اخلي. په (-1) اكسيد يشني درجه كي د هايدروجن مركبونه: LiH BeH2 B2H6 NaH MgH2 AlH3 KH CaH2 GaH3 RbH SrH2 InH3 CsH BaH2 په (+1) اكسيديشني درجه كي دهايدروجن مركبونه: H3N H2O HI H3P HF H2Se H2Te HCl HBr H2S د هايدروجن مركبونه په منځنى اكسيديشني درجه کي : CH4 SiH4 GH4 SnH4 AsH3 SbH3 همدارنګه داسي ګروپ مرکبونو هم وجود لري چي په هغه کي د E-H آړيکي قطبي دى. کولاي شو چي د هغه مرکبونه د H+ او هم H- د مشتقونو په حيث ارزونه وکړو . کله چي د هايدروجن د اکسيدانت په توګه عمل کوي، خپل رول لکه هلوجنونو غوندي لوبوي او لکه هلايدونو ، هايدرايدونه جوړوي. ولي بايد په يادو ولرو چي د H2 ماليکولي څخه دH- آيون جوړښت يو اندوترميک عمليه ده چي په هغه کي ) د توليدي مساوي کيږي په ) 1/2H2(g) = H(1) H(g) +e = H-(g) 1/2H2(g) + e = H-(g) له همدي كبله د هايدروجن اكسيدشني فعاليت د هلو جنونو په نسبت ضعيف تردي.په همدي تو ګه د فعالو فلزوهايدرايدونه ښكاره آيوني خاصيت لري . دمثال په ډولKH, CaH2 سپين رنګه كرستال آيوني هايدرايدي مركبونه دي چي د ويلي كيدو دتودوخی لوړي درجي لري دهغوي مذابي لوړ بريښنائي هدايت لري او ددوي مذابي د الكتروليز په وخت كي هايدروجن په انود كي ترلاسته كيږي . دA I ګروپ S عناصر هايدرايدونه د NaCl جوړښت لري د كيميا له نظره آيوني هايدرايدونه لكه قلوي مركبونه عمل كوي. فلزي عناصر چي د هايدروجن په نسبت لږ منفي برقيت لري كوولانيسي هايدرايدونه تشكيلوي د مثال په توګه د SiH4 اوBH3 تركيبي هايدرايدونه په كوولانسي هايدرايدونو پوري مربوط دي. د كيمياوي طّيعت له نظره د غير فلزونو هايدرايدونه تيزابي مركبونه دي . هايدرايدونه له ځانه هايدروليزي خاصيت ښي او هايدروجن توليدوي په دوي پوري مربوطه تعامل د اكسيديشن – ريدكشن له مخي مخته ځى. قلوی خاصیت KH-1 + HOH ====> KOH + H2o تیزابی خاصیت SiH4-1 + 3HOH ====> H2SiO3 + 4H2o دهايدرایتونو هايدروليز عمل په بشپړ ډول مخته ځي او غير رجعي وي ځكه هايدروجن جلاكيږ او په نتیجه كي دقلوي هايدرايدونو څخه قولي او تيزابي هايدرايددونو څخه تيزاب په لاس راځي . دقلوي او تيزابي هايدرايدپه واضح ډول د دوي ترمنځ له تعاملونو څخه ښكاره كيږي لكه د لاندي سيما په دنده ليتيم تترا هايداريد بوريت دا تعامل په غير آبي محلول مثلا په ايتر كي صورت نسي LiH چي د كامپلكس په تشكيل كي دH- آيون كاروي د دونر جوړه الكترون په توګه عملي كوي حال داچي BH3 چي د هلايد آيون حذبوي يو اكسبتر دي دهايدروجن د مثبت قطبي خاصيت په ډيرو مرکبونو کي ليدل کيږي چي د کوولانت مرکبونو په نوم ياديږي لکه: HCl,H2S, N H3 ګازونه او H2O, HF,HNO3 مايع او H2SiO3، H3BO3 او H3PO4 په عادي حالت کي جامد دي، چي په هغوي کي هايدروجن +١ اکسيديشني درجه عمل کوي . ددې مرکبونو خواص په هغو عناصرو پوري اړه کومه چي هايدروجن له دوي سره مستقيم اړيکي لري. د مثال په ډول : په F-H, O-H, N-H مرکبونو کي هايدروجني اړيکه ډير اهميت لري چي په نتيجه کي HF, H2O , H3N مرکبونه د نور همډولو دوه ګوني هايدروجني مرکبونه چي ددې ګروپ د پاتي عناصرو په واسطه تشکيل شويدي شکل( 1-2) دويلي کيدو او د جوښ لوړ ټکي لري. شکل 1-2 د پنځم ،شپږم او اووم ګروپ هايروجن لرونکي مرکبونه د ويلي کيدو اوايشيدو د تودوخي درجي هايدروجن هلايدونه: (هايدرايد اسيدونه) هايدروجن هلايدونه په HX عمومي فورمول کي د يو بل سره ډير شباهتونه لري دغه شباهتونه هم په ګازي حالت کي او هم د محلول په حالت کي وجود لري . د هايدروجن هلايدونو ځيني ځانګړتياوي. جدول (1-2) توضيحات واحد HF HCl HBr HI د تودخی تشکیل مول / کیلوکالری +64/4 +21/9 +7/3 +1/32 داړيکي طول X-H انگستروم 0/29 1/27 1/41 1/62 دقطبی عزم دبای د HX غاز 1/91 1/04 0/79 0/38 دویلی کيدو ټکي سانتي ګراد -83/1 -114/8 -86/9 -50/7 د ايښيدو ټکي سانتي ګراد +19/5 -84/9 -66/8 -35/4 دويلي کيدو تودخه مول / کیلوکالری 1/09 0/505 0/574 0/686 تبخير تودخه مول / کیلوکالری 1/85 3/85 4/21 4/72 {6-570} د آزاد هايدروجن سره د هايدروجن مستقيم تعامل په نتيجه کي مربوطه هلايد ترﻻسه کيږي : H2 + X2 2HX + Q د تعامل شدت له فلورین څخه و آيودين ته کميږي د H او Cl ترکيب په تياره کي بطي دي ولي دلمر در ڼا په موجوديت کي او په معمولي تودخه کي د انفجار سره صورت نيسي د آيودين او برومين ترکيب له هايدروجن سره ډير بطي دي د غه تعاملات د HCL HBr, او HI د صنعتی تولید مهمی طریقی دي. HCL، HF له مربوطه طبيعي هلايدونوڅخه لکه CaF2 Nacl , ترلاسه کيږي چي په دي تعامل کي د توده او غليظ سلوريک اسيد څخه استفاده کيږي . CaF2 (s) + H2SO4 CaSO4 + 2HF (g) Nacl + H2SO4 NaHSO4 + HCl ټول هايدروجن هلايدونه په عادي تودوخه کي دبيرنګه غازونو په صورت کي دي په لوړو تودوخو کي ( د 500 په حدودکي) د Nacl او NaHSO4 ترمنځ نور تعاملونو ترسره کيږي. Nacl + NaHSO4 HCl + Na2SO4 ولي په دي طريقه کي نشو کولاي چي HBr او HI ترلاسه کړو ځکه داغ او غليظ سلفوريک اسيد دغه انيويونه اکسيدايز کوي. او د آزاد هلوجن په شکل جوړوي د برومايد او آيودايد آيونونو اکسيدشن دکلورايد او فلورايد د آيونونو د اکسيديشن په نسبت اسانه ده . 2NaBr + 2H2 SO4 Br2 + SO2 + Na2 SO4 + 2H2O داچي د آيودايد آيون د برومايد ايون په نسبت يو قوي ارجاع کوونکي ده نوځکه د سلفوريک اسيد سره د NaI تعامل په نتيجه کي د , H2S S ريدکشني محصول او همدارنګه SO2 لاسته راځي. خالص HBr يا HI د فاسفوريک اسيد سره NaBr ياNaI له تعامل څخه ترلاسه کولاي شو ، فاسفوريک يو ضعيف اسيد دي او فرار نکوي. NaI + H3PO4 HI + NaH2 PO4 NaBr + H3 PO4 HBr + NaH2PO4 دمناسب فاسفر تراي هلايدونو او اوبو د تعامل څخه کولاي شو چي هايدروجن هلايد ترﻻسه کړو . PX3 + 3H2O 3HX + H3PO3 HCl , HI او HBr, ګازونه يو ماليکولي دي ، ټول ۀايدروجن هلايدونه په او بوکي ډير انحلال پذير دي ، ددې هلايدونو اوبلن محلول ته هايدرو هاليک اسيد وايي . دمثال په توګه د HF او بلن محلول ته هايدرو آيوديک اسيد وائي د H-F پيوند د H-X د نورو پيوندنون په نسبت قويتر دي HF په اوبلن محلول کي يو ضعيف اسيد دي حال داچي HCl,HBr او HI په کامله توګه تفکيک کيږي . HF H+ + F- له دې تفکيک څخه تر ﻻسه شوي د F- ايون په عمومي توګه د HF دماليکولونو سره هايدروجني اړيکي ورکوي . F- + HF HF2- هايدروفلوريک اسيد دSi اوSiO2 او ښيښي سره تعامل کوي SiO2 + 6HF 2 H+ + SiF6 + 2H2O که چي دSi سره توده شي لاندي تعامل ترسه کيږي SiO2 + 4HF SiF4 + 2H2O په همدي دليل هايدرو فلوريک اسيد بايد په پلاستکي مخزنونو کي چي له موم څخه پوښل شويدي ، د ښيښه ئي بطري په ځاي وساتل شي . فلزي هلايدونه : فلزي هلايدونه د عناصرو له مستقيم تعامل څخه د هايدروجن د هلايدونو تعامل له اکسايدونو سره او کاربوناتونو سره لاس ته راځي. K2 CO3 + 2HF 2 KF + CO2 + H2O په عمومي توګه دIA او IIA ( دBe په غير) فلزونو هلايدونه او ډيري داخلي واسطه فلزونه ، عمدتا ايوني دي . د پاتي فلزونو هلايدونو په مختلفو درجو کوولانسي خصلت لري. پتاشيم کلورايدKCl يو کامل آيوني جامد دي تيتانيم کلورايد اوTiCl4 يو کوولانسي مايع دي. المونيم فلورايد آيوني ترکيبدي ، المونيم برومايد او المونيم آيودايد تقريبا کووﻻانسي دي ددې ترکيبونو بلو په ترتيب سره لهAl2Br6 او Al2I6ماليکولونو څخه مرکب دي. AgCl سپين رنګه AgBr روښانه ژيړ او AgI ژيړ رنګه دي . AgI په اضافي امونياکي نه حليږي اولي AgCl حليږي او دAg(NH3) کمپليکس ايون جوړوي اوAgBr په مشکل سر حليږيAgF په اوبو کي غير منحل دي. د d اوf عناصرو هايدروجن لرونکي مرکبونه فلزي خواص لري چي د مکدرو پودرو په شکل يا دماتيدونکي کتلي په ډول توليد شويدي . ددوي بريښنايي هدايت اوتودخيز هدايت لکه: فلزونه دي . هلايدونه يا هايدرايدونه په اکثرو حاﻻتو کي دغير ستيکيو متري په ترکيب سره تر لاسه کيږي چي ددوي ترکيب د H M لکه (HF ، TaH , NbH , VH) اوM2H2 (لکه H2, (ZnH4 , TiH2 , ScH2, اوMH3(لکهCH3 , PaH3 ) په فورمول کی مطابقت کوي يعني ددوي عمومي فورمولMXn دي چيM فلز ،X هلوجن او n دفلز ظرفيت (ولانس) دي دdعناصر دهر فاميل لومړي درې فلزونه ( لکه Ta, HF, La, Nb, Zr , Y , V, Ti, Sc ) هايدروجن جذبوي چي اګزوترميک اثر ( Exothermic effect) سره يو ځاي دي. دمثال په ټوګه د ځينيودغو هلايدونو توليديHΔ لاندي قيمتونه لري: ScH2 , YH2 , LaH2 , TiH2 , ZrH2 -69.5 , -185.6 -207.7 -144.2 , -169.3 دشپږم او اتم ګروپ د d عناصر د هايدروجن په پرتله لږ فعال دي . دمثال په توګه د FeH2 توليد د -0.84kj/mol په اندازه ده. ولي په استثنايي توګه Pa ډيراندازه هايدروجن جذبوي. په مجموعي ډول ويلاي شو چي د IA ,IIA او IIIA دايوني هلوجنونو جز دي اوغير فلزونه اودفرعي ګروپونو نور عناصر فرار او موليکولي هلوجنايدونه ورکوي. که چيري د IA او IIA (الف) او د IIA اوIVB (ب) ګروپونو ددري عناصرو کلورايدونه په نظرکي ونيسو ليدلاي سو چي په هر تناوب کي دهغوي په فراريت کي چټک تغيرپه سترګو کيږي. د ته ځير سي. (1-3) جدول (3-1)جدول په دويم تناوب کي د کلورين او بريليم دايشيدلو ټکي د 890c کښته دي تر LiCl او 477.5 لوړه ده ترBcl3 څخه. په دوو نورو تناوبونو کي د ايشيدلو ټکي تغيرات او په نتيجه کي کولانسي خصلت اهسته تر دي. کولانسي خصلت دهلوجن داتومي عدد په زياتيدو هم زياتيږي دمثال په توګه CaF2 يو ايوني بلوردي حال داچي CaI2 لکه CdI2 مايکرو ماليکولي جوړښت لري. 568} - {6 (1-2) شکل د (Pdcl2) جوړښت دفلزنو هايدرايدونه (هلايدونه) د نوموړي فلزونود پوښلو لپاره د ارجاع کوونکي په ډول او همدارنګه د فلزي پودرونو داستحصال لپاره استعماليږي . په دې توګهTiاو V د هايدروجن پواسطۀ مشبوع کيږي چي ددوي ماتيدونکي هلايدونه په پودر تبديل او په خلا کي تودوخه ورکول کيږي چي دهغه په نتجه کي د فلزونو پودر په لاس راکوي. ځکه خالص فلزونه ارتجاعيت خاصيت لري او له هغه څخه پودر نه حاصليږي . فلزي هلايدونه په هايدروجنيشني تعاملونو او دf اوd عناصر دمرکبونو په سنتز کي هم استعماليږي . [46-2] 1 – 1 تجربه(Labratory Preparation) دهايدروجن پيژندنه (توصيفي تحليل) :که په يوه وچ امتحاني تيوپ کي هايدروجن واچوي اوداور لمبه ورته نژدي کړي دلته هايدروجن سوځي او دانفلاق اواز اوريدل کيږي 0>H2 + 1/2O H2O 1 – 2 تجربه(Labratory Preparation) اړين مواد: جست،رقيق تېزاب لکه د ګوګړو يا د ښوري،د پيچکاري بمبه،د سيروم پمپپ اواورلګيت که چيري په يوه فلاسک کي د جستو ټوټي واچوو او د بيا دقيف له لاري ورباندي د ګوګړو تيزاب ورعلاوه کړو نو دهايدروجن او جستو دعمل څخه هايدروجن توليديږي چي دغه توليد شوي هايدروجن دکوږ شوي ښيښيي نل له لاري په هغه بوتل کي چي داوبو څخه ډک او دطشت په اوبو کي سرچپه ايښودل شوي دي داخليږي او بوتل د هايدروجن څخه ډکيږي . (3-1) شکل H2SO4 + Zn ZnSO4 + H2 (3-1) شکل د( هايدروجن تجربوي استحصال) فلورین طبعی سرچینی: د لیتوسفیر ( د مځکی جامد پوستکی) 0.08٪ تشکیلوی او په طبعیت کی د آزادپه حالت کی وجود نلری د هغه مهم معدنی منرال فلورین یا fluorspar (CaF2) دی چی له هغه څخه د فلورین یا د هغه نور ترکیبونه د استحصال لپاره استفاده کیږی همدارنګه کریولیت Na3AlF6 فلورو اپاتیت 3Ca(PO4)2CaF2 هم فلورین لری. ]مخذ [ خواص : د فلورین خواص له نور هلوجنو سره توپیر لری . ددی توپیرونو علت دادی، 1. کوچینی اتمی شعاع لری. d اربیتال نلری 2. زیات الکترونیګایتوی لری 3. د تحمض ډیر قدرت لری فلورین تقریباً بیرنګه غاز دی د هغه فزیکی خوصیات د[ ] په جدول کی ښودل شویدی. فلورین او د هغه مرکبونه قوی زهری خاصیت لری F2 مالیکول ثبات نلری . ډیر فعال کیمیاوی دی قوی اکساید کوونکی دی له ټولو عناصرو سره ( He, H2, O2 Ne, Ar, په اثتثنا) په ډیر شدت تعامل کوی . Xe د فلورین په اتوموسفیر کی په روښانه لمبه سره سوځی XeF2 او د فلورین نور فلورایدونه تولیدوی د( E-F) اړیکه انرژی فوق العاده زیات دی ولی F-F مالیکول په منځ کی انرژی لږ دی ځکه په آسانی سره پخپل آتومونو باندی تجزیه کیږی. دیادونی وړ ده چی فلورین په هیڅ صورت کی له یو ځای څخه وبل ځای ته نه وړل کیږی ځکه فلورین د ځینی عضوی او کاڼی ترکیبونو سره ډیر خطرناک مواد ورکوی.او د هغه د فعال کیدو انرژی هم لږ دی په کیمیاوی تعاملونو کی فلورین د یوقوی اکسایدکوونکی په ډول عمل کوی. استحصال : فلورین باید د الکتروکیمیاوی محصول په توګه تولید کړل شی ځکه داسی یوه قوی کیمیاوی اکساید کوونکی موجود ندی چی د فلورین آیون په آزاد فلورین باندی اکسدیشن کړی. په صنعت کی د فلورین د لاسته راوړلو لپاره د HF-KF مخلوط د مذابه له الکترولیز بی له اوبو څخه استفاده کوی (په 25 co تودوخه کی ) او همدارنګه کولای شو KHF2 محلول په بی اوبو HF کی الکترولیز کړو که چیری د مخلوط الکترولیت یو مول KHF2 او 0.06 مول HF وی پدی صورت کی تودوخه 90-115 co به وی 2KHF2----> H2+F2+2KF د الکترولیز ظرفیت (کاسه) په معمولی ډول مستطیل شکل دی چی له مس یا فولاد یا نکل و یا مونل الیاژ جوړیږی د الکترولیز په وخت کی F2 انود H2 په کتود کی راټولیږی د نموړی تر سره شوی تعامل لنډیز د الکترولیز په کاسه کی پدی ډول دی . 2HF -----> H2 + F2 تعاملونه : 1. فلورین په اثتثنایی توګه فعال کیمیاوی دی او قویترینه اکساید کوونکی دی د فلورین په اتوموسفیر کی Xe په روښانه شکل سره سوځی XeF2 او نور فلورایدونه تولیدوی یو کیمیاپوه وایی چی فلورین (هر څه خوړونکي دي ) ځکه د هغه په اتوموسفیر کی ثابت مرکبونه لکه ښیښه (د پنبی په شکل) او اوبو ته احتراق ورکوی. SiO2 + 2F2 = SiF4 + O2 2H2O + 2F2 = 4HF + O2 2. د غیر اثتثنایی په توګه د اثرو ساده موادو سره د فلورین تعامل فعالانه صورت مومی آن د سلفر او فاسفور سره مایع هوا په تودوخه کی (-190 co) تعامل کوی . S + 3F2 +SF6 ∆Ho298 = -1207 kg 2P + 5F2 = 2PF3 ∆Ho298 = -3186 kg 3. فلورین ځینی عاطل ګازونه اکسیدايز کوی. Xe + 2F 2 = XeF4 ∆Ho298 = -252 kg 4. فلورین یواځی له هلیوم ، نیون او ارګون سره مستقیم ډول تعامل ته نه داخلیږی 5. فلورین د خپل عالی کیمیاوی فعالیت له مخی د ټولو فلزونو د تخریب تقریبی قوت لری له همدی کبله د فلورین د استحصال د هغه له انتقال او محافظت لپاره د نکل څخه جوړ وسایل ( او ځینی الیاژونه) څخه استفاده کوی ځکه نکل یو باثباته دفاعی قشر NiF2 جوړوی ولی نن ورځ دا مشکل لری شویدی او فلورین په لویو ترانسپورتی ټانکرانو کی انتقالیږی. مرکبونه او اکسیدشنی نمبر: د عناصرو په جدول دورانی کی تر ټولو الکترونیکاتیوی ترنه عنصر فلورین (4.9) دی چی پخپل ټول مرکبونو کی په (1-) اکسدیشنی نمبر عمل کوی. د فلورین ځینی مهم مرکبونه دادی. HF6,AlF6,KHF2, KF, NaF, CaF2 , HF, AlF3, PbF4, AuF3 او داسی نور دا چی فلورین ډیر الکترونیګاتیودی پس فلورایدونه تر ټولو آیونی ترینه هلایدونه دی د آیونی خصلت په دی توګه کاهش مومی ايودايد> بروماید>کلورايد> فلوراید] [355-1 فلورين مختلف مرکبونه جوړوي څرنګه چي د عناصرو خواص په ګروپونو او پيريودونو پوري اړه لري، همداشان د فلورايدونو خاصيت هم تغيير کوي: CIF5 SF6 PF5 SiF4 AlF3 MgF2 NaF د مرکب ډول تيزابي آمفوتير قلوي خاصيت (CIF6)` SF6 PF6 SiF6-2 AlF6-3 کيمياوي طبيعت او کامپلکس انيون په اوبو کی د فلورایدونو (فلورایدی مرکبونه) انحلال پزیری د کلورایدونو برومایدونو او آیودایدونو په مقایسه ډیر توپیر لری د مثال په توګه د لیتیم IIA ګروپ فلزونه او لانتنایدونه فلورایدونه لږ انحلال پزیر دی حال دا چی ددی فلزونو نورو هلایدونه په نسبی توګه انحلال پزیر دی فلورین مختلف مرکبونه تولیدوی د فلورایدونو آیونی مرکبونه کرستالی مواد دی او دودی د ویلی کیدو ټکی لوړی دی کوولانت فلورایدونو د ګاز یا مایع په شکل دی . هغه مرکبونه چی د ایونی او کوولانسی تر منځ قرار لری د دوی قطبی درجه لوړ دی او د کوولانت مرکبونه په نامه یادیږی لکه NiF2 , CoF2 , MnF2 ,ZnF2 د غیر فلزونو او فلزونو فلورایدونه د عناصرو د فلوریشن پواسطه په لوړ اکسدیشنی نمبر سره تر لاسه کیږی . C2F + F2 = C2F3 ډیری کرستالی فلورایدونه په اوبو کی غیرمنحل دی ولی د IA ګروپ عناصر د LiF په غیر همدارنګه AgF Hg F2 , SnF2, اویو تعداد نورو د هغه فلورایدوونه په اوبو کی منحل دی د کیمیا وی طبیعت له مخی آیونی فلورایدونه قلوی خاصیت او کوولانت فلورایدونه تیزابی خاصیت لری د مثال په توګه په لاندی تعامل کی : 2NaF+SiF2 = Na2[SiF6] هګزوفلوروسلیکات سودیم آیونی فلورایدونه د الکترون – دوناتور او کوولانت فلورایدونه د الکترون اکسپتر جوړه الکترون په ډول عمل کوی. کله چی قلوی فلورایدونه داوبو سره هایدرولیز شی نو قلوی محیط جوړوی او کله چی تیزابی فلورایدونه د اوبو سره هایدرولیز شی نو تیزابی محیط جوړوی . SiF2 +3H2O = H2SiO3 + 4HF ولی امفوتیری فلورایدونه د قلوی او تیزاب سره عمل کوی مخلوط فلورایدونه تولیدوی. 2KF + BeF2 = K2[BeF4] د فلورین له ډلی څخه هایدروجن فلوراید HF ډیر اهمیت لری چی د هغه په هکله یو څه اضافه معلومات ورکوو: HF په عادی شرایطو کی یو بیرنګه مایع دی . تیز بوی لری دویلی کیدو -183 co او د جوښ 19.8 co ټکی لری د HF ساده مالیکول یواځی هغه وخت موجود کیدای شی چی تودوخه تر 90 co څخه پورته وی دH او f تر منځ اړیکه ډیر ټینګ دی په خپل اتومونو د هغه تودوخیز تجزیه یواځی په 3500 Co حتی د هغه نه زیادتر صورت نیولای شی . مایع HF یو قوی ایونایز کوونکی محلل دی په هغه کی اکساید فلورایدونه سلفیتونه د IA عناصرو نایتونه او تر یو اندازی پوری د IIA ګروپ عناصر نایترونه حل کیږی چی په دی عملیه کی مواد له HF مالیکول څخه H+ ایون اخلی او د HF2 ایونونو غلظت زیاتوی . KNO3 +2HF ---------> K+ + HNO3 + HF2 حتی په داسی شرایطو کی HNO3 د قلوی په توګه عمل کوی HNO3 + 2 HF --------> NO3H2+ + HF2 HF په نا محدوده اندازه په اوبوکی منحل دی چی پدی حالت کی دHF د مالیکول آیونایزیشن د OH3+ او F- آیونونو په تولید سره صورت نسی HF + H2O -----> OH3+ + F- دا چی +OH3 کتیون مقدار په محلول کی زیات ندی نو ځکه HF یو ضعیف تیزاب دی هایدرو فلوریک اسید HF د SIO2 سره تعامل کوی . SiO2 + 4 HF= SiF4 + 2 H2O د HF تیزاب ساتل په شیشه ای لوشو کی ممنوع دی زیاد تر دوی په سربی پلاستیکی ، رابر او پارافینی ظروفو (لوشو ) کی ساتل کیږی. دا مرکب زهری خاصیت لری که چیری د بدن سره په تماس کی شی بد تاثیر کوی او د ناروغی سبب کیږی د نوموړی تیزاب څخه د ښیښو د حکاکی ، د فلزی فیتو څخه د کوچینو درزو لیری کولو او د فلورایدونو د استحصال لپاره استفاده کیږی ولی د هغوی ډیر مقدار د عضوی مرکبونو د استحصال لپاره پکار یزی [ 51-2] استعمال ځایونه ؛ عنصری فلورین له طبعی یورانیم څخه د 235U د بیلولو لپاره استعمالیږی فلورایدونه (خصوصاً) NaF په اوبو او د غاښونو په کریم کی علاوه کیږی چی د غاښونو د پړسوب د مخنیوی د پاره پکار وی. کریو لیت او فلورو کاربنو نه مهمترین استحصال شوی تجارتی فلورایدونه دی کریولیت Na2Al F6 د الکترولیت په توګه د AL2O3 په الکترولیز کی د المونیم د استحصال لپاره پکاریزی فلورو کاربنونه کیمیاوی اثرات نلری نو ځکه په صنعت کی د توجه وړ ګرځیدلی دی پولی تترا فلوراتلین د کیمیاوی موادو په مقابل کی ډیر مقاومت لری همدارنګه مایع فلورکاربنونه د مقاوم کوونکی موادو په توګه د کیمیاوی ترکیباتو په مقابل کی په کار وړی هایدروجن فلوراید په عمده توګه د عضوی مرکبونو د لاسته راوړنی لپاره استعمالیږی په اوسنی وخت کی د فلورو پلاستیک پولی میرونو چی ډیر کیمیاوی مقاومت لری د استحصال لپاره د فلورین څخه په پراخه بیمانه استفاده کیږی. مایع فلورین او د هغه یو تعداد مرکبونه د راکتی سون ماده لپاره د ا کسایدکوونکی په حیث استعمالیږی. کلورین 1-3-1 طبیعی سرچینی : د کلورين مجموعي اندازه په مځکي کي د 4.5*10-20% په حدودو کي دي او د لیتو سفیر 0.19% برخه تشکيلوي .کلورین د مځکي په قشر کي په پراخه پيمانه وجود لري (0.02 مولي برخه فيصدي ) چي ډيري د کلورايد په څير ليدل کيږي. چي د هغو له ډلي څخه مهم منرالونه لکه NaCl (طبعي مالګه) ، NaCl . KCl (سالوانيت) ، KCl .MgCl2.6H2O (کارنالیت ) دی. ډيري اندازه کلورايدونه د بحر په ابو کي موجود دي او د ژونديو موجوداتو په ارګانيزم کي ترکيب لري. په طبعي مرکبونوکي کلورين دايزوتوپونو په شکل موقعيت لري لکه (24.47% 37Cl , 75.53% 35Cl ) همدارنگه د هغه مصنوعی ایزوتوپونه هم تر لاسه شوي دي لکه (39Cl , 38CL, 34CL , 33CL) . د هغه ترکيب NaCl د ويني په پلازما کي شامل دي. HCl د معده په شیره کی وجود لری. كلورين يو غير فلزي عنصر دى اودځمكي په قشر كي دهغوعناصرو په جمله كي راځي چي په پراخه پيمانه وجود لري . (Cl33,Cl34,Cl36,Cl38,Cl39) 1-3-2 خواص: د کلورين ماليکول لکه د هايدروجن او فلورين ماليکول داي اتوميک(Cl2) دی. کلورين غاز په عادي شرايطو کي زيړ – شين بخوندي رنګ لري. ځيني فزيکي او کيمياوي خواص د [١-١] په جدول کي راکړل شوي دي. د هغه انحلاليت په اوبو کي لږدي (د اوبوپه يو حجم کي تقريباً 2 حجم کلورين ) زهري خاصيت لري. مايع کلورين ژيو رنګ لري. کلورين دډيرو موادو سره په آساني سره تعامل کوي. د عناصرو له جملي څخه يواځي د O, N, C, اونجيپه غازاتو سره په عنصري ډول تعامل نکوي . د هغه الکتروني جوړښت د فصل په پيل کي ښودل شوي دي. کلورين يو فعال اکسايد کوونکي معيار دي ولي خپل ارجاعي خاصيت يواځي د فلورين سره ښکاره کوي پخپل مرکبونو کي په مختلفو اکسيدشني نمبرونو کي عمل کوي د اکسجن په شان د اکثراًو موادو احتراق تقويه کوي. كلورين د فلورين سره تام الكتروني مشا بهت لري. دكلورين اتوم يو طاقه الكترون لري چي دغه يو الكترون دكلورين ورته والي د فلورين او هايدروجن سره ښئي كلورين هم دنورو هلوجنو په څير په معمولي شرايطوكي ددوه اتومي ماليكولو په شكل پيداكيږي اوددغه ماليكولو اتومونه ديوي ساده اشتراكي (كولانسي) رابطي په واسطه سره وصل سويدي، ترعادي تودوخي او فشار لاندي كلورين دګاز په حالت كي دي . 1-3-3 استحصال : په عمومي ډول آزاد کلورين د کلورايدونو د اکسيديشن له لاري تر لاسه کوي د کيميا په لابراتوارونو کي د مالګي دغلظت له اکسيديشن څخه په تخنيک کي NaCl له اوبلن محلول څخه د الکتروليز په طريقه کي لاسته راځي. د کلورين د استحصال ځيني مهمي طريقي په لاندي ډول دي. 1. د اوبلن سوديم کلورايد له الکتروليز څخه چي له هغه څخه سوديم هايدرو اکسايد او هايدروجن هم لاسته راځي . 2Na + 2 Cl + H2O -----------> H2 + Cl2 + 2 Na + 2OH 2 NaCl + 2 HOH ---------> H2 + Cl2 + 2 NaOH يا 2. MnO2 یا KmnO4 کولاي شي چي د غليظ HCl په مجاورت کي کلورين په لاس راکړي. MnO2 + 4HCl -------------> MnCl2 + Cl2 + 2 H2O KmnO4 + 16 Hcl ---------------> 5Cl2 + 2 MnCl2 + 2 KCl + 8 H2O 3. کله چي په صنعتي محصولاتو کي Ca, Na او Mg توليديزي په دي تعاملونو کي د يو فرعي محصول په ډول کلورين هم تر لاسه کيږي . ددي محصولونو په هر يو کي يو وچ او مزاب کلورين الکتروليز کيږي او د Cl2 غاز په کتود کي لاسته راځي د مثال په توګه : 2NaCl --------------> 2 Na + Cl2 4. دسره زرد کلورايد د تودوخي په ورکولو سره ډير خالص کلورين لاسته راځي . 2 Al Cl3 ------------> 2 Al + 3Cl2 1-3-4 کیمیاوی تعاملونه : په کيميا وي تعاملونو کي کلورين اکثراً د کلورايد د مرکبونو په ډول تعاملونه تر سره کوي ولي دلته د آزاد کلورين ځيني کيمياوي تعاملونه د نموني په توګه وړاندي کوؤ . 1. کلورين د کلسيم هايدرو اکسايد سره تعامل کوي کلسيم هايپو کلوريک اسيد په لاس راکوي. 2Ca(OH) + Cl2 = Ca(ClO)2 + CaCl2 + 2 H2O 2. کلورين د فلورين سره د کلوريشن عمليه تر سره کوي او د فلورايد کلورين په لاس راکوي. 2Fe + 3 Cl2 = 2 FeCl3 3. کلورين د ذغال په موجوديت کي د TiO2 اکساید سره به لاندی ډول تعامل کوي. TiO2 + 2Cl2 + C = TiCl4 + CO2 4. کلورين د هايدروجن سره تعامل کوي هايدوجن کلورايد په لاس راکوي H2 + Cl2 = 2 HCl 5. که چيري کلورين په اوبو کي چي په هغه کي د سيماب اکسايد د سپنشن په ډول وي. جريان ورکړشي دHClO ضعیف تیزاب تولیديږي. 2Cl2 + H2O + 2HgO = 2HclO + Hg2OCl2 6. کلورين د هايدرو کاربونونو د کلورينيشن کلولو په وخت تعويضي تعامل تر سره کوي په دي تعاملاتو کي هغه هايدروجن چي له کلورين سره اړيکه لري د کلورين په واسطه تعويض کيږي او د هايدرو کاربن کلورونيشن شوي مرکب حاصليږي د مثال په توګه د کلورين تعامل له ميتان سره په نظر کي نيسو CH4 + CL2 ------> CH3Cl + HCl 1-3-5 مرکبونه او اکسيديشني درجي الف: د کلورين د(-1)اکسيديشني درجي مرکبونه (نوت کمبِوتر بعداً ادامه بعد اې معادله) ...... د مختلفو کلورايدونو د خواص توپير د دوي تر منځ په تعاملونو کي معلوميږي د مثال په توګه KCl + AlCl3 = K[AlCl4] دلته قلوي کلورايدونه دونرجوړه الکترون او تيزاپي کلورايدونه اکسپتر جوړه الکترون دي. امفوتري کلورايدونه هم تيزابي مرکبونه او هم قلوي مرکبونه سره تعامل کوي د فلزونو ډيرکلورايدونه په اوبوکي ښه د حل کيدو قابليت لري. په غيرد (CuCl , AgCl , TiCl, AuCl, PbCl2 ) . د کلورين د (-1) اکسیدیشنی مرکبونه له ډلي څخه د کلورين بيناري مرکبات لکه هايدروجن کلورايد (HCL)، هايدروجن برومايد HBr او هايدروجن ايودايد HI ډیر صنعتی اهمیت لری چی به عادی حالت کی HCl بيرنګه غاز دي اوتيزبوي لري.داغازپه اوبوکي په پراخه پيمانه حل کيږي اولاسته راغلي محلول دهايدروکلوريک اسيد يا دمالګي تيزاب په نامه ياديږي. د هغه د ويلي کيدو ټکي -144.2 Co او د جوښ ټکي -84.9 Co دي. په صنعت کي HCl د ساده موادو له ترکیب څخه تر لاسه کوي. H2 + Cl2 = 2HCl هايدورجن کلورايد په ښه توګه د اوبو پواسطه ) په 20Co توروخه کی حجم داوبو او 450 حجم HCl)جذبیږي. د HCl ماليکول په اوبوکي تقريبا په بشپړه توګه ايونايز کيږي. HCl + + H2O ......... > H3O + + Cl— هايدورجن کلورايد کولاي شي چي د سوديم کلورايد اوګوګړو غليظ تيزاب ته د حرارت ورکول پواسطه استحصال کړو: NaCl + H2SO4 ---------> NaHSO4 + HCl که NaHSO4 او NaCl ته په شدت سره حرارت ورکړل شي په دي صورت کي Na2SO4 او HCl توليديږي. NaC + NaHSO4 ---------> Na2SO4 + HC دHCl اوبلن محلول یو قوی تیزاب دی چی د مالګی د تیزاب په نامه یادیږی چی د یو قوی تیزاب په توګه په تخنیک ، طبابت او لابراتواری تطبیقاتو کی استمالیږی په ورته ميتود کولاي شو چي HBr او HI استحصال کړو ب: د کلورین د (+1) اکسیدیشنی درجی مرکبونه(کمبيوتر نوټ)........... او همدارنګه د هغه په مربط مغلق انيونونه ته لکه [ClN]-2 [ClO]- [ ClF2]- کي موجود دي (درباره HCl ادامه صفحه 136 همکار و شکل رسم شود) CL3N Cl2O CLf [ClN]2- [ClO]- [Clf2]- د کلورین د دوه ګونی (+1) مرکبونو له ډلی څخه په نسبتی توګه یواځی ClF چی یو ضیف اکزوترمیک مرکب دی باثبات دی د Cl3N نایتراید او Cl2O اکساید اندوترمیک مرکبونه دی او بی ثباته دی . د کلورین دوه ګونی(+1) مرکبونه تیزابی خواص لری چی د اوبو په تعامل کی معلومیږی. Cl2O + HOH = 2HClO ClF + HOH = HClO + HF Cl3N + HOH = 3 HClO + H3N د CLO- هایپو کلورایت له مشتقونو څخه القلی او مځکنی القلی مرکبونه په نسبتی توګه ثابت دی او په اوبو کی منحل دی. که چیری کلورین د ساړه قلوی محلول څخه تیر شی نوموړی مرکبونه پلاس راځی 2KOH + Cl2 = KCl +KclO +H2O هایپوکلوریک اسید HClO غیر ثابت دی یواځی د نری محلول په حالت کی وجود درلودلای شی او د کلورین او اوبو د تعامل څخه لاسته راځی. Cl2 + HOH = HCl + HClO نوموړی تیزاب یو ضعیف تیزاب دی (K=4*10-8) د هایپو کلورایتونو له محلولونو څخه کولای شو چی نوموړی تیزاب په لاندی ډول تر لاسه کړو. NaClO + H2O + CO2 -----------> NaHCO3 + HClO د کلورین +1 مشتقونه قوی اکسیدانت دی په خاصه توګه ClF د کلورین په مقایسه د مرکبونو سره په شدید تره توګه تعامل کوی. هایپو کلورایتونه بیرنګه کوونکی موادو په ډول استعمالیږی. د دوی له ډلی څخه کلسیم هایپو کلوریک Ca(ClO)2 زیاد ترعملی ارزښت لری او د لاندی تعامل په اساس لاسته راځی. 2Ca(OH)2 + Cl2 = 2Ca(OH)2 + CaCl2 + 2H2O ج: د کلورین 3+ اکسیدیشنی درجی مرکبونه: ترای فلوراید ClF3 تترا فلورکلورات [ClF4]- ایون او همدارنګه دای اکسوکلورات انیون (III) [Cl2O]-څخه عبارت دی ولی تراوسه [ClO2] اکساید په سترګو شوی ندی. د ClF3 مالیکول قطبی ده µ=0.551 اود(1-2 ) شکل په مطابقT ماننده جوړښت لري (1-2) شکل د ClF3 مآليکيول جوړښت[ 56 : 2 ] [Clf4] په عادی شرایطو کی په شین رنګ وجود لری د ذوبان ټکی یی -76.3 Co اود جوښ ټکی یی 11.6 Co دی . د CLF په مقایسه لږ ثبات لری د تودوخی په ورکولو سره له هغه څخه د ClF او F2 مخلوط حاصلیږی د کیمیاوی طبعیت له نظره ClF3 یو تیزابی ماده ده . نوموړی مرکب اکساید کوونکی خاصیت لری. د هغه له مشتقاتو څخه د M[ClF4]تترا فلورو کلورات Cs, Rb, K, ډوله مرکبونو مشهور دی چی دMCl د فلوریشین په اثر او یا د مایع ClF3 سره د MF تعامل پواسطه لاسته راځی. MCl + 2F2 = M[ClF4] MF + ClF3 = M[ClF4] دلته M د K+ ,Cs+, Rb+, فلزونو څخه عبارت دی. تترا فلورو کلورات (III) جامد مرکبونه دی چی په 200 – 300 Co تودوخه کی تجزیه کیږی. د ClO2 اینون مشتقونه د کلوراتونو په نوم یادوی د کلورین (III) مرکبونه قوی اکسیدانت دی. ClF3 مرکب په بخار کی ډیر مقاوم کیمیاوی مرکبونه لکه پشمي شيشه ، المونیم اکساید Al2O3 ، مګیزیم اکساید MgO او داسی نور سوځی. 2Al2O3 +4ClF3 = 4 AlF3 + 3O2 +2 Cl د جامد عضوی مرکبونو په موجودیت کی د کلورایتونه ضربی پواسطه انفلاق کوی . د کلورایتونو له ډلی څخه سودیم کلورایت مرکب NaClO2 په نساجی او کاغذ جوړونو کی د بیرنګه کوونکی مواد په ډول ګټه اخستل کیږی . د:- د کلورین (+5) اکسیدیشنی درجی مرکبونه د کلورین (+5) اکسیدیشنی درجی مرکبونه عبارت دی له: ClF5 , ClOF3 , ClO2F Cl2O5 [ClF6] , [ ClOF4] , [ClO3F]2- , [ClO3] (پنتا فلوراید ، اکسوترای فلوراید ، دای اکسوفلوراید، دای کلورو پنتا اکساید) د ClF5 مالیکول څلوروجهی هرم شکل لری . ClF5 لږ باثباته غاز دی (د ویلی کیدو ټکی یی -93Co د ایشیدو ټکی یی -13Co دی ) د ClF3 د فلوریشین پواسطه هغه ترلاسه کیږی. ClF3 + F2 = ClF5 ∆H298 =- 33Kj دای اکسو فلوراید کلورین ClO2F کلوراید فلوراید یو بیرنګه غاز دی او په کافی اندازه ثبات لری (ویلی کیدو -115 Co اشیدو ټکی-6 Co) چی د CLO2 له فلوریشن څخه پلاس راوړی کلوراین فلوراید تیزابی مرکب دی او د هغه هایدرولیز د لاندی مادلی له مخی تر سره کیږی. ClO2F + H2O = HClO3 HF که چیری د فلورایدونو او کلورایتونو محلول په دوامداره توګه تودوخه ورکړل شی د [ClO3F]2- د انیون مشتقونه لاسته راځی. CuF2 + Cu[ClO3]2 ---------------> 2Cu[ClO3F] د کلورین (V) اکساید تر اوسه ندی پیژندل شوی [ClO3] مشتقونه د کلورایتونو په نامه یادیږی لکه پتاشیم کلورات KClO3 (برتوله مالګه) چی ډیر عملی بڼه لری که چیری کلورین د داغ KOH محلول څخه تیر شی نو پتاشیم کلورات په لاندی ډول لاسته راځی 6OH +3Cl2 = 5Cl + ClO3 + 3H2O 6 KOH +3 Cl2 = 5 KCl + KClO3 3 H2O هایدروجن ترای اکسو کلورات (V) HCLO2 په اوبلن محلولونو کی یو قوی تیزاب ده چی د کلوریک اسید نوم یادوی. کلوریک اسید د خواصو له نظره HNO3 شباهت لری د هغه مخلوط HCl سره یو قوی اکساید کوونکی(لکه سلطانی تیزاب) ده د KCLO3 (برتوله مالګه ) څخه د ګوګړو د تولید او د اورلوبی د مخلوط لپاره ګټه اخیستل کیږی سودیم کلورات NaClO3 د هرزه ګیاهانو د له منځه وړلو د پاره په کار وړل کیږی. د کلورین (VII) مرکبونه: د کلورین لوړ ترینه اکسیدیشنی درجه +7 دی چی دهغه په اکساید کی وی تعداد اکسو فلورایدونه په هغه پوری اړوند انیونی کامپلکسونه ترسترګو کیږی. Cl2O7 ClO3F ClO2F3 ClOF5 ClF7 [ClO3] [ClO3F2] [ClO2F4] د کلورین (VII) اکساید مایع بیرنګه ده د ویلی کیدودرجه يي -93.4 Co او د اشیدو ټکی یی +83Co لری که چیری د فاسفور(V) اکساید او هایدورجن اکسو کلورات (VII) مخلوط ته تودوخه ورکړل شی د کلورین (VII) اکساید تر لاسه کیږی. 6HClO4+P2O5 = 3Cl2O7 + 2H3PO4 Cl2O7 اکسايد به نسپتي توګه باثبات دي ولي که چيري 120 Co پوري تودوخه ورکړل شي په انفجاري توګه تجزيه کيږي. تترا اکسو کلورایت (VII) د پرکلوریت په نامه هم یادوی. دوی په اوبوکی ډیر ښه حلیږی. د هغه مربوطه تیزاب پرکلوریک (HClO4) بیرنګه مایع ده او په آسانی سره چاودی (انفلاق کوی) د کلورین د اکسیدیشنی نمبر په زیاتیدو سره د HClO4, HClO3 , HClO2, HClO په لړی کی تيزابیت زیاتیږی. HClO HClO2 HClO3 HClO4 PK: 7.2 2.0 -1 -10 دا په دی معنی ده چی د نوموړی مرکبونو په لړ کی د اکسجن د اتومونو په زیاتیدو سره د O-H اړیکی استحکام ضعیف کیږی. د کلورین (+4) او (+6) اکسیدیشنی مرکبونه: هغه مرکبونه چی په هغه کی کلورین په (+4) او (+6) اکسیدیشنی درجه عمل کوی هم موجود دی. لکه ClO2 او ClO3 په عادی حالت کی ClO2 شین زیړ ډوله رنګ لری چی غاز په حالت کی ده د هغه اشیدو ټکی 9.9 Co او ويلي کيدو ټکی -59 Co دی. او تیز بوی لری. ClO2 یو قوی اکسیدانت دی چی په قلوی محیط کی PbO اکسیداید کوی. PbO + 2ClO2 +2NaOH = PbO2 + 2NaClO2 + H2O کلورین دا اکساید درڼا پواسطه تجزیه کیږی او همدارنګه د لږ حرارت په اثر یا ضربه او یا د توده موادو سره په تماس کی په انفلاقی ډول تجزیه کیږی. ClO2 د کاغذ په سپینولو او هم د قوی اکسیدانت په توګه ګټه ځینی اخستل کیږی. ClO3 په عادی شرایطو کی یو سور چرب ماننده مایع ده چی په 36 درجی کی منجمد کیږی. د خالص ډول سره ClO3 ثابت مایع ده او په عادی تودوخه کی په تدریجی توګه سره تجزیه کیږی که چیری ClO2 د اوزون (O3) سره اکسیدیشنی شی نو ClO3 لاسته راځی .کلورین ترای اکساید (ClO3) د اوبوسره شدیداً تعامل کوی او دوه ډوله تیزاب تولیدوی (کلورس اسید او کلوریک اسید) 2ClO3 + H2O = HClO3 + HCl O2 6-3-1 : استعمال ځايونه: د کلورین ډیر ترکیبونه په تجارتی ډول تولیدیږی. زیاد تر دغه ترکیبونه ، جوړشوی عنصری مواد دی چی د کلورین او هایدروجن کلورراید په استفاده سره تر لاسه شویدی . دغه مواد د مثال په توګه په پلاستیک جوړولو کی د حلال په حیث راز راز حشرات وژونکی ، دارویی مواد یخچالونو او رنګونه کارول کیږی د HCl ډیر مقدار د عضوی مرکباتو په سنتز کی ، د نفت په صنعت کی ، متالوروژی ، د فلزاتو پاک کول ، دغذایی موادو محصولونه او د معدنی کلورایدونو په تولید کی استعمالیږی. کلورین د کاغذ جوړلو په صنعت کی مصنوعی وریښم HCl ، Br ، I سودیم هایپو کلوریت او د فلزی کلورایدونو په تولید کی پکار وړل کیږی . همدارنګه د کلورین څځه و اوبو په تصفیه او د نساجی په محصولانو کی استفاده کیږی. په اوسنی عصر کی له کلورین څخه د ښار والی د اوبو په زیرمو کی د میکروب وژونکی مادی په حیث په کارو وړل کیږی. برمین ، آیودین او استاتین 1-4 -1 : طبعی سرچینی(Accurrence) برومین او آیودین د هغوعناصرو له ډلی څخه دی چی د مځکی په مخ باندی په کافی اندازه وجود لری. (٪ 3*10-5 برومین او 1*10-4% آیودین ) برومین په معمولی توګه د کلورین د پتاشمی منرالونو سره یوځای په سترګو کیږی طبعی برومین دوه مستقر ایزوتوپونه لری چی له (50.56%)79Br او (49.44)82Br څخه عبارت دی آیودین یواځی یو 127I ایزوتوپ لری. همدارنګه د دوی مصنوعی ایزوتوپونه تر لاسه کیدای شویدی. برومین او آیودین د بحر په اوبو کی او همدارنګه د نفت د څاګانو په اوبو کی وجود لری چی په عمده توګه له همدی سرچینی څخه تر لاسه کیږی. استات په طبعیت کی عملاً نه تر سترګو کیږی. استات د یورانیم او توریم عناصروو دطبعی رادیو اکتیفی د تجزیی په محصولاتو کی تر سترګوشویدی، همدارنګه په مصنوعی توګه د هستوی تعاملونو له مخی لاسته راځی . آیودین لکه کلورین په ژوند ی ارګانیزم کی پیدا کیږی. ځانګړی وظائف تر سره کوی. 1-4-2 خواص(Properties) د هلوجنو په کورنی کی وروستی عنصر استاتین (At) نومیږی. چی یو رادیو اکتیو عنصر د ی دهغه کیمیاوی اطلاعات لږ دی ، د هغه عنصر په مصنوعی توګه د هستوی تعاملاتو په نتیجه کی لاسته راځی د هغه خواص د رادیو شیمی پواسطه مطالعه شویدی. نوموړی عنصر په عضوی محلولونو کی حل کیږی. د هغه AgAt مرکب په اوبو کی غیر منحل دی. برومین او آیودین ځینی مهم خاصیتونه په ( ) جدول کی ښودل شوی دی. برومین یو دروند مایع دی چی نصواری سور رنګ لری. آیودین تور رنګ او فلزی ځلا لری. آیودین په آسانی سره و غاز ته تبدیلیږی. چی بنفش رنګ لری. د برومین او آیودین د بخاراتو تنفس کول زهری دی . د وی په عضوی محلولونو کی ښه منحل دی. په تحلیلی کیمیا کی آیودین ډیر اهمیت لری. ځکه آیودین د نشایستی سره آبی رنګ تولیدوی نومړی عناصرله ځانه څخه تحمض او ارجاعی خاصیت ښکاره کوی. 1-4-3 استحصال(Preparation) 1. برومین د بحر له اوبو څخه او آیودین د NaI مرکب څخه چی د بحر په اوبو کی وجود لری لاسته راوړی. 2. برومین او آیودین د برومایدونو او آیودایدونو له اکسیدیشن څخه تر لاسه کیږی. یعنی که چیری د KI یا NaI ، H2SO4 او MnO2 مخلوط ته تودوخه ورکړو آیودین پلاس راځی. 2NaI- + Mn+4O2 +2H2SO4 = I2o + Mn+2SO4 + Na2SO4 + 2H2O 3. برومین د بروماید د آیون له اکسیدیشن څخه چی د بحر په اوبو کی موجود دی د کلورین پواسطه چی اماید کوونکی عامل دی تر لاسه کیږی. 2KBr +Cl2 = 2KCl + Br2 4. په امریکا ه کی د آیودین اصلی منبع د نفت په څاه گانو کی د تروی اوبی آیوداید آیون دی . د دغه یون د کمولو لپاره د سودیم بای سلفات څخه استفاده کوی. Cl2+ 2 I -------> 2Cl + I علاوه پردی په تجارتی ډول آیودین د هغه ناخالصو آیودایت څځه لاسته راځی . کومه چی په شیلیایی ښوره کی موجود دی . چی د ایودات د کمولو لپاره سودیم بای سلفات څخه استفاده کویږ 2 IO3 + 5HO3 ---------> I2 + 5SO4 + 3 H + H2O د هواد جیریان په استفاده سره آزاد شوی Br2 له محلول څخه جلاکیږی او د وروستی مراحلو په جیریان کی له هوا څخه جلاکیږی او خالصی کیږی. 1-4-4 کیمیاوی تعاملونه(Chemical Reaction) د فلزونو سره تعامل : 1. دا چی هلوجنونه قوی اکساید کوونکی دی. نو ځګه پر فلزونو باندی په لوړ ظرفیت کی اثر کوی. برومین او آیودین د نجیبه فلزونو سره تعامل نکوی. ولی د نورو فلزونو سره تعامل کوی. 2Al + 3I2 -------> 2AlI3 Mg + Br2 ------> MgBr2 د غیری فلزونو سره ترکیب 2. آیودین او برومین د سلفر او فاسفور غیر فلز سره په لاندی ډول تعامل تر سره کوی. 2P + 3 I2 ---------> 2PI3 Br2 + 2 S ---------> S2 Br2 3Br2 + 2P---------> 2 PBr د اوبو سره تعامل 3. برومین د اوبو سره د رڼا په موجودیت کی په ډیر آهستګی سره تعامل کوی. 2Br2 + 2H2O ------------> 4H + 4Br + O2 د ځینو کولانسی مرکبونو سره تعامل 4. برومین د کاربن مونو اکساید سره تعامل کوی. Br2 + CO -----------> COBr2 5. آیودین د ښوری د تیزاب پواسطه اکسدیشن کیږی. 3 I2 + 10HNO3 -----------> 6HIO3 + 10 NO + 2 H2O 6. د نورو هلوجنونو سره تعویضی تعامل Br2 + 2KI ------------> 2KBr + I2 7. د عضوی مرکبونو سره د هلوجنیشن په ډول تعامل کوی. C6H6 + Br2 ---------> C6H5Br + HBr ] [154-] 1-4-5 مرکبونه او اکسدیشنی نمبر(Compounds and Oxidation Number) د برومین ، آیودین او استاتین (-1) اکسیدیشنی درجه مرکبونه: برومین ، آیودین او ستات په لږ منفی برقیت کی برومایدونه آیودایدونه او استاتایدونه تشکلیلوی. برومایدونه او آیودایدونه کولای شی چی آیونی کولانسی – آیونی او کولانسی مرکبونه وی. د لمړی او دوهم اصلی ګروپ القلی عناصر برومایدونه او آیودایدونه آیونی دی. ولی دغیر فلزی عناصرو برومایدونه او آیودایدونه کولانسی دی. نوموړی مرکبونه مختلف کیمیاوی طبعیت لری او د دوی کړنی د هایدرولیز په وخت کی داسی ښودل شودید. KBr + HOH = تعامل په عملی توګه صورت نه نسی NaI + HOH = // قلوی BBr3 + 3 HOH = H3BO3 + 3 HBr PI3 + 3HOH = H3PO3 + 3HI همدارنګه په لاندی تعاملونو کی د دوی کیمیاوی طبعیت په سترګو کیږی. KBr + Al Br3 = K[AlBr4] 2KI + HgI2 = K2[HgIn] تیزابی قلوی HBr او HI غاز دی او په اوبوکی ښه حلیږی او په لوړو درجو کی آیونایزیشن کیږی . د دوی محلول قوی تیزاب دی چی د هایدور برومیک اسید او هایدرو آیودیک اسید په نوم یادوی. هایدروجن هلایدونه (H) د H2SO4 په اړه داسی عمل کوی. چی HF او HCl د H2SO4 سره تعامل کی برخه نه اخلی ولی. 2HBr د تودوخی په موجودیت کی H2 SO4 تر SO2 او HI سلفوریک اسیدیی تر H2S پوری ارجاع کوی. 8 HI + H2SO4 = 4 I2 + H2S + 4 H2O HBr او HI د فاسفورس د برومایدونو او آیودایدونو د هایدرولیتیکی له تجزیه څخه تر لاسه کیږی. د برومین, آیودین او استاتین(+1) اکسیدیشنی درجی مرکبونه د برومین او د هغه انالوګونی (+1) اکسیدشنی درجی په اکسجن او هلوجنونو کی چی زیادتر منفی برقیت (الکترونګاتیفی) لری. تر سترګوکیږی. د مثال په توګه: - IBr Icl IF Br2O BrCl BrF IO IBr2 ICl2 IF2 BrO BrCl2 BrF2 شماره د برومین (+1) مرکبونه د آیودین(+1) مرکبونه 1 BrF سور رنګ غاز دی د ویلی کیدو ټکی یی -33Co او د ایشیدو ټکی یی 20Co IF- یواځی په سپکتروسکوپی طریقی موندل شویدی 2 BrCl زیړ رنګ غاز دی د ویلی کیدو ټکی یی -54Co او د ایشیدو ټکی یی 5Co ICl سور رنګ جامد جسم دی. د ویلی کیدو ټکی یی 27Co او د ایشیدو ټکی یی 97 Co 3 Br2O نصواری رنگ مایع د ویلی کیدو ټکی یی 11Co او د ایشیدو ټکی یی -17 Co IBr خاکستری رنگ جامد ماده ده د ویلی کیدو ټکی یی 42Co او د ایشیدو ټکی یی 119 Co پورته یاد شوی مرکبونه (د Br2O په غیر) د ساده موادو د مستقیم تعامل په نتیجه کی تشکیلیږی ICl په غیر دوی ټول ډیر بی ثبات دی. د کیمیاوی طبعیت له مخی نوموړی د برومین (1+)او آیودین (1+) دوه عنصره مرکبونه تیزابی دی. ځکه دوی د اوبو سره په لاندی توګه تعامل کوی. Br2O + HOH = 2HBrO ICl + HOH = HIO + HCl همدارنګه د دوی تیزابی خاصیت د القلی فلزونو سره د دوی د تعامل له مخی هم لیدل کیږی. پوتاشیم دای کلوری آیودایت (I) KCl + ICl = K[ICl2] CsI + AtI = Cs[AtI2] سیزیم آیودایت د [BrBr2] , [II2] , [IBr2] , [Icl2] , [BrCl2] آیونونه خطی جوړښت لری په دوی کی د کامپلیکس مرکزی اتوم مثبت چارچ غوره کوی او اطرافی اتومونه منفی موثر چارچ غوره کوی د مثال په توګه د [ICl2] په آیون کی σI= 0.11+ او Cl= 0.55σ او په [II2] د آیودینی اتومونه چی مرکزی اتوم یی احاطه کړیدی 0.5- دی [ماخذ] د EO مشتقات (هایپوبرمایت او هایپوآیودایت ) دخواص او د استحصال طریقی له مخی د هایپو کلورایدونو سره شباهت لری. او د تودوخی په اثر دوی د سپرو پورسیونیشن کیږی. 3KEO = 2KE-1 + KE+5O3 او یا د اکسجن په تولید سره تجزیه کیږی 2KEO = 2KE + O2 اکسو برومات (+1) (لکهHBrO ) اکسوآیو دات (+1) (لکه HIO ) یواځی په نری اوبلن محلول نو کی پیژندل شویدی. د دوی اوبلن محلولونه لکه HClO ضعیف تیزابونه دی او دهایپوبروس اسید او هایپو آیودس اسید په نامه یادیږی . د برومین (1+) او آیودین (1+) مشتقات قوی اکساید کوونکی دی. د برومین (3+) او آیودین (3+) اکسدیشنی درجی مرکبونه (3+) اکسیدیشنی درجی د برومین او آیودین لپاره په ترای هلایدونو او د هغوی په کامپلکس آیونو کی لیدل کیږی. BrF3 Icl3 IF3 [BrF4] [Icl4] [ IF4] آیودین (3+) د تودوخی کښته تر 0 Co زیړ رنګه مرکبونه لکه I(INO3) , I(IO3)3 او I(CLO4) او داسی نور مرکبونه تولیدوی. د BrO2 , ClO2 او IO2 انیونونه غیر ثابت دی او په آسانی سره د سپروپوریشن (بی تناسب کیدونه) کیږی. د برومین او آیودین ترای هلایدونو (BrF3 په غیر ) جامد دی او په آسانی سره ویلی کیږی . دغه مرکبونه تیزابی خاصیت لری او ځینی یی د امپیوتری مرکبونو په شان عمل کوی او دوی هایدورلیز کیږی. د برومین (5+) او آیودین (5+) اکسیدیشنی درجی مرکبونه: بورمین او آیودین په لاندی مرکبونو او د هغوی په مربطه انیونونو کی له ځانه (5+) اکسیدیشنی درجی ښکاره کوی. I2O5 IO2F IF5 BrO2F5 BrF5 مرکب [IO3] [IOF2] [IF6] [BrO3] [BrF6] انیون د آیودین او برومین فلورایدونه اکسایدونه او اکسی فلورایدونه بیرنګه مرکبونه دی. BrI5 (د ویلی کیدو ټکی -62 Co ) IF5 (د ویلی کیدو ټکی یی 9.6 Co ) اود BrO2F ( // -9 Co) مایع I2O5 او IO2F جامد مواد دی. د آیودین (5+) مشتقات دبرومین د (5+) مشتقاتو په نسبت ثابت دی . د مثال په توګه I2O5 او IO2F یواڅی 300 Co څخه لوړ تودوخی تجزیه کیږی. نوموړی مرکبونه د ابوسره په شدت تعامل کوی او تیزاب تولیدوی . I2O5 + H2O = 2HIO3 IO2F+ H2O = HIO3 + HF BrF5 + 3 H2O = HBrO3 + 5HF د قلوی مرکبونو سره اړوند مالګی جوړوی، KF + If5 = K[IF6] 6KOH + If5 = K[ IO3] + 5Kf+3H2O HBrO3 او HIO3 په اوبلن محلول کی تیزابی دی چی د برومیک اسید او آیودیک اسید په نوم یادوی. د HclO3 ، HBrO3 او HIO3 په قطار کی تیزابی خاصیت تر یو څه اندازه کمیږی اما د دوی ثبات معکوس زیاتیږی.چنانچه HClO3 یواځی د محلول په حالت کی موجودد کیدلای شی HIO3 کولای شی چی په آزاد حالت کی هم تولید شی جامد HIO3 بیرنګه کرستالونه لری (ویلی کیدو ټکی 110 Co ) نوموړی مرکب کولای شو چی د سلفوریک اسید سره د آیودیت په مقابل کی تر لاسه کړو د نورو عناصرو آیو دایتونه ډیر ثابت دی په خاصه توګه د دوی یو تعداد په طبعیت کی هم موندل کیږی . KIO3 د مخلوط په ډول د چیلی ښوری سره NaIO3 د مستقل لاوتاریت (Lawtarit) منرال په ډول موجود دی برومیتونه او آیو دیتونه په شدید تودوخه کی تجزیه کیږی اکسجن تولیدوی. د برومین (7+) او برومین (7+) اکسیدیشنی درجه مرکبونه: (7+) اکسیدیشنی درجه د برومین لپاره کمتر لیدل کیږی. (7+) اکسیدیدشنی درجه د آیودین مشخصه ده د هیپتافلوراید IF7 او ترای اکس فلوراید IO3F مرکبونه پیژندل شویدی. پدی وروستیو وختونو کی د برومین (7+) مرکبونه چی د IF7 او د BrO4 آیون څخه عبارت دی تر لاسه شویدی. IF7 لاسته راځی IF7 تیزابی خاصیت لری او هایدرولیز کیږی. IF7 + 6H2O = H5IO6 + 7HF IO3F کرستالی مرکب دی په 40Co تودوخه کی تجزیه کیږی هکزا اکسو آیدودایت (7+) هایدروجن H5IO6 کرستالی بیرنګ جسم دی په اوبو کی حلیږی د H5IO6 (د آیودین تیزاب) تیزابی خواص د HclO4 په مقایسه ډیر ضعیف دی. کله چی د آیودین تیزاب خنثی سازی کیږی تیزابی مالګی . منځته راځی . تتراکسوبروماتونه (7+) یعنی پر برومایتونه د قلوی په محیط کی د ترای اکسو بروماتونه (5+) د اکسیدشن څخه لاسته راځی . د مثال په توګه د فلورین پواسطه NaBrO3 + F2+ 2NaOH = NaBrO4 + 2NaF + H2O HBrO4 په آزاد ډول لاسته ندی راغلی ، خو د دوی اوبلن محلولونه ترلاسه شوی دی. دبرومین او آیودین مرکبونه اساساً د دواګانو د تولید لپاره او همدارنګه د کیمیاوی انالیز لپاره استعامالیږی. 1-4-6 استعمال ځايونه(Usage) : برومین : په اوسنی وخت کی د برومین اصلی ځای په کاروړلو کی د اتلین بروماید (CH2Br – CH2Br) په تولید کی دی چی په Pb لرونکی بنزین کی د تترا ایتایل سرب عامل سره استعمالیږی. ایتلین دای بروماید د برومین لازم مقدار په PbBr2 کی د Pb تبدیلول تامینوی چی د موتور په دننه کی د احتراق په تودوخه کی فرار کوی. پدی ترتیب PbBr2 د موتر (ماشین) له اګزو(سلندر) څخه خارجیږی او د موتور په دننه کی نه پاتیږی. اما پدی وروستیو وختونو کی ددی مصرف لږ شویدی ځکه د ژوند د چاپیریال ساتنی د ککړتیا ضد قوانین پلی کول ددی سبب شوی چی په ډیر و هیوادونو کی د Pb لرونکی بنزین د مصرف څخه لاس واخلی. Pb لرونکی عضوی ترکیبونه په اوسط ډول باندی د کیمیاوی موادو په صنعتی سنتتز، رنګونه دارویی مواد ، دود تولیدونکی ترکیبونه او اور غورځونکی مواد لپاره پکار وړل کیږی. معدنی برومایدونه په طبابت ، رنګبری، مواد او عکاسی (AgBr) کی د مصرف ځای لری. همدارنګه برومین د تالابونو یا صوصنونو په پاکولو کی، د آیرکندیشن او فوتوګرافیر کی استعمالیږی. آیودین : د آیودین او د هغه ترکیبونه د نورو هلوجنونو او هلایدونو په نسبت ډیر لږ د استعمال ځای لری . د هغه د کارولو مهم ځایونه د فیلمونو، عکسونو ، رنګونو ، تیلو او AgI (د عکاسی لپاره) څخه عبارت دی. استاتین: په ننی عصر کی په هستوی بټیو کی تری استفاده کیږی . د آیودین او کلورین پیژندنه: الف. نشایسته په ګرمو اوبو کی حل او آیودین د محلول څو څاڅکی ورواچوی. ګوری چی یو آبی رنګه محلول لاسته راځی چی د آیودین موجودیت ثابتوی. ب. که د فلتر کاغذ د پتاسیم آیوداید په محلول لوند او د نشایستی د محلول څاڅکی ورباندی واچول شی او بیا دا کاغذ د بلیک واتر(سپینولو اوبه) د بوتل د خولی د پاسه د یو څه وخت لپاره ونیول شی. دلته هم د فلتر کاغذ ابی رنګ اخلی دا ځکه چی د بلیک واتر د بوتل څخه د کلورین ګاز راوځی او هغه چی د فلتر کاغذ ته ورسیږی نو د پتاسیم آیوداید په محلول کی د -I آیون په آزاد آیودین 0I2 اوړی او د کاغذ رنګ آبی ګرخی. پدی ډول د کلورین موجودیت ثابتیږی. Cl2 (g) + 2e → 2Cl- 2I- - 2e → 0I2 0Cl2 + 2I- → 0I2 + 2Cl- ولی دا چی آیودین د پتاسیم آیوداید څخه نه یواخی د کلورین بلکه د نورو اکسیدانو په واسطه هم آزادیدای شی. نو د کلورین د پیژندنی دا لار دومره اطمینانی نه ده. ج. د فتر کاغذ د آیودین په رقیق محلول لوند کړی دلته د فلتر کاغذ د آیودین قهوه یی رنګ اخلی بیا نو د هوا کش لاندی په یوه کوچنی فلزی قاشقه کی یو څه سلفر واخلی او د برقی منقل د پاسه یی وسوزی او ددی لوګی د پاسه د ایودین په محلول ککړ قهوه یی رنګه د فلتر کاغذ د یو څه وخت دپاره ونیسی وینی چی د کاغذ رنګه له منځه ځی. یعنی دلته آیودین د اوبو به موجودیت کی د سلفر دای اکساید(د سلفر لوګی) سره تعامل کوی او د آیودین څخه HI چی یو بی رنګه مرکب دی جوړیږی او د فلتر د کاغذ قهوه یی رنګ له منځه ځی. د پوتنیو تغیراتو کیمیاوی تعامل داسی دی. 0I2 + 2e → 2I- +4SO2 + 2H2O – 2e → (SO4)-2 + 4H 0I2 + +4SO2 + 2H2O → 2I- + (SO4)-2 + 4H دڅپركي ( فصل ) خلاصه: summary chapter په صنعتي مقياس هايدروجن له CH4 او داوبو بخار، د كوك او د اوبو بخار (ګاز- اوبه محصول) داوسپني او د او بو بخار ، د هايدرو كاربنو سره كريكنګ (په سپكو هايدرو كاربنونو باندي دروند هايدروكاربنونو ماتيدل) د الكتروليز پواسطه څخه توليديږى. په لابراتورونو كي ساده ترينه طريقي د هايدروجن استحصال تعويضي تعاملونه دى. دهايدروجن اكثره تعاملونه د تودوخى په لوړو درجوکي ترسره كيږي ځكه د H-H اړيكي انرژي لوړه ده. هايدروجن څوډوله هايدرايد تشكيلوي. مالګي ډوله هايدرايدونه، (بين شكافي او كامپلكسي هايدرايدونه.). هايدروجن د اكثروغير فلزونو سره كوولانسي تر كيبونه جوړوى. هايروجن د هلوجنونو سره بي رنګه كوولانسي ګازونه چي عمومي فورمول يې HX دي توليدوي چي په هغه کي X دهلوجن يو اتوم دي. هايدروجن د اكسيجن سره او به توليدوي او د S سره H2S، د نايتروجن سره NH3 (هابرمحصول،) دكاربن سره هايدروكاربنونه ( برګيوس محصول) په لاس راكوى. ډيري فلزي اكسيدايدونه د هايدروجن پواسطه ارجاع كيږي، ازاد فلز او اوبه توليدوي. هايدروجن دCO(gas) سره ( دلوړو تودوخي او فشار لاندي د كتليزاتور په مجاورت) تركيبږى او ميتانول CH3COH په لاس راكوى. هلوجنونه د دوه اتمي ماليكولونو په صورت كي وجود لري.F2 او Cl2 ګازدي، Br2 مايع او I2جامد دي. پخپل تناوب كي ددې هلوجنونو هر يو تعامل پذير ترينه غير فلز دى او ترټولو ډير تعامل پذيرF2غير فلز دي. د هلوجنونو د تحمض نسبي قدرت ددوي داتمي اندازه په زياتيدو سره کموالي مومي په دې ترتيبF2 كولاى شي چي ددوى په مالګي كي د كلورين ، برومين او آيودين ځاي ناسته شي. Cl2كولاى شي چي دبرومين او آيودين ځاي د هغوي په مالګي كي ونيسي او Br2 هم كولاي شي چي د آيودين ځاى دهغه په مالګي كي ونيسي. د هلوجنونو استحصال په دې ترتيب دې چي د KF محلول له الكترو ليز څخه په HF مايع كي فلورين ترلاسه كيږى. كلورين دNaCl اوبلن محلول له الكتروليز څخه، برومين د دريابونو اوبو څخه د Br- آيون د اكسيديشن په نتيجه كي چي د Cl2 او I2 پواسطه ترسره كيږى،لاسته راځي. د F2په اثتثنا( چي بايد د الكتروشيمي په طريقه ترلاسه شي) ټول هلوجنونه په لابراتوار كي استحصاليږى .هغه په دي توګه چي د هايدروهلايدونو او بلن محلول يا د هلايدونو سوديم لرونكي محلولونه او H2SO4 ديو تحمض كوونكي مادي په علاوه كولو ترلاسه كيږي. داسي تركيبونه هم پيژندل شويدي چي ددوومختلفو هلوجنونو له تركيب څخه منځته راغلى دي.چي( بين هلوجني تركيبونه) نوميږى. كه چيري د هلوجن سره هايدروجن مستقيما تعامل وكړى هم هايدروجن هلايدونه ترلاسه كيداى شي. په علاوه كولاى شو چي د CaF2 او NaCl څخه دګرم اوغليظH2SO4 په موجوديت کي هم HF او HCl په آساني سره ترلاسه كړو. همدارنكه NaI اوNaBr څخه د H3PO4 په موجوديت کي كولاى شو چي HBr او HIلاسته راوړو. په اوبلن محلول كي HBr, HCl او HI قوي اسيدونه او HF يو ضعيف اسيد دي. فلزي هلايدونه كولاى شو چي د عناصرو په مستقيم ډول تعامل څخه ، يا د هايدوراكسايدونو، اكسايدونو، كاربناتونو تعامل د هايدروجن هلايدونو څخه توليد كړو. په دې تركيبونو كى د اړيكي ( پيوند) ماهيت د شديدي آيوني ترقوى كوولانسي په تغير كي دي. كليدي مفاهيم: د برګيوس محصول ( ) : د اهغه محصول دى چي د كتاليزاتور په موجوديت کي د لوړو تودوخي لاندى ترسره كيږي چي په هغه كي هايدروجن او دكاربن نرم ګرد( پودر يا ايره) يو دبل سره تركيبيږي او هايدروكاربنونه په لاس راكوي. كراكنګ ( انشقاق craching ): هغه محصول دي چي په هغه كي درانده هايدروكابنونه ماتيږي او په هغو تركيبونوتبديليږي چي كوچنى ماليكولى وزن لرى، داعمليه زيا تره دنفت د تصفيي په كارخانو كي استعماليږى. تعويضي (جانشيني) تعامل(L ) هغه تعامل دى چي په هغه كي يو عنصر يا دعناصرو ګروپ د بل عنصر ( يا دعناصروګروپ) ځاى په يو تركيب كي نيسي. 1) هابرمحصول( E ) : هغه محصول دى چي دلوړ فشار (300-1000 اتوموسفير) او لوړي درجې د تودوخې (C0 400-600) ديو كتاليز اتور په موجوديت كي ترسره كيږي، او په هغه كي هايدروجن د نايتروجن سره يو ځاي كيږى امونيا جوړوى. 2) د هلوجنو خپل منځي تركيب ( E ) : دهغه تركيب څخه عبارت دى چي له دوو يا څو مختلفوهلوجنونو د تركيب څخه ترلاسه كيږى. 3) د اوبو بخارسره د ريفورمنګ محصول ( E ) : هغه صنعتي استحصال دى چي د هايدروجن د تهيه كولو لپاره د او بو دبخار او هايدروكاربنونو له تعامل څخه استحصاليږى. 4) ګاز-اوبه: ( E ) : يو مخلوط دى چي د كاربن مونو اكسايد او هايدروجن څخه جوړيږى چي په صنعتى ډول د كوك سره د اوبو دبخار له تعامل څخه توليديږى. 1 -8 د څپرکي پوښتني 1 – په طبيعت کي هايدروجن په کوم ډولونه وجود لري؟ 2– د هايدروجن کيمياوي تعامل معادلي د لاندي اجزاووسره وليکي Na ,Ca,Cl2,N2,Cu2O,CO,WO3 3– د CaH2 او HCl فزيکي خواص اوتعاملونه د اوبوسره پرتله کړي 4– په طبيعت کي د هلوجنونو اصلي سرچيني څه شي دي؟ 5 - د هلوجنونودصنعتي استعمال ځايونه ولکي؟ 6 - د HF کيمياوي تعامل معادلي د لاندي ترکيبونوسره وليکي SiO2 ,Na2CO3 ,KF ,CaO 7 – ایادهلوجنونوان حلالیت په اوبوکی هم توپیرلری اوکنه ، توضیح ورکړی ؟ حل : دفلورایدانحلالیت په اوبوکی نظرنوروهلوجنونوته کاملاً توپیرلری . مثلاً کلسیم کلوراید ، بروماید اوایوداید په اوبوکی ښه حل کیږی . حال داچی کلسیم فلوراید په اوبوکی حل نه دی همداراز دنقری کلوراید ، بروماید اوایوداید په اوبوکی غیرمنحل امادنقری فلوراید په اوبوکی حل کیږی . 8 - دهلوجن اودفلزداکساید تعامل ( دارجاع کوونکی معیارپه موجودیت کی )چی دهغه هیلاید حاصل ولیکی؟ حل : Cr2O3 (S) + 3C(S) + 2Cl2(g) 2CrCl3+3CO(g) 9 – دهایپوهلوس اسیدونوعمومی فارمول ولیکی ، اودامرکبات څرنګه استحصالیږی . په کیمیاوی معادله کی یی افاده کړی ؟ حل : دهایپوهلوس اسیدنوعمومی فارمول HOX دی چی X دهلوجن څخه استازیتوب کوی . X2 + H2O HOX + HX Cl2(g) + H2O(aq) HOCl(aq) + HCl(aq) 10 – په لاندی مرکباتوکی دهلوجن داکسیدیشن نمبرتعین کړی ؟ دوهم فصل( څپرکي )
+ نوشته شده در دوشنبه بیست و نهم خرداد ۱۳۹۱ ساعت 11:34 توسط دیپلوم انجینیر رکن الدین "مشکانی"
|
بنام پروردگار عالمیان