څېړنه
د سپېڅلې او ښکلې ذات په ښکلې نامه
د ســريــزې پــر ځــاى.
د څېړني په اړه نظريې:-
1. د علمي ميتود له تحليل څخه په منظم او دقيق ډول کار اخيستلو ته څېړنه ويل کيږي. (جاب بست)
2. څېړنه د يوې ټاکلي موضوع په هکله ريښتني، ژوره او عالمانه پلټنه ده چي په هغه کي واقعيتونه، ماناګانې او د تطبيق موارد تر آزمويني لاندې نيول کيږي. (في دلتا کپا).
3. څېړنه او تحقيق د يوې ښې پيژندل سوى مسئلې د حل په برخه کې، سيستماتيک، عينى او سمه پلټنه ده (مولي)
4. پر يوه علمي اثر باندې څېړنه، د يوې پديدې د څرنګوالې، منظمې، هر اړخيزي (بې تعصبه) او ژوري تجزيې او تحليل څخه عبارت دى. (_)
5. د ژوند په بېلا بېلو برخو کي د ښو او ګټورو لارو چارو پيدا کول، د ځاني او ډله ايزو ګډوډو او هڅو ښه پېژندنه هم څېړنه ګڼل شوې ده (-).
د څېړنپوهني اړتيا او ارزښت:-
ښوونه او روزنه د بشري اړتيا په توګه د بشر د تکامل په بهير کي د لومړنيو ټولنو له منځته راتګ سره پيل سوى دى، د ښووني او روزني تر ټولو ستر او ارزښتناکه موخه دا ده چي د زده کړي په بهير او نتيجه کي برسېره پر پوهي مهارت او لازمه مسلک هم تر لاسه کړو.
د پيداګوژۍ او ښووني او روزني د نظرياتو په رڼا کي که چيري د ښووني او روزني اهدافو ته پاملرنه وکړو نو ځاى، زده کړه او کړنه د ښووني او روزني ستر او ارزښتناک هدف ګڼل کيږي.
د نوې ښووني او روزني پلويان پر دې خبره باندي ټينګار کوي چي نن ورځ زده کوونکي يواځي اوريدونکي نه بلکي ښايي په هڅانده توګه د زده کړي په بهير کي هم برخه واخلي، ځکه نو استادان او زده کوونکي بايد علمي تندې د ماتولو لپاتره د ټولګۍ څخه دباندې هم څېړنو ته وهڅول سي، تر څو خپله پوهه بشپړه کړي او په راتلونکي کې د خپل ځاني کار او ژوند لپاره پر خپل ځان باوري سي.
څېړنه څه شي ده؟(What is Research?)
څېړنه هم لکه نور علوم د انسان د لومړني پيدايښت څخه وجود درلودلى دى، هغه ماشوم چي د زيږيدو نه وروسته د خوړو د سرچينې، ږغ او رڼا په پلټنه کي دى هغه په حقيقت کي د خپل چاپيريال څېړنه کوي.
د مختلفو پديدو د پيژندنې لپاره د انسان کنجکاوي له هغو دلايلو له جملې څخه دي چي و څېړني ته تمايل لري.
د طبيعي پديدې د پيژندني نتايج او د هغه د کنترول لارې چارې په وروستى مرحله تکي د څيړونکي د نظر وړ دى، هر هغه شي چي موږ په خپل چاپيريال کي وينو د څېړني د علم ثمره ده، د کيميا او ښووني او روزني علوم هم د څيړني د څانګي ميوې ګڼله کيږي.
آيا کولاي سو چي هر ډول کنجکاوي او د پديدو مشاهده څېړنه ونوموو؟ څېړنه هغه وخت واقعاً څېړنه ده چي پر هغه باندي صحيح علمي جريان حاکم وي، څېړنه يو هدفمند جريان دى چي پر مخکني پوهه، اطلاعات او د راکړل شويو اطلاعاتو منظم راټولول، تجزيه، تحليل او تفسير، د دوي د سوالونو ځوابول او يا هم د يو مشکل حل دى. د څېړني له دې تفسير څخه ويلاي سو چي څېړنه د لاندې مشخصاتو درلوونکي دي:
1. له مشکل نه واضح او روښانه بيان لري
2. و يو صحيح برنامه (کړنلاره) ته اړين (محتاج) دى.
3. موجوده اطلاعاتو ته محتاج او له مثبتو او منفيو نتايجو څڅه استفاده ده.
4. محتاج دى و جمع اورۍ ته او د نوي راکړل شويو (Data) سازماندهي د ځواب ورکولو د څېړني و سوالاتو او فرضياتو ته.
لاندې مثال ته دقت وکړئ:-
د يو څيړني د پاره برنامه ريزي او پلانګذاري د يو ساختمان (تعمير) د نقشې د طرح لپاره بې شباهته به نه وي، د يو ساختماني انجنير مخکي له دينه چي نقشي کشې ته اقدام وکړي د ساختمان د مځکي له محل او وضعيت نه په ښه توګه اطلاعات او معلومات تر لاسه کړي، وروسته مشخصوي چي د دي ساختمان د جوړيدو هدف څه شي ده؟ آيا تجارتي ګټه او استفاده لري او يا د هستوګڼي لپاره دى؟
آيا قرار دي چي ښوونځي وي او يا روغتون؟ که چيري ښوونځي وي، صنفونه يې څو کسيزه دي او ټولو په مجموع کي څو صنف بايد پکښي ځاي شي آيا هغه زده کوونکي چي پکښي زده کړه کوي کوچنيان دى او يا نو ځوانان د ښوونځي دي؟ طراحان د هر يو د دې مواردو لپاره له يو بل نه متفاوت طرح او ډيزاين وړاندي کوي.
وروسته له هغه نه چي د ساختامان د جوړيدو هدف مشخص شو نو هغه د نوموړي ساختمان دقيق طراحي کار شرو کوي او دغه کار يې داسي کامل سرته رسوي چي ختي کولاي سي چي تاسو ته وواي چي په کومه منهزل کي او په کوم اتاف کي ديواري کمود نصبيږي او يا د مثال په توګه د کولر کړکۍ په اتاق کي له کومو خوا د اتاق داخل ته خلاصيږي او په آخر کي د ساختمان نقشې تاسي لپاره داسي به جوړ کړي چي ګويا تاسي په دغه تعمير کي ناست ياست!
د يو تحقيقاتي ډرح د آماده کول دقيقاً د يو تعمير د طرح د آماده کولو سره مشابه دى، هغه محقق (څيړندوي) چي خپل طرح يې آماده کړي وي کولاي شي چي په دقيقه توګه تاسو ته ووايي چي څه ډول موضوعات (راکړل شوي) يې راټول کړي دي، کوم کسان يې تر مطالعې لاندي نيول کيږي، هغه احتمالي مشکلات چي په مخکي يې لري، او د هغه د حل لاري چاري يې په ښه توګه پيژندلي دي.
محقق د څيړني د پيل په وخت کي بايد وکولاي شي چي د هغه پايلي په روښانه ډول وويني او د هغه دقيق طرحي چي دي مخکي آماده کړي دي د څيړني مختلف مراحل اجرا کړي، نوموړي محقق کولاي شي چي د خپل د دغي طرحي په اساس مخکي له دينه چي طرحه اجرا کړي، د هغه ګزارشاتو او مقالو د عنوانو په هکله چي د څيړني نتيجه به وي تاسو ته معلومات درکوي.
د څيړني ډولونه Type of the Research :-
د محتوى له مخي څيړنه پر دوو ډولونو ويشل کيږي.
١:- بنسټيز (اساسي) څيړنه Basic Research:-
هغه څيړنه چي د هغه نتيجي د نوي اطلاعاتم تيوريو، او نوي تکنالوژيو د توليد سبب ګرځي او په حقيقت کي د پوهه سرحدونو ته انکشاف ورکوي، د بنسټيز څيړني په نامه ياديږي. ګر نتيجه تر لاسه کول منظور نه دي ولي نهايتاً د مجهولاتو د کشف سره کولاي سي چي په آينده کي د استفادې وړ وګرځي، د مثال په توګه هغه مطالعې چي په لابراتوارونو کي د حيواناتو پر مخ، بافتونه، سلولونه او بيولوژيم موادو صورت نيسي معمولاً د بنيادي څيړنو له ډولو نو څخه دى،زياد تر هغه مطالعې چي د بيوشيمي، ايمونولوژي، ساختمان مولى کولى، ژنيتيک، جنين شناسي، اناتومي، اتومي انرژي، هستوي انرژي او داسي نور په هکله کيږي، نن ورځ بنسټيز څيړني دى.
اما نکته په دغه ځياي کي دي چي د څيړني په وخت کي محقق يو خاس کړنلاره، د څيړني د نتايجو دپاره په نظر کي ندي نيولى، بلکه زيادتر د پوهي د انکشاف پسي تللي دي (په خاطر وي).
نسبتي څېړنه کلي بڼه لري د مسايلو په پوهيدلو کي مرسته کوي او مستقيماً ستونزه نه حلوي.
٢:- عملي څيړنه (مطالعات کاربردي) Applied Research:-
ټاکلي مسايل او ستونزي حلوي د بڼستي څيړنو څخه کا اخلي، په دې څيړنه کي کولاي شو چي له تحقيق نه تر لاسه شوي اطلاعات د مشکل د پيژندني او يا حل دپاره په کار يوسو، په حقيقت کي د عملي څيړني يا د کاربردي څيړني هدف دا دي چي د مشکل پيشګويي وکړو او د هغه د حل او يا کنترول تصميم ونيسو، د هغه تر لاسه شوي نتايج کولاي شي چي د پلانګذارۍ لپاره مناسب اطلاعات د مديرانو او سياستګزارانو په واک کي ورکړي، البته بايد هيره نه کړو چي د نوموړي دوه ډولونه د تحقيق له يو بل نه تفکيک او جلا کول يو ساده کار به نه وي، ځکه دغه دواړه څيړني او مطالعه يو له بل نه جلا نه دي اما په واقعيت کي له يو بل نه په مطابقت کي دي په هغو مواردو کي چي د دغه دوه نوع څيړني تفکيک مشکل وي محقق کولاي شي چي تلفيقي له دوي نه طراحي کړي او د څيړني ډول ته بنيادي کاربردي (بنسټي عملي) عنوان ورکړي.
څيړني د ميتود له مخي پر درو ډولونو ويشل کيږي:-
١:- سروې.
٢:- تجربوي ميتود
٣:- د تاريخي پيښو د څيړني ميتود
اول:- سروې د موضوع اوسني وضع يا کميت او کيفيت څيړي، سروې پر پځو ډولو ويشل سوې ده، هره يوه نوري څانګي هم لري.
١:- تشريحي
الف: د سروې آزموينه.
ب:- پوښتني.
ج:- مرکه
٢:- تحليل:-
الف:- اسنادي.
ب:- مشاهده يې.
ج:- ثبتونه.
د:-انتقادي پېښه.
هـ:- د عواملو تحليل.
٣:-د ښوونځيو سروې.
٤:- اجتماعي سروې.
٥:- جنسي (څيړنو) سروې.
دوهم:- تجربوي ميتود چي پر څلورو څانګو ويښل کيږي:-
١:- ساده تجربوي نښي.
٢:- ډير او ښوونکي تحليل.
٣:- د حالاتو کتنه.
٤:- اټکل يا پيشګوي.
درېيم:- د تاريخي پيښو د څيړني ميتود:-
په دغه ميتود کي څلور اساسي ګامونه شته.
١:- د موضوع پيژندنه
٢:- د معلوماتو راټولول
٣:-د معلوماتو ارزيابي.
٤:- د معلوماتو تعبير او تفسير.
د موضوع له پلوه هم څيړنه پر څلورو برخو ويشل کيږي:-
١:- د طبعي او رياضي علومو څيړنه
٢:- د ساينسي علومو څيړنه
٣:-د اجتماعي علومو څيړنه
٤:- ديني علومو څيړنه
د ځاي په لحاظ څيړني عموماً درې ډوله دي:-
١:- ساحي څيړنه
٢:- د کتابتون څيړنه
٣:- د لابراتوار څيړنه.
د څيړني پړاونه:-
د يوې علمي او منظمي څيړني لپاره لاندي پړاوونه ضروري ګڼل شوي دي.
١:- د مسئلې ټاکل او پيژندنه.
٢:- د فرضيې يا فرضيو طرح
٣:- د اطلاعاتو راټولول او د آزميښتونو تر سره کول.
٤:- د راټول شويو اطلاعاتو تجزيه او تحليل.
٥:- نتيجه اخيستنه.
٦:- ارزيابي.
٧:-د ليکني يا ګزارش برابرول..
د څيړني ليکنه يا ګزارش:-
د هري څيړني په پاي کي لاس ته راغلي نتايج ښايي د يوي مقالې، رسالې نشريي، اثر يا کتاب په بڼه وليکل شي چي په څيړنه کي دا پړاو د څيړني له نورو ټلو پړاوونو سره د ارزښت له مخي برابري لري،علمي ګزارش د دريو برخو لرونکي وي.
١:- لومړني يا د سريزه برخه:- په دې برخه کي د سرليک پاڼه محتوياتو، مندرجاتو، جدولونو، انځورونو او نورو فهرست ليدل کيږئ.
٢:-د داخلي متن برخه:- دا برخه ښايي په لنډه توګه او يا په څو فعلونو کي ولکل سي، د دې برخي په پيل کي يوه سريزه ليکل کيږئ. په سريزه کي د څيړني د مسئلې طرح، د هدفونو څرګندونه، د مسئلې محدوديتونه، ضروري اصطلاحات، د موضوع په هکله د پخوانيو آثارو يادونه او د څيړني د منابعو او روشنو لنډه پيژندنه بيانيږي، ورپسې د څيړني د کميت او کفيت له مخي په لنډه توګه څيړل شوي مطالب په خاص نظم او علمي تحليل او تجزيې سره ليکل کيږي، بيا د څيړني د نتايجو په هکله راټولو شويو اطلاعاتو او معلوماتو په رڼا کي بحث ته ځاي ورکول کيږي، دلته د څيړني فرضيې د اطلاعاتو په رڼا کي تائيد يا رد کيږئ، وروسته که د څيړني لنډيز لازم وي ليکل کيږئ.
٣:-د منابعو او ماخزونو برخه ده:-
خو ولي که چيري په ليکنه کي (ضمايم)، (نقشې)، (انځورونه)، سوالنامه، احصايې، ضروري وي نو د منابعو او ماخذونو په توګه په ګزارش کي راوړل کيږي البته له څيړني د نتيجې لنډيز څخه وروسته، همدارنګه ورپسې د هغو کتابونو، مجلو، رسالو، مقالو او نورو منابعو يادونه هم ضروري ده چي د ليکني په برابرولو او څيړلو کي کار ځني اخيستل سوي وي.
انتخاب و انشاي عنوان طرح تحقيقاتي:-
انتخاب موضوع:- د څيړني موضوع له هغې سوال نه سرچينه اخلي کوم چي د محقق په ذهن کي ګرځي، په واقعيت کي د څيړني سوال هغه سوال دي چي محقق غواړي د هغه په ځواب باندي پوه شي، ولي د څيړني سوال له کوم ځاي نه شکل نيسي؟
١:- د څئړني سوال ځني وختونه د مختلفو علومو د مقالې د مطالعو څخه او يا د کنفرانسونو او کنګرو له مقالې څخه سرچينه اخلي، ښه محقق بايد تل د متعددو مقالاتو او مجلاتو په مطالې کي بوخت اوسي او له بلي خوا دي بايد مطالعې په وخت کي د هغو مهمو نکاتو او سوالونو چي دوي ته ځواب نه دي ورکړ سوي په هکله فکر وکړي.
٢:-مثلاً داسي دقيق فکر وکړي چي: څه شي وجود لري؟ ولي وجود لري؟ څه د حل لاره لري؟ او داسي نور سوالونه دي مطرح کړل (که چيري روغتون وي).
٣:- د مختلفو سازمانونو د تحقيقاتي اوليتونو ته مراجعه کول، بله لاره د موضوع د انتخابولو دپاره ده.
٤:- مراجعه کول و هغو صاحبنظرانو، متخصيصينو او نورو هغو کسانو ته چي ډيري څيړني تر سره کړي دي.
٥:- د عملي څيړني کارپوهانو، مديرانو او اجرايي کار کوونکي ته مراجعه کول او ورسره تبادل نظر کول.
بنا برين بايد و منو چي معمولاً هغه څوک چي د منطقې تفکر د قوې خاوند وي، قوي حس و کنجکاوي ولري، د واقعي مشکلاتو د حل دپاره علاقمند وي، اکثراً د هغه موضوع د انتخاب لپاره کوم چي د توجه وړ او د استفادې لاندي قرار مومي کاميابه سړي به وي.
د څيړني لپاره د يو ښه سوال معيارونه:-
١:- عملي او قابل اجراء وي:-
· کافي تعداد له موضع او مورد اشاره امر به موجود وي.
· د فني او کارشناسي له نظره د توجيه وړ وي.
· د هزينه او زمان له نظره امکان پذير وي.
· د مديريتي له نظره د اجرا کولو قابليت ولري.
٢:- د محقق د علاقه وړ وي:-
٣:- نوى وي:-
· تيري څيړني او نتيجي يې قبول او يا رد کړي.
· تيري نتيجې ته يو مطلب اضافه کړي.
· نوي نتيجي تر لاسه کړي.
٤:- اخلاقي وي.
٥:-مرتبط وي.
· د علمي اطلاعاتو سره مرتبط وي.
· د ښووني او روزني له سياستونو سره مرتبط وي.
· راتلونکي اړتياوي په نظر کي ونيسي.
د پورتنيو پنځو معيارونو د حفظ په خاطر د (Finer) کلمه ساده او کمک کوونکي ده.
د څيړني لپاره د يو ښه عنوان معيارونه:-
په دې مرحله کي محقق د مختلفو مسايلو، سوالونو او مشکلاتو سره مخامخ کيږي او تصميم لري چي دوي له مينځ څخه يو عنوان د خپل څيړني دپاره انتخاب کړي.
١:- مناسبت (Relevance):-
د دې لپاره چي د يو موضوع مناسبت داشتن او يا اولويت داشتن وټاکو يو تعداد سوالونه بايد له ځانه څخه وپوښتو لکه دا مسئله يا مشکل څومره وسعت لري؟ د مسئلې شدت څومره دى؟ او داسي نور سوالونه.
٢:- اجتناب از دوباره کاري (Avoidance of duplication):-
په دې ځاي کي بايد دوه اصطلاح (Replication او Duplication) يو له بل نه تفريق او تفکيک کړو:
Duplication يا دوه باره کاري هغه وخت مطرح دى چي د نوي څيړني تر السه شوي نتايج د مخکني څيړني په شان وي چي محقق مجبور دي دوهم ځل لپاره خپل کار تکرار کړي اما په Replication کي محقق پوهيږي چي د تکرار څيړني نتيجې د مخکني نتيجي په شان به نه وي البته دا ځان ته متعد علتونه لري
٣:- قابليت اجرا (Applicability):-
بايد له ځانه وپوښتو چي آيا انساني نيرو، امکانات، مالي منابع او مناسب وخت د کار د انجام لپاره په اختيار کي لرو او که نه؟
٤:- سياسي مقبوليت (Political acceptability):-
که چيري د طرح عنوان مورد توجه او قبول د مسولين وي، معمولاً د انجام دپاره زياد تر چانس موجود به وي، البته د محقق د څيړني نتيجي کولاي شي چي متغير وي، يعني د مسؤلينو د سياستونو سره همګام به نه وي او حتى به مخالف وي.
٥:-با صرفه بودن (Cost- benefit):-
يعني آيا تر لاسه شوي نتيجي د نوموړې څيړني د هغه اندازه د منابعو، وخت پول او بشري قواو چي په دې لاره کي مصرفيږي ارزښت لري که يا؟ آيا ګټور تماميږي؟ د موجودى کارنامي د تغير سبب ګرځي؟ او...
٦:-فوريت نياز به داده ها (Urgency of data needed):-
يعني کوم سائل عاجل او فوريت لري؟ دايمي مشکلات؟ موقتي مشکلات؟.
٧:- اخلاقي ملاحظات (Ethical Clearance):-
خصوصي او شخصي مسايل د ټولني عام مسايل، د څيړني په وخت کي د سړي روغتيا ته نقص رسيږي او داسي نور.
د څيړني عنوان څه ډول وليکو؟:-
د موضوع د انتخاب، اولويت بندۍ نه وروسته همدارنګه د مشکلاتو له فهرست بندى نه وروسته، هغه شي چي د يو څيړنيزه طرح د ليکلو لپاره اهميت لري د هغه عنوان دى، د هنوان د ليکلو په وخت کي بايد د هغه په څلورو جزو باندي اشاره وسي.
١:- څه شي غواړئ چي بررسي کړئ؟
٢:- روي چه کسي ميخواهد بررسي کنيد.
٣:- چيرته غواړئ څيړني تر سره کړئ.
٤:- در چه زماني تحقيق انجام خواهد شد.
هغه ټکي چي بايد د عنوان په ليکلو کي مراعات شي:-
١:- لنډه وي، معمولاً د ٨ او ١٥ تر مينځ وړانديز کيږي.
٢:- د يو عبارت په شکل وي، په عنوان کي فعل بايد استعمال نه شي.
٣:- عنوان په هغو کلماتو چي ښکارندوي د کار د انجام څرنګوالي دي پيل شي لکه بررسي مطالعه، مقايسه، اندازه ګيري او...
٤:- په عنوان کي د ځينو مواردو له جزئياتو له ليکنه څخه ډډه وشي او د هغوي توضيحات د طرحي په وروستني برخي کي مو کول شي.
٥:- د هغو اختصاري کلماتو چي معمول نه وي خودداري وشي د ضرورت په وخت کي بهتره به وي چي مورني ژبه استعمال شي.
٦:- د څيړني عنوان بايد د څيړني د کلي اهدافو سره مطابقت ولري.
کنترولي درس او د شاګرد، پوهه مهارت او عادت څيړنه:-
تعليمي ارزيابي عبارت دي له: د پوهي کيفيت، مهارت او عادت څخه.
د ارزيابي معنى او مفهوم عبارت دي له: د شاګردانو د فعاليت تشخيص.
همدارنګه د فکري استقلال درجه، اخلاقي جرائت، او د اګاهانه زده کړي د مسوليت احساس يې واضح کوي.
اوس د ښوونکي عمده غوښتنه د امتحان د اخستلو (نمره ورکول) له نظره بررسي کوو:
د کاميابۍ ارزيابي بايد همه جانبه صورت ومومي، د ارزيابي نتايج په لوړ آواز د شاګردانو غوږ ته ورسول سي، سوالونه او ځوابونه د ټولو د تائيد وړ وګرځي، دقيق معلومات او همدارنګه د شاګردانو اعمال، د شفاهي بيان طرز او تحريري، مورد برسي همه جانبه قرار ونيسي او د لاندي مواردو نتايج بايد مشخص وي.
١:- په عمل کي د پوهي کسب بايد تبديل سي.
٢:- د اساسي او اضافي ادبياتو دانش په لوستل سوي موضوع کي.
٣:- د استقلال درجه، او په کار کي ابتکار ا خلاقيت.
٤:- د کورنۍ دندي اجرا.
د يادونه وړ ده چي بايد لاندي دوه مطلب ته ځير سو:-
الف:- هغه قيمت چي معلم شاګرد ته ورکوي بايد مغرضانه نه وي.
ب:- نمره يا قيمت بايد مطابق و استحقاق د شاګرد ته ورکول شي.
په اکثرو هيوادونو کي يو واحد سيستم د اريابي د شاګرداهو لپاره وجود لري.
عالي نمره (٥ يا ١٠ او يا هم ١٠٠) دى:-دغه نمره هغه وخت ايښودل کيږي چي شاګرد د موادو او مطالبو په عمق کي داخل شوي وي، خپل د تفکر طرز په درست ډول بيان کړي، د مستقلانه مهارت خاوند دى يعني درسي کتاب له متن څخه په ښه توګه استفاده وکړاي سي، او د قاطع نظر ورکول استعداد ولري، خپل دانش په عمل کي پياده کړي، او مشابه مثالونه راوړي.
همدارنګه دغه اعلي نمره هغه وخت ورکول کيږي چي شاګرد کوچني ترينه اشتباه نه وي کړي.
نمره خوب (٤، ٨ او يا ٨٠ ) دى:-هغه وخت ورکول کيږي چي شاګرد د درسي موادو په عمق کي وارد وي او فصيح بيا ولري، هغه مهارت بايد ولري خپل نظريې پوهه د عمل په دګر کي پياده کړي، خپل و ځوابونو ته ضروري مثالونه راوړل سي اما د شاګرد په ځواب کي کوچني اشتباه موجوده وي.
د (٣، ٤، ٥٠) نمره قناعت بخش دى:-دا ډول ارزيابي مثبت دى يعني شاګرد د قناعت بخش په ډول په درسي موادو پوهيږي، هغه اساسي او عمده نکاتو د زده کړي درس کولاي سي چي اريه کړي، يعني يو انداه معلومات لري ولي هغه يې درست او دقيق تشريح نشي کولي او د محتوياتو په تشريح کي نسبتاً لوي اشتبا ګاني کوي.
(٢، ٢، ٢٠) عبارت له منفي نمرو څخه دى:- شاګرد له درسي موادو سره ښانا دى اما په هغه کي کوم سيستم نه ويني، اساسي نکتي يې جلا کولاي نشي، لوي اشتباه کوي، شاګرد هغه معلومات وړاندي کوي خو مثال نشي راوړي، د ده دماغ انکشاف ندي کړي.
(١، ١، ١٠) نمره ډېر خراب دي او ډېر کښته نمري دي چي منفي مفهوم لري، شاګرد په کلي توګه د درسي په موادو او مطالبو کي اشنايي نلري،حتي نه پوهيږي چي خپل ځوابونه څه ووايي او ختي نه پوهيږي چي څه شي زده کړي او يا زده کړي وي.
د دپياګوژي له نظره د لومړنيو تول؟يو د شاګردانو ته بايد ١ او ٢ نمرې ورنکړاي شي ځکه د دوي په درس په پيشرفت کي منفي تاثير لري، ځکه دوي مايوسه کيږي او کيداسي سي چي ښوونځي پريږدي.
د درس په پاي کښي د يو تعليم پوه په خبره (دانش شاګرد آينه کار معلم است).
خپل نني مبحث پاى ته رسو، دا چي ښوونکي د هر تعليمي کال په پاي کي خپل د يو کلني زيار حاصل ورکوي په کامل يقيني ويلاي سو چي: (آئيينه زحمت معلم دانش شاګرد است)
پاى
بنام پروردگار عالمیان