رباعیات خیام ترجمه عبدالباری جهانی
خوش باش كه پخته اند سوداى تو دی
ايمن مباش از همه تمناى تو دى
تو شاد بزى كه بې تقاضاى تو دى
دادند قرار كار فرداى تو دى
***********
غم يې مه كوه فلك دي در شمېرلي ورځي شپې دي
د نصيب له زړه دي هېري ټولي هيلي اندېښنې دي
نه اختيار دي د راتلو و نه اختيار دي د وتلو
د ازل كاتب ليكلي د سبا ټولي شېبې دي
اى كاش كه جاى آرميدن بودى
يا اين ره دور را رسيدن بودى
كاش از پى صد هزار سال از دل خاك
چون سبزه اميد بر دميدن بودى
***********
كشكي ځاى واى پر دې مځكه د آرام د پرېوتلو
د اوږدې لاري په پاى كي واى منزل د رسېدلو
كشكي سل زره كلونه وروسته بيا له زړه د خاورو
د سبزې په څېر اميد واى يو ځل بيا د شنه كېدلو
خوش باش كه پخته اند سوداى تو دي
فارغ شده اند از تمناى تودي
قصه چى كنم كه بې تقاضاى تو دي
دادند قرار كار فرداى تو دي
زړه دي مه خوره چي وېشلي قسمتونه يې پرون دي
فلك ځان بېغمه كړى له آرزو د سباوون دي
تا ته څه كيسه بيان كړم ستا غوښتنه پكښي نه ده
د سبا غم يې خوړلى دا كارونه د ګردون دي
ګر كار فلك به عدل سنجيده بود
احوال فلك جمله پسنديده بودى
ور عدل بودى به كارها در ګردون
كى خاطر اهل فضل رنجيده بودى
د آسمان كه ټول كارونه په انصاف تلل كېدلاى
پېښېدلاى چي له هسكه نو انسان به خوښېدلاى
كه فلك په لاس نيولى ترازو د عدالت واى
نو به ولي هوښيارانو د زړګي ويني خوړلاى
افتاد مرا بامى ومستى كارى
خلقم ز چه ميكند ملامت بارى
ايكاش كه هر حرام مستى كردى
تا من بجهان نديدمى هوشيارى
ماته مى او مستي دواړه په قسمت دي رسېدلي
ټولو خلګو ولي ماته د پيغور سترګي نيولي
كشكي ټولو ګناهونو انسانان نشه كولاى
په دنيا كي به مي چېرته هوښياران نه واى ليدلي
يارب بګشاى برمن از رزق درى
بى منت مخلوق رسان ما حضرى
از باده چنان مست نګه دار مرا
كز بيخبرى نباشدم درد سرى
ربه ته كې راته خلاصه دروازه د رزق ارزانه
چي نه اړ يمه مخلوق ته نه مي تمه له سلطانه
هسي ډكي پيالې راكه هسي مست مي كه له ميو
چي بيخوده سم له ځانه بېخبره له جهانه
از كوزه ګرى كوزه خريدم بارى
آن كوزه سخن ګفت زهر اسرارى
شاهى بودم كه جام زرينم بود
اكنون شده ام كوزه هر خمارى
سحرګاه چي سپېدې چوي بانګ د چرګ اورېدل كيږي
ته پوهېږې چي دا ولي ساندي وايي او خروښېږي
وايي بيا هغه دى ښكاري په هينداري د سهار كي
چي هنوز يې بې خبره شپې د عمر دي تېريږي
بنام پروردگار عالمیان